په څو ساده لارو مو ځان تازه او ځوان وساتئ

1,253

دا د انسان فطري غوښتنه ده، چې تازه، ځوان او ډیر عمر ولري. هېڅوک نه غواړي چې ژر زوړ شي؛ ځکه زړښت هغه دوره ده چې انسان له بیلابیلو ستونزو سره لاس او ګرېوان کوي.

بدن یې کمزوری، د سترګو دید له لاسه ورکوي، غږ یې په سختۍ اوريدل کیږي، کار او خوراک نه شي کولی او دې ته ورته نورې په لسګونه ستونزې دي چې په زړښت کې انسان ورسره مخ وي. همدا ده چې هر انسان دا ارمان لري، تل ځوان او پیاوړی وي.

موږ او تاسې ټول غواړو چې د ډیر عمر سره بیره ښه روغتیا هم ولرو، حتا که چیرې زاړه هم شو نو تمه مو دا وي چې زړه مو ځوان وي، یعنې له ژوند نه خوند واخلو.

دلته درته په ځینو لارو چارو غږیږو چې په عملي کولو سره یې د ډیر وخت لپاره ځوان پاتې کیدای شئ:

۱- هر سهار نیم ساعت ورزش وکړئ. شاید تاسو به د ورزش د ګټو په اړه په وار وار اورېدلي وي، چې د بدن وزن د کمولو او مناسب اندام درلودلو ترڅنګ بې شمیره ګټې لري.

څېړنو ښودلې هغه کسان چې ورزش کوي، د هغو په پرتله چې ورزش نه کوي، په منځنۍ کچه ډېر او ښه ژوند کوي. که غواړئ چې اوږد خوږ او ښه ژوند ولرئ نو سهار له خوا ۳۰ دقیقې ورزش کول درنه پاتې نشي.

۲- حضرت محمد (ص) فرمایي: مخکې له دې چې ماړه شئ، ډوډۍ خوړل بس کړئ.

که غواړئ زر زاړه نه شئ، هڅه وکړئ مخکې له دې چې ماړه شئ، ډوډۍ بس کړئ، همداراز، په ډوډۍ خوړلو کې بېړه مه کوئ، د ډوډۍ له ژوولو خوند واخلئ.

۳- د سهار چای خوړل د نورو ګټو ترڅنکه، د عمر په ډیروالي او ځوان ساتنه کې هم اغیزه لري. کوښښ وکړئ چې د سهار چای مو له کورنۍ سره یو ځای وڅښئ. دا کار د مینې د زیاتيدو سبب هم کیږي او روغتیا هم ښه کوي.

۴- څیړنو ښودلې، که هر ورځ لږ تر لږه ۸ ګیلاسه اوبه وڅښئ، نو د سر درد، د ځان درد، د زړه سیستم، د بندونو پړسوب، د زړه چټکه درزا، عصبي ناروغي (میرګي)، زیات چاغ والی، نفس تنګي، توبرکلوز، د مغزو د پړسوب ناروغي، د پښتورګو او بولې ناروغۍ، د معدې جوش، اسهال، بواسیر، د شکرې ناروغي، قبضیت، په سترګو پورې ټولې تړلې ناروغۍ، د رحم ناروغي، د سرطان ناروغي، د غوږو، پوزې او ستونې ناروغۍ سربیره ډیرې ګټې نورې هم لري. کله چې انسان له ناروغیو خلاص وي طبیعي خبره ده چې هغه انسان به د ډېر عمر تر څنګ ځوان هم پاتې شي.

۶- چای د انټي اکسیډان په درلودلو سره د سرطان ضد خواص لري، خو که غواړئ چې ځوان او ډیر عمر ولرئ، نو له ډوډۍ وروسته چای مه څښئ.

۵- روغتیا پالان وايي د ډېرې مالګې خوړل بې شمیره زیانونه لري. د فشار تکلیف، زړه ناروغۍ، فلج او یو شمېر نورې ناروغۍ هم پیدا کوي، چې حتا د مړینې سبب هم کیږي. هیڅکله له ډیر مالګه لرونکو خوړو نه استفاده مه کوئ.

۶- د تازه میوو او د ترکاریو د ګټو په اړه به مو ډیر اوریدلي وي، خو که غواړئ چې روغتیا مو ښه، عمر مو ډیر او ځوان پاتې شئ نو د خوړو په لیست کې میوو او ترکاریو ته پاملرنه ډیره کړئ.

۷- هغه میرمنې چې په کور کې د پخلي دنده لري، هغو ته په کاره ده چې په خوړو کې غوړي او مسالې استعمال کړي او همدارنګه ډیر سره شوي خواړه دې نه پخوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.