ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې ۴۰ سلنه د بېکارۍ کچه زياته شوې

526

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې ۴۰ سلنه د بېکارۍ کچه زياته شوې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست استازي او د یوناما مشر رامز الاکبروفد د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشی د وروستي راپور په اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، چې په افغانستان کې بې کاري ۴۰ سلنه زیاته شوې، او د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې به د غربت کچه ۹۷ سلنې ته لوړه شي.

نوموړي په دې غونډه کې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د زیانونو او مرستو ترڅنګ پر بشري بحران، اقتصادي بحران، او د بشري حقونو پر موضوعاتو هم خبرې کړې دي. اکبروف وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اوس هم په خطرناک حالت کې دی.

هغه زیاته کړې، چې سرپرست حکومت په دوامداره توګه بشري حقونو ترڅنګ په يو شمېر نورو کارونو محدوديتونه لګولي.

د یوناما مشر وایي چې د افغانستان بله ستونزه اقتصادي بحران دی، اقتصاد له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې او عاید له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې ټیټ شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.