د لوږې سونامي – شلمه برخه

پوهندوی آصف بهاند

537

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

پنځه پـنځوسمه برخه

لوږه خاموش او بېوسلې قاتل دی چې زموږ د تقریباً پنځه نوی سلنه هېوادوالو په هر پل او هره سا کې حضور لري، ډېر یې د گور تیارو ته ولېـږل او تر هغه لا دېر یې په ژوندینې تر مړو هم بدتره کړي دي.

که زموږ د نوي نسل استازي، د خپلې ټولنې سیاسي مشران مخاطب کړي او په چوپه خوله دا پاسنی عکس وروښيي، دوی به حق په جانب نه وي؟

طبعاً چې وي به، ځکه چې نه یوازې د دې عکس په لاس نسل بربادي، بلکې تر دې نه وروسته د څو نورو نسلونود بربادۍ مسؤلین هم هغه سیاسي خطاکاران دي چې کلونه، کلونه یې په بېلابېلو نومونه ټولنه او خلک غولولي دي، له بدمرغیو له اوسنۍ لوږې سره یې مخ کړي دي.

پر نویو واکدارانو چې د لوږې او بېکارۍ نیوکه وشي، دوی هماغه یو سپـر وروړاندې کوي او وايي چې:

«امنیت ښه دی، امنیت پوره تامین دی.»

خو که دې ورته وویل چې:

«د گېډو امنیت به څنگه شي؟»

بیا نو وايي چې:

«دا زموږ کار نه دی…»

ما «د لوږې سونامي» مقالو په ډېـرو برخو کې دا ویلي دي چې: د لوږې د لومړي قدم متضررین ماشومان ــ کوچنیان او بارداره ښځې دي. د لوږې سونامي له پیل نه تر نن ورځې پورې ترخو تجربو دا وښودله چې د ټولنې له نورو وکړو ډېر همدا «ماشومان ــ کوچنیان او باداره مېرمنې» تلف شوي دي او یا د خوارځواکۍ له ستونزو سره داسې مخ دي چې که ژوندي پاتې شي، همدا خوارځواکي به یې د عمر ترپایه پر ژوند باندې منفي سیوري وغوړوي.

د دې تر څنگه د وچکالي او نورو طبعي پېښو لکه زلزله، لومړني او زیات شمېر فربانیان هم همدا واړه ماشومام ــ کوچنیان او بارداره ښځې دي چې تر ټولو غوره مثال یې د پکتیا ـ پکتیکا او خوست زلزله ده، چې په ټولو زلزلې ځپلو سیمه کې د متضررو ښځو او ټپي مېرمنو د درملنې له پاره یوه ښځینه ډاکتر هم نه شته.

نړیوالو اړوندو بنسټونو یو ځل نه، بلکې څو ـ څو ځلې دا ویلي دي چې د افغان ماشومانو ډېرېدونکې لوږه او خوارځواکي به ډېرې بدې پایلې ولري، خو چا ته یې وايي او په چا یې اورې. څو ورځې مخکې د بي بي سي په یو رپوټ کې داسې راغلي وو:

«ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ‘یونېسف’ مسوولین وايي، په افغانستان کې د ماشومانو ډېرېدونکې لوږې او خوراځواکي اندېښمن کړي دي.

د افغانستان لپاره د یونېسف استازي محمد ‘اګ ایویا’ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د افغانستان په روغتونونو کې یې ناوسه او محرومې مېندې ولیدې، چې ماشومان یې “د لوږې له لاسه” مري.

نوموړي زیاته کړې، د ماشومانو لوږې او خوراځواکۍ مخه نیول کېدای شي او د ملګرو ملتونو نژدې دوه زره افغان کارپوهان مېندوارو او هغو مېندو ته چې ماشومانو ته شیدې ورکوي، دې لړ کې سلا مشورې ورکوي، خو په وینا یې د وسایلو لږوالي له کبله دا هڅې ټکنۍ دي.

نوموړي د نغدو پیسو لېږد په دې لړ کې مرستندویه چاره بللې.

لوږه، لږ یا ناسم خواړه او ککړې اوبه د ګڼ شمېر افغان ماشومانو د ناروغېدو او خوارځواکۍ لامل دي…»

«سیگار» هم وړاندوینه کړېده چې یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د تاند په یوه رپوټ کې د سیگار وړانوینه داسې راغلې ده:

«تاند (دوشنبه، د جوزا ۹ مه) ‏د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څارنې ځانګړې ادارې سیګار خبرداری ورکړی، چې یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

دغې ادارې د یو یونیسف له قوله لیکلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې به په افغانستان کې لږ تر لږه ۳٫۲ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ وکړېږي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، که بېړنی اقدام ونه شي، ښایي یو میلیون ماشومان د دغې ناروغۍ له امله مړه شي.

د يونيسف په ګډون ډېرو نړيوالو بنسټونو مخکې هم په افغانستان کې د ورته ناورينونو خبرداری ورکړی و، خو طالب وياندويانو نه و منلی.

طالبان باور لري، چې داسې څرګندونې د دوی خلاف تبلیغات دي.

ځينو مهمو طالب مشرانو خو مخکې دا هم ویلي وو، چې له لوږې څوک نه مري، خدای یې په وښو هم ژوندي ساتي او یا دا چې خلک دې خدای ته په « بغارو» شي، چې پرې ورحمیږي.»

