لنډه کیسه 

د سید عبیدالله نادر ژباړه

1,590

د انوشیروان په زمانه کې، یو ډیر لوی سودا ګر اوسیده، چې د تجارت له لاري یې ډیر مال او دولت لاس ته راوړی وو، هغه چې د انو شیروان په وطن کې د غربت احساس کاوه، نو ځان سره یې فکر وکړ چې خپل وطن ته لاړ شي ، لیکن بد خواهان چې د پادشاه په شا اوخوا راټول ول، نو پادشاه ته یې د ده په اړه بد شیان او دروغ وویل، چې دا تجار ستا له برکته او د ښار له برکته چې په دي ښار کې اوسیده، او تجارت یې کاوه، دومره مال، شتمني او پیسې پیدا کړې، که دی لاړ شي، نو نور تجاران به هم د ده لار تعقیبه کړي، او لږ لږ به زمونږ په ښار کې کاروبار کم شي. انو شیروان هم د هغوي خبره ومنله او سوداګر یې راوغوښت او ورته یې وویل: که غواړي چې لاړ شې، نو ټول مال دې دلته پریږده او ته بی مال او جایداده لاړ شه.

سوداګر وویل: څه چې حضور پادشاه وفرمایل ټول سم دي، او د مصلحت نه هم لیرې نه دي، خو کوم څه او سرمایه چې ما ستاسو  ښار ته راوړي وه، هغه په باد لاړه او برباد شوه، که پاچا یې راته دوه برابره راکړي شي، نو ما د خپل ټول مال څخه لاس ومینځه ، پاچا په داسي حال کې چې ډیر حیران شوی وو، ورنه پوښتنه وکړه، چې ای شیخه! تا دې ملک ته څه راوړي وو ، سوداګر ورته ویل: ما ځوانی راوړي وه، او د ځوانۍ په قیمت می دا مال لاس ته راوړی، زما ځوانی راته راکړه، او زما ټول مال در واخله. انوشیروان دې حیرانوونکي ځواب ته په چرت کې لاړ. او هغه ته يې ټوله شتمنې چې په دې ښار کې ګټلی وه، د خپل وطن ته د وړلو اجازه ورکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.