د ښځو په هکله هغه څو بد ګمانې، چې حقیقت نه لري

مهر تاج

1,197
د ښځو په هکله هغه څو بد ګمانې، چې حقیقت نه لري.
ـ که بازار کې د خريدارۍ پر مهال کوم سړی له کومې ښځې سره د يوه څيز په پورته کولو کې مرسته وکړي او ښځه يې په موسکا د ښېګڼې مننه وکړي، نو دا په دې معنا نه ده چې ښځه د سړي په جال کې ونښته يا يې زړه پرې بايلود.
ـ که په کوم رش (ګڼې ګوڼې) ځای کې کومې ښځې په لوړ غږ خبرې کولي،
نو صاحبه!
دا پدې معنا نده، چې نوموړې ښځه غواړي تاسي ځانته راجلب یا متوجه کړي.
ـ که کوم رکشوان یا لیني موټر چلوونکي ته ووایې، بیړه یې ده، باید زر لاړه شي؛ نو وروره ګله!
دا پدې معنا نده، چې هغه هرو مرو کوم مړي ته روانه ده.
ـ که په ګرځنده موبایل د خبرو په مهال له اتاقه یا د دفتر له شعبې بهر ووتله، نو خان صیب، د سګنل ستونزه کیدلی شي، دا پدې معنا نده، چې له یار و لونډا سره به خصوصي غږېږي.
ـ که مو په لاره، پارک، هوټل یا موټر، موټرسایکل کومه نجلۍ د هلک/ سړي سره خوشاله او په خندا ولیده؛ ضروري نده چې نوموړی سړی به یې یار وي.
ـ که کومه ښځه روزمره ارایش کړې وظیفې، دفتر ته راځي، هرور مرو د ځان ښودنې شوق و علاقمنده نه وي، ممکن، په خپله څهره به ستړتیا، غم او زړښت پټوې.
ـ که د ټولنېزو رسنیو په کوم پوسټ نجلۍ/ښځه چاته لایک یا کومنټ ورکړي، نو دومره نادانه کېږئ مه، چې ګوندي، له دې شخص سره به شخصي پیژندګلوې لري، بلاوجهه تاسي ورته د بلنې لیږلو زحمت او مسج کولو مزاحمت او ځانته لار مه جوړوئ.
ـ که مو په بازار کې کومه نجلۍ یوازې د خرید او ګرځیدو په حالت کې ولیده، چې کله یو څه کله بل څه اخلي او ګرځي، نو دا پدې معنی نده، چې دا به ګشتۍ نجلۍ وي، ممکن بې وروره او یتیمه وي، د کور مسولیت و سودا اخیستل ورترغاړي وي.
* تل د نورو په هکله مثبت فکر و ګمان کوئ؛ پدې سره که مو بل چاته ګټه یا تاوان رسېږي او که نه، خو تاسي به ضرور یو ښه، باعزته او مثبت ګرا شخصیت وئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.