کور دننه هم په خبره پوه او بادرده قلموال او فرهنگیان د لوږي د مخنیوي، حللارو په فکر کې دي او وخت ناوخت خپل غږ جگوي، دا یې یوه غوره بېلگه ده:

«په خليجي هيوادونو ،اروپا ، امريکا ، هند او مرکزي اسيا کې ميشتو سودا ګرو ته!

د افغانستان د سودا ګري د ډګر ټول منلي ملي سوداګر او قومي سپـينږيري عبدالرحمن الکوزي ته د دې وطن د بدي ورځي لمن غوړوم چې لاس تر زني دي نه کښيني را اوچت دي شي او خپل ولس دي له دغه بد بحران څخه وژغوري.

ملي سوداګرو او پانګوالو!

که مو د حبوباتو پر خريدارۍ وس او توان بر وي،

که په بنګالي منډه يي کې وريجي په لاس درځي،

که د هند په مارکيټ کې غنم په لاس درځي،

که په مرکزي اسيا کې غوړي او اوړه اخيستلاى شئ،

ژر يې واخلئ،

دغذا بحران نړيوال کيږي هسي نه چې سبا ته په بين المللي مارکيټ کې اوړه ټن زرو ډالرو ته ورسيږي

وريجي ټن په څلورزره ډالره شي،

او ستاسي د خلکو د خريد قدرت په صفر کې ضرب شي.

بيا نه نړيواله ټولنه او نه ملګري ملتونه ستاسي خلکو ته نجات ورکولاى شي ،

که څلويښت کلني جګړي ستاسي درې مليونه کسان وژلي وي،

دغه روانه قحطي به دغومره دوه برابره افغانان ستاسو د سترګو په وړاندي وژني.

د خداى په خاطر خپل ملت ته نجات ورکړئ!

لاس تر زني مه کښينئ.

د نړیوالو اړوندو مؤسسو د خبردارۍ په لړ کې د ملگرو ملتونو د خوړو نړیوال پروگرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې قيمتي او فقر نور هم په زياتيدو دي، واکداران یې غم نه کوي او له عامو خلکو لار ورکه ده، که کوم یو یې د حللارې لپاره وړاندیز لري، هغه ته څوک ارزښت نه ورکوي او غږ یې نه اورېدل کېږي.

د خوړو د نړیوال پروگرام په خبرداري کې یوازې د افغانستان نوم یاد شوی دی، خو په نړیواله کچه د نویو نظامي سیاسي کړکېچونو او ټکرونو په رامنځته کېدو سره چې د روس ــ اوکراییٔڼ جگړه یې وزېـږوله؛ اوس قیمتي او فقر په ټولې نړۍ باندې جال غوړولی دی او ټول بشریت تهدیدوي.

که موږ د افغانانو په توگه د لوږې او قحتۍ ستونزه یوازې د افغانستان په جغرافیه کې په نظر کې ولرو او یوازې د وږو افغانانو په باب فکر وکړو، بیا هم هغه پایله چې موږ په خپل فکر کې سنجولې ده، نه شو ترلاسه کولای؛ ځکه چې په ملي او نړیواله کچه هر څه په منفي لوري په حرکت کې دي. د دبیلو اف پي په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«تاند (چار شنبه، د جوزا ۱۱ مه) ‏‏‏‏ د خوړو نړيوال سازمان (WFP) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې لوږه او د توکیو قيمتي دواړه په شدت سره مخ په بره روان دي.

د دغه سازمان اجراييوي رييس ډیوید بیزلي وايي، چې په روانه ميلادي مياشت کې ۱۸ میلیونه افغانان عاجلو خوراکي مرستو ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، دغه سازمان یوازې ۱۰ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولی شي.

هغه وړاندې لیکلي، چې په افغانستان کې د سون توکيو، ترانسپورت او نورو توکيو بيې ورځ تر بلې په لوړیدو دي.

د نړيوال خوراکي پروګرام اجراييوي مشر دغه راز لیکلي:« دمګړۍ له وږیو ډوډۍ اخلو، چې نور وږي پرې ماړه کړو.»

 د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو د ارقامو له مخې تر ۲۰ میلیونه زيات افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

طالبان بيا په دې کچه د فقر د ارقامو شدت ردوي او وايي، چې په دې تړاو له مبالغو ډک تبلیغات کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نورو دلایلو تر څنګ د فقر او بيکارۍ له کبله هم هره ورځ په زرګونه افغانان له مختلفو خطرناکو لارو اففانستان نه وځي او نورو هېوادونو ته کډوال کېږي.»

د افغانو په لوږې پورې اړوند، اوس د خیراتونو مسأله هم مخ په خرابېدو ده، له یوې خوا نړیوال له موږ سره ستړي دي او نه شي کولای چې ټول عمر خپله ډوډۍ له موږ سره نیمه کړي، له بلې خوا به زموږ خلک که ټول عمر لاس گدايي ته غځولی وي، نو په گدايي او مفتې ډوډۍ به اموخته یو او څو نسلونه نور به مو هم لکه زموږ غوندې گدايي ته ناست وي.

حللاره یې دا ده چې موږ له خپلو طبعي زېرمو نه استفاده وکړو، په ټولنه کې د کار او تولید فکر عام کړو او د خلکو د وږو نