اروپایي ټولنې او م.م افغانستان کې په ملي مذاکراتو ټینګار کړی

582

د افغانستان په اړه د امریکا، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او يو شمېر هېوادونو ځانګړو استازو په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د يوه باوري ټولګډونه حکومت، ملي مذاکرات او سياسي سستم شتون اړین بللي دي. د امريکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې تېره اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ايټاليا، ناروې او بريتانيا ځانګړو استازو په واشنګټن کې ځانګړې ناسته کړې وه. سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې چې د افغانستان پر وروستیو حالاتو بحث وشو، پکې د جاپان، قطر، سویس، او یوناما استازو هم کډون درلود. دامريکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددې ناستې ګډونوالو په پای کې ۱۵ ماده ییز پرېکړه لیک هم خپره کړه. په پرېکړه ليک کې راغلي، په دې ناسته کې د يو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړو استازو په افغانستان کې د بشري حقونو او د افغانانو له بنسټيزو حقونو څخه پر سرغړونو ژورنه اندېښنه وښوده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې د ناستې ګډونوالو د افغانستان د وروستيو حالاتو او بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د وروستي راپور هرکلی وکړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.