ماما مې بل هلک را ته موندلی

همدرد

1,264

نهم ټولګي کې وه
عالي ذوق او د الفاظو انتخاب یې جذبوونکی ؤ
یوه ورځ یې پیغام را ته وکړ او زما له لیکنو یې خپله اغېزمنتیا را ته اظهار کړه
خوشاله شوم او د کوچک نوازۍ قدرداني مې یې وکړه
زموږ سلامالېک وغځېد، تر دې چې په خور او ورور خطاب باندې مو اړیکه اوږده شوه
کابو دوه کاله وروسته موږ داسې حالت ته ورسېدو چې له نورو خلکو سره مو په راشه درشه پر یو بل رخه کېده
نه مو خوښېده چې یو بل کرکټر سره له موږ (یو) راشه درشه ولري
هغه به پر ما هغه وخت غوسه وه چې له نجونو سره به مې له سلام او کلام خبره شوه
همداسې زه به بیا هغه وخت ورته سور او شین کېدم چې له کوم هلک سره به مې د دې اوږده چټونه ولیدل
ورته ویل به مې ته پاک زړې یې، خلک دوکه باز دي، په کوم چل کې دې را ګیروي
دا چې د تجربې له مخې مې د هلکانو ګندګۍ هره ورځ لیدلې نو نه مې غوښتل هغه څوک چې زه ورته خور وایم، له کوم کړنګ ګوزار شي او یا یې عزت ته صدمه ورسیږي
دې به سره له دې چې پوهېدله ټولنیز یم، بیا به هم له نورو نجونو سره زما پر خبرو غوسه کېده
په ظاهره یې را ته ویل، نه مې خوښیږي هغه څوک چې ما ته ګران وي (په وینا یې) حتی که جلۍ هم وي، له بلې جلۍ سره راشه درشه وکړي
ما منله او غوښتنو ته مې یې درناوی درلود، حتی هغه کسان مې هم له خپل ځان لیرې کړل چې د هغې د کورنۍ غړي یادېدل
کمه موده کې مې د هغې ټولې غوښتنې پر ځان عملي کړې او په بشپړه توګه د تسلیمۍ چوکاټ ته د ننه شوی وم
دې وختونو کې یې مینه ورځ تر بلې را ته سېوا کېدله
کله به مې چې د خورکۍ خطاب ورته وکړ، خوند یې نه ورکاوه
له کردار یې مالومېده چې غوښتل یې کلک ملګری یې شم
د حالاتو روانې څپې همداسې یوه حالت ته د ننه کړم چې جذابیت یې زما د زړه اهتزازونه هم په متواتر حرکت راوستل
ورو ورو پوهېدم چې جلۍ را باندې شیدا ده او زه هم په همدې طرف ور روان یم
هغه ډېره هوښیاره او ځیرکه وه
ډېر عجیب او ځیرکانه امتحانونه یې را نه اخیستل
فکر کوم په ټولو کې ورته پاس شوی وم
داسې ورځ هم راغله چې موږ په یوه ډراماتیک حالت کې یو بل ته د اورنۍ مینې اظهار وکړ
یو بل ته ومنل شوو
یو بل ته عاشق او معشوقه شوو
یو بل ته د سبا او بل سبا امید شوو
داسې شپې مو هم سبا کړې چې تر سهاره مو یو بل ته لیکل کول
یوه شپه د سهار آذان وشو
نور مې د ښي لاس بټه ګوته فلج غوندې شوه
ورته ویل مې:
“ککوي مې، هېڅ نه درنه مړېږم
شتون دې په داسې تنده اخته کړی یم چې کله به هم درباندې ماته نشي”
هغه را ته یو الهام ؤ
زموږ د مینې داستان هغه مهال (له پیله) څلور کلن شوی ؤ
خو ناڅاپي ځینو باندنیو بدلونونو زموږ د مینې بېړۍ ولړزوله
وړې وړې فاصلې را منځته شوې
جګړې او غمیزې پیل شوې
واټنونو ورځ تر بلې خپله اندازه اوږدوله
دوه ځله مو داسې جګړې وکړې چې یوه میاشت یا څه کم مو له یو بل سره خبرې ونکړې
مینانو ته دا ډېرې د کړاو نه ډکې شپې ورځې وي
ما به چې غوسه پرې وکړه، څو ساعته وروسته به مې بښنه وغوښته خو هغې مقاومت کاوه او په دې ښه پوهېده چې دی حتماً بښنې ته را مخته کیږي
له دوو جګړو وروسته یې ځان بشپړ بدل کړ
زه یې تر هغه زخمي ګوتو نیولم چې ساه مې هم پرې بندېدله
یوه ورځ یې د یوه هلک سره کړی چټ را وښود چې د مینې الفاظ یې ورسره ښکته پورته کړي وو
اور را باندې بل ؤ او له ځان خوړنې پرته مې بل هېڅ چاره نه لرله. التماس مې ورته وکړ چې نه مې ناکاموي
خدایي چې شي غرور مې یې له هماغه وخته را وواژه او ما ته یې د یوې فاحشې په څېر مخ را څرګند کړ
مینه هم عجیبه سیلۍ ده
ما بیا هم زړه ترې صبر نه کړ او ورپسې وم
زارۍ مې ورته کولې او له خپل غرور سره مې کلک ظلم ته لاسونه بډ وهلي وو
بیا بیا مې را عادي کړه، شپه او ورځ به مې د هغې په اړه سوچ کاوه چې دا ځل یې په څه باندې سرپرایز کړم
خو برعکس هغې خپل مخ بدل کړی ؤ، چلند یې ډېر سوړ او برسېرن ؤ
په ما کې د ننه اورونو د هغې د فراق هېڅ بهانه نه منله. هره شېبه مې د هغې په نوم کړې وه
تر دې چې په وروستي ځل یې ښه په زور او بې رحمۍ مات کړم

سکرین شاټونه یې را ته ولېږل،
بښنه یې غوښتې وه او لیکلي یې وو:
“ماما مې (فلاني) ته زما نمبر ورکړی او ورته ویلي یې دي چې خورځه مې اوس هم مینه درسره لري(!)”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.