د اولاد روزنې 50 مهارتونه

1,656

۱ ـــ خپل اولاد ته نامناسب نوم مه غوره کوئ، چې ټول عمر به یې د خواشینۍ او خپګان لامل شي .

۲ ـــ هره ورځ، خپل اولاد په غېږ کې ونیسئ .

۳ ـــ تل هڅه وکړئ، چې په خپل اولاد کې پیاوړي ټکي او مثبتې ځانګړنې ولټوئ .

۴ ـــ د خپل اولاد ټولو خبرو ته غوږ ونیسئ، خبرې یې مه پرې کوئ او یا هم جمله یې مه بشپړوئ، ټولو خبرو ته یې او هغه احساس، چې په هغه کې نغښتی دی پام وکړئ .

۵ ـــ کله چې اولاد مو آرامتیا ته اړتیا لري مه خواشیني کېږئ، خپل اولاد ته ارزښت ورکول، د دې سبب کېږي، تر څو له هغه سره صمیمي او عاطفي اړیکه ټینګه کړئ، دا ستاسو د اولاد د درنښت او عزت تر ټولو پیاوړی او بنسټیز ځواک دی .

۶ ـــ د خپلو اولادونو خوبونو ته، کوم چې تاسو ته یې وایي غوږ ونیسئ .

۷ ـــ د خپلو اولادونو د لوبو سامان آلاتو ته، کوم چې دوی ورسره مینه لري ارزښت ورکړئ .

۸ ـــ هر وخت خپل اولاد ته یو بل فرصت هم ورکړئ، تر څو وکولای شي، خپلې تېروتنې او غلطۍ اصلاح کړي .

۹ ـــ که چېرې اولادونه مو کوچني وي، له هر کاره تېر شئ او هره شپه هغوی خپل خوب ځای ته بوځئ او ښکلې کیسې ورته وکړئ .

۱۰ ـــ له خپل اولاد سره د لوبو پرمهال، هغه په پام کې ونیسئ، خبرو ته یې غوږ ونیسئ، تر څو وپوهېږئ، چې د ځان او ستاسو په اړه یې نظر څه دی .

۱۱ ـــ د خپل اولاد بریاوې، که هرڅومره کوچنۍ هم وي وستایئ .

۱۲ ـــ هڅه مه کوئ، چې خپل اولاد، د نورو له اولادونو سره پرتله کړئ .

۱۳ ـــ د امکان ترحده، داسې شرایط مه را منځته کوئ، چې خپل اولاد ته ووایئ، که چېرې داسې ونه کړې، نو له بدې پایلې سره به مخ شې .

۱۴ ـــ ستاسو د پام وړ ځینې کتابونه، کېدای شي، چې ستاسو اولادونو ته په زړه پورې او د پوهېدو وړ وي، هغوی ته یې هم ولولئ .

۱۵ ـــ اجازه ورکړئ، چې ستاسو اولاد، ستاسو نوی زېږېدلی ماشوم په غېږه کې واخلي او وې نازوي .

۱۶ ــــ احساس ورکړئ، چې باوري اولاد دی .

۱۷ کله وخت ټلویزیون ته کېنئ او له خپل اولاد سره د هغه د پام وړ خپرونه وګورئ .

۱۸ ـــ کله چې خپل اولاد ته د یوې کیسې یا افسانې په باب غږېږئ، چې هغه یې ډېره خوښه وي، نو هڅه وکړئ، چې د کیسې یا افسانې د اتل د نوم پرځای د خپل اولاد نوم یاد کړئ .

۱۹ ـــ خپل اولاد ته مه وایه، چې نور ستر شوی یې، نباید د لویانو کړنې ترسره کړې .

۲۰ ـــ خپل اولادونه د هغو کارونو ترسره کولو ته مه اړ کوئ، کوم چې دوی ترې وېره لري .

۲۱ ـــ کله چې اولادونه مو تاسو سره خبرې کوي، هرو مرو د خبرو ځواب یې ورکړئ، د ډالیو تر ټولو ارزښتمنه لاره داده، چې خپل ځان هغوی ته په اختیار کې ورکړئ، د خپلو اولادونو خبرو ته نه پاملرنه، د دې سبب کېږي، چې هغوی دا احساس کړي، چې یو بې ارزښته او بې اهمیته کس دی .

۲۲ ــ په هیچا هېڅ کار په زوره مه ترسره کوئ .

۲۳ ـــ خپلو اولادونو ته دا ور وښیئ، چې له ډوډۍ خوړلو وروسته د الله (ج) پر نعمتونو شکر وباسي .

۲۴ ـــ د خپلو اولادونو په مرسته تخم وکرئ، تر څو یوه ګیا ترې را زرغونه شي .

۲۵ ـــ له خپلو اولادونو سره د ژمي په وروستیو کې د پسرلي نښې نښاني ولټوئ .

۲۶ ـــ د سفر پرمهال خپلو اولادونو ته ټیلیفون وکړئ او دا ورته ووایئ، چې ډېر مې یادېږئ .

۲۷ ـــ خپل اولادونه تل وهڅوئ او دا ورته ووایئ، چې پوهېږم تاسو د دې کار د ترسره کولو وړتیا لرئ .

