افغان کونډې: طالبانو مرستې راباندې درولې دي

624

افغان کونډې: طالبانو مرستې راباندې درولې دي، وايي، ولې مېړه نه کوئ؟

‌”طالبانو ته چې ورشې چې کونډه یم، بې سرپرسته یم، یا کار راکړئ او یا مرسته وکړئ.‌ راته وايي، ولې مېړه نه کوې؟ لوڼې دې ورکړه. چا ته دې ساتلې دي؟ دوی سره هېڅ خبره نه کېږي”.

دا د درېیو لوڼو یوې کونډې مور سکینې خبرې دي چې د افغانستان په تېر نظام کې ښوونکې وه خو اوس یې دنده له لاسه ورکړې ده. وايي، نه یې جمهوري نظام نه خاص خېر لیدلی او نه یې اوسني نه تمه شته.

د کونډو نړېوالې ورځې په مناسبت مونږ له یو شمېر هغو افغان مېرمنو سره خبرې کړې چې په بېلا بېلو پېښو کې یې خپل مېړونه له لاسه ورکړي دي. د امنیتي خوندیتوب لپاره یې نومونه مستعار کاروو. دوی نېوکه کوي چې د طالبانو نظام له راتګ سره که یو خوا کار کول ورته ستونزمن شوي نو بلخوا هغه مالي مرستې هم پرې درول شوې دي چې په تېر حکومت کې یې ترلاسه کولې.

طالب چارواکي څه ځواب ورته لري؟ په دغه رپوټ کې مو کتنه ورته کړې ده.

د جون ۲۳ د کونډو نړېوالې ورځې په مناسبت نمانځل کېږي او افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې ډېرې کونډې لري.

څو څلوېښت کلنې جګړې د زرګونه کورنیو نغري مړه کړي، سرپرستان او نفقه ګټونکي یې ترې لوټلي او د ډېرو ښځو پر ځوانو پېکیو یې د کونډتون خاورې دوړولې دي.

سکینه له همداسې کونډو یوه ده. نارینه اولاد هم نه لري او درېیو لوڼو ته هم پلار ده او هم مور. وايي، یو خوا په روان ناوړه اقتصادي حالت کې د “پنډو ښځو” کور ساتنه او بلخوا کونډو ته په ټولنه کې د ورپېښو دودیزو ستونزو له کبله له کړاو او ډار سره مخ ده.

دا زیاتوي، “د ښځو کورنۍ یو. نه مېړه لرم او نه ځوان زوی،‌ یوازې درې لوڼې او زه یو. مخکې په یوه شخصي ښوونځي کې ښوونکې وم، لوړو ټولګیو ته مې درس ورکاوه خو چې طالبانو مکتبونه وتړل، زه بې کاره شوم. ډېر بد اقتصادي وضعیت سره مخ یم. ډارېږم چې څه به کېږي”.

سکینه وايي، په کار پسې وګرځېدله او لا هم ګرځي خو پر ښځو د وضع شویو محدودیتونو له کبله کار موندل ورته سخت شوي او ناهیلې شوې ده. ځکه د ځینو مرستندویه ادارو او د جوماتونو دروازو ټکولو ته اړ شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.