ملګري ملتونه: یوازې مرستې اقتصادي وضعيت نه شي ښه کولی

1,159

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام په يوه راپور کې ويلي چې يوازې بشري مرستې افغانستان کې اقتصادي وضعيت نه شي ښه کولی. يو اېن ډي پي په يوه راپور کې ويلي چې په تېر يوه کال کې د افغانستان ناخالص کورنی توليد پنځه ميليارده ډالره راکم شوی او اقتصاد په شديده توګه پرځېدلی دی. راپور کې راغلي چې ۷۰۰ زرو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او د خوراکي توکو بيې بيا ۳۵ سلنه لوړې شوې چې دې چارو د کورنيو اقتصادي وضعيت لا پسې خراب کړی دی. د يو اېن ډي پي له لوري د خپاره شوي راپور پر بنسټ د هغو افغانانو سلنه له ۹۵ بيا تر ۹۷ پورې ښودل شوې چې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. يو اېن ډي پي ويلي چې روان اقتصادي وضعيت په بشري مرستو د ښه کېدو نه دی او اړتيا ده چې په دې برخه کې بنسټيز اقدامات وشي. دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا چارواکي د لويديځ له لوري د افغانستان د ارزي شتمنيو کنګلتيا د روان ناوړه اقتصادي وضعيت لامل بولي او ادعا کوي چې دې چارې سوداګري زيانمنه کړې او د کاري فرصتونو د له منځه تلو سبب شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.