د ملي هویت مرګ

ازاد خان افغان

798
په تیرو څولسیزو کې آی اس آی د جهادي رهبرانو او مدرسو له لارې د افغانانو، خصوصاً د پښتنو ماغزه دومره مینځلي دي، چه بلکل یې د خپل هیواد د ملي ارزښتونو سره پردي کړي. کله چه دوی د ملي منافعو، ملي مسئولیت، ملي ارزښتونو، ملي غرور یا کوم تاریخي ویاړ څخه خبره واوري، پدوی ډیره بد لګي. ددې هیواد له تاریخ څخه که دوی د کوشانیانو، باختریانو، یفتلیانو، ساکانو، آریایانو او یا د کابل شاهانو نومونه واوري، داسې لکه چه د کوم دښمن کیسه آوري او یا کومه بده خبره آوري. دوی د خپلو هغو نیکونو سره عضوي او روحي ارتباط له لاسه ورکړی، کوم چې ددې هیواد تاریخ پرې ولاړ دی، مګر د عربو د فتوحاتو او د خالد بن ولید په عام قتلونو، کوم چه نه افغانان وو او نه هم په افغانانو مربوط وو، فخر کوي. د وطن، هیواد، ملي هویت او د خودي کلیمات ورته پردي وي. هرڅه کې باید اسلام او دین ګډ وي، که نه دوی ته د منلو نده. که د محمود او ابدالي احمد کیسه هم آوري، په هغو کیسو کې یوازې د هندوانو وژل خوند ورکوي. په نتیجه کې وینو چه آی اس آی وکولای شول چه مکمل یو نسل له خپل هیواد، فرهنګ، تاریخ او هویت څخه پردی کړي، چه دا د یو ملت مرګ دی.
په نوره نړۍ کې ځینو لیکوالانو د خپل تاریخ د ویاړ حتا د دروغو کیسې، افسانې او حماسې لیکلي، تر څو د راتلونکو نسلونو ذهن ته یو ملي غرور او احساس ورکړي او په هویت یې وتړي. د هغوی لیکنې په ډیر قدر هرکلي شوي او نسل په نسل په احترام منل شوي او د ملي تعلیم برخه ګرزیدلې. مګر د افغان په خاوره کې چه واقعاً حماسې پلي شوي او ددې خاورې اوسیدونکو په رښتیا هم حماسې زیږولي، مګر که له دین سره ارتباط ونلري، نه یوازې چه نه یې مني، حتا بد پرې لګیږیږي.
همدا پاکستان چه هیڅ تاریخ نلري، مګر دا ۷۰ کاله لګیا دی ځانته د دروغو تاریخ لیکي، حتا د هند په خاوره کې د افغانانو، تُرکانو، مغولو او نورو افتخارات په ځان پورې تړي. د پاکستان یو صدراعظم په تیرو کلونو کې تاریخ پوهان خپل دفتر ته راغوښتي وو او ورته ویلي وو چه د پاکستان تاریخ ولیکئ. هغو پوښتنه ترې کړې وه چه څه شی ولیکو؟ صدراعظم ویلي وو چه: بس یو څه ولیکئ ! دوی د موهنجو دارو په مدنیت افتخار کوي، جهانیان او سیلانیان په ډیر ویاړ ورولي، مګر خپل د استحکام انجینر بامیانو ته لیږي چه د طالبانو سره د بودا د بُت په ورانولو کې مرسته وکړي، هغه بُت چه د افغانستان د تاریخ افتخار وو او د نړۍ په عجایبو کې شمیرل کیده. دا هغه زړه دردونکی حقیقت دی چه مونږ په رڼا ورځ د خپل ملت مرګ په خپلو سترګو وینو. له ټولو لا دردونکي خو داده چه خپل ځوان هیوادوال د دښمن د وژونکي پروژې په پلوي وینو، چې طالبان یې یو ژوندی او فعال مثال دی.
همدا په پاکستان کې روزل شوي ملایان دا لس میاشتې په ټول منافقت او سپین سترګي افغانانو او نړیوالو ته مختلفې وعدې ورکړلې، مګر یوه وعده یې هم پوره نکړه. د نجونو ښونځي د نن او سبا په وعدو هماغسې تړلي وساتل. په پیل کې یې ویل چې دا سپین بیرغ ددوی په تحریک ارتباط لري، مګر په ملي بیرغ به په ملي لویه جرګه کې خبرې وشي. مګر لیدل کیږي چې ملي بیرغ یې په ټول هیواد کې ورک کړ او حتی هغه افغانان یې مجازات کړل کومو چې ملي بیرغ ګرځاوو. د لویې جرګې وعدې ورکړلې، بالاخره د جرګې په ځای یې دادی چې د ملایانو بنډار رواوغوښت. لویه جرګه چې د افغانانو د پیړیو ملي او سیاسي هویت وو، هغه ته یې هم احترام ونکړ. د افغان په تاریخ کې د پیژندل شوو ملي مشرانو عکسونه یې هم په ډیرو ځایونو کې لیرې کړل. افغاني موزیک او اتڼ چې په پیړیو پدې هیواد کې د افغاني کلتور برخه وه، هغه یې هم منع کړ. د افغانستان اساسي قانون یې له چلنده لیرې کړ او پرځای مجهول شریعت نافذ کړ، هغه شریعت چې د هیواد په مختلفو سیمو کې د هر مسلح طالب په خوښه تطبیقیږي. دا ټول د آی اس آی د افغان د بې هویته کولو هغه پروژه ده چې بدبختانه د افغانانو په لاس یې په افغانستان کې تطبیقوي. شک نشته چې یوه ورځ به همدا ملایان د هیواد نوم هم بدل کړي او په اسلامستان یا طالبستان یې واړوي. تاسې د ملایانو د جرګې شرایطو ته وګورئ، هلته شرط دادی چې په بڼدار کې ګنډونکونکی باید (عالم) او (مجاهد) وي یا یې ددوی سره مرسته کړي وي. واضحه خبره ده چې هغه چاته چې دوی عالم وایي، هغه ٪۹۹ په پاکستان کې روزل شوي دي. هغه ملایان چې په افغانستان کې دننه دا ۴۰ کاله اوسیدلي دي او همدلته یې تعلیم کړي دی، هغه دوی ته د منلو ندی. متأسفانه چې افغان د ملي هویت د وژلو پروژه ښه په درز روانه ده😢افغان ځوانان باید دې مهمو ټکو ته متوجه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.