۲۸ ـــ کله چې له تاسو نه کومه تېروتنه کېږي، نو له خپلو اولادنو څخه بښنه وغواړئ.

۲۹ ـــ دې ټکي ته ښه پام وکړئ، چې له یو بل سره د والدینو د چلند څرنګوالی او د غه راز له خپلو اولادونو سره ډېر د ارزښت وړ دی .

۳۰ ـــ خپل اولاد ته د ورځنیو عادي کارونو د مسؤلیت سپارل، د دې لامل کېږي، چې سبا ته هغه د ډېرو سترو کارونو مسؤلیت هم پر خپله غاړه واخلي .

۳۱ ـــ خپلو اولادونو ته دعاګانې وکړئ .

۳۲ ـــ که چېرې اولادونه مو ګوښه ناستي وي او د خلکو په منځ کې د آرامتیا احساس نه کوي، د نورو په وړاندې یې درناوی وکړئ او په یوازې توب کې یې په خپله غېږه کې ونیسئ .

۳۳ ـــ په یاد ولرئ، چې هېڅ اولاد باید په کورکې دا احساس ونه کړي، چې ګنې دی په دې کور کې اضافي او یا هم د نورو د اوږو بار دی .

۳۴ ـــ د خپلو اولادونو په وړاندې، نوروته د هغوی بریاوې او کامیابۍ وستایئ .

۳۵ ـــ خپلو اولادونو ته ورزده کړئ، چې باادبه او بانزاکته واوسي، ادب او نزاکت د دې سبب کېږي، چې هغوی په ټولنه کې لا ډېر عزت او درناوی تر لاسه کړي .

۳۶ ـــ مه پرېږدئ، چې اولادونه مو بې ځایه او له تاوتریخوالي ډکو ویډیو ګانو ته مخه کړي .

۳۷ ـــ که چېرې په کورنۍ کې مو ښه او یا هم خدای مه کړه کومه بده پېښه را منځته شي، نو صبر مه کوئ، تر وروستۍ دقیقې پورې خبر یې خپلو اولادونو ته ورکړئ، پرته له خبر ورکولو به هغه دا احساس وکړي، چې په کورنۍ کې یې شتون بې ارزښته دی.

۳۸ ـــ خپلو اولادونه ته له رټونکو کلمو لکه : خوسکیه، ته دې هېڅ کار نه یې، له تانه څه شی نه جوړېږي، په کلکه ډډه وکړئ .

۳۹ ـــ د امکان تر بریده د خویندو او وروڼو ترمنځ په خپل منځي ستونزو او مشکلاتو کې دخالت مه کوئ، هغوی په خپله ښه پوهېږي، چې خپلې ستونزې او مشکلات په څه ډول حل کړي .

۴۰ ـــ د خپل اولاد شخصي او ځانګړي حریم ته درناوی ولرئ .

۴۱ ـــ د ښو او سپېڅلو کارونو د جشن په ورځ، له خپلو اولادونو سره د مرستې په موخه لاړ شئ .

۴۲ ـــ له خپل اولاد سره مرسته وکړئ، تر څو له هغو بدلونونو څخه خبر شي، کوم چې د ځوانۍ او تنکۍ ځوانۍ پرمهال پکې رامنځته کېږي .

۴۳ ـــ پام مو وي، چې د بېځایه او بې ګټې سریالونو کتل ستاسو د ځوان اولاد د ژوند ستره برخه ونه نیسي، ترڅو هغه له یوه فعال او ټولنیز ژوند څخه پاتې کړي او د خپلو همزولو په منځ کې په یوه منزوي او ګوښه ناستي شخص بدل شي .

۴۴ ـــ د هر کال په پای کې له خپلو اولادونو سره د تېرو دولس میاشتنیو فردي او کورنیو بریاوو او لاسته راوړنو په اړه وغږېږئ .

۴۵ ـــ هڅه مه کوئ، چې په چلند یا جامو اغوستلو کې د خپل ځوان اولاد نمونه شئ او په دې هر څه کې له تاسو څخه تقلید وکړي.

۴۶ ـــ خپل اولاد ته پاکې جامې ور واغوندئ، پاک او سپېڅلی یې مدرسې یا ښوونځي ته ولېږئ .

۴۷ ـــ خپلو اولادونو ته اجازه ورکړئ، تر څو له تاسو سره د کور او کورنیو چارو په ښه والي کې په ګډه فکر وکړي .

۴۸ ـــ خپلو اولادونو ته ور زده کړئ، چې په څه ډول سترې دندې په مراحلو او اجزاو وویشي او هغه ګام په ګام او یوه په بلې پسې ترسره کړي، تر څو په کار کې ستونزې را کمې.

۴۹ ـــ خپلو اولادونو ته د یوه کار د ترسره کولو په بدل کې بډې مه ورکوئ، ځکه چې دا د یوه رول د لوبولو له پاره د مور توب او پلار توب مناسبه وسیله نه ده.

۵۰ ـــ د خپلو اولادونو نظرونو او فکرونو ته ارزښت ورکړئ او هغه بې اهمیته او ناڅیزه مه شمېرئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.