علي وزیر: په روغتون کې ورباندې دوه بریدونه شوي

475

علي وزیر وایي د اسمبلۍ اجلاس ته تلل غواړي خو په روغتون کې ورباندې دوه بریدونه شوي.

کراچۍ ــــ د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير بېګا شپه د کراچۍ په جناح روغتون کې د وارډ نه بهر راوتلی او احتجاج يې پېل کړی وو.

علي وزیر د ګل او نهې په مينځنۍ شپه کې جناح روغتون ته د علاج دپاره بوتلی شوی وو او نن ماسخوتن په ټولنيزو رسنیو د علي وزير د جناح روغتون څخه ويډيو خپره شوې.

په وېډیو کې علي‌ وزیر دعوه کړې چې په هغه په روغتون کې دوه ځله بريد شوی او ژوند ته یې خطره ده، وایي دی دې يا جېل ته او يا د قومي اسمبلۍ د سپيکر په پروډکشن ارډر اسلام اباد ته د قومي اسمبلۍ غونډې ته ګډون له بوځي:

“زه دلته [په جناح روغتون کې] غیرمحفوظ یم او جېل ته تلل غواړم، زما پروډکشن آرډر جاري شوی که تاسې [پولیس] ما جېل ته نه بیایئ بیا مې د بجټ اجلاس ته بوځئ”.

د پي ټي اېم يو زمه وار محمد شېر مسید وايي، د پوليس چارواکو سره د خبرو وروسته علي وزیر بيرته وارډ ته لاړو.

مسيد وويل، پوليسو علي وزير ته باور ورکړو چې سبا د زیارت- پنجشنبې په ورځ [23 جون] به یې بيرته جېل ته بوځي يا به يې د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون دپاره اسلام اباد ته ولېږي.

علي وزیر پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې وېډیو کې ویلي، کله چې دی په هریپور جېل کې وو نو یې هم د اسمبلۍ په غونډه له ګډونه محروم ساتلی وو او وایي اوس یې په دې غونډه کې هم مخه نیول کېږي:

علي وزیر وایي درې میاشتې کېږي چې ده په جېل کې د خپل علاج لپاره درخواست ورکړی وو خو تر اوسه ورباندې عمل نه وو شوی او اوس چې د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د ده د ګډون امر جاري کړل شو نو دی روغتون ته راوستل شو.

علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی. نوموړي ته د پاکستان سپريم کورټ او هايکورټ په دوه مقدمو کې ضمانتونه ورکړي، په يوه مقدمه کې يې د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوې چې نن د 23 جون نېټه پکې د فېصلې اورول دپاره ټاکل شوې او بله مقدمه يې روانه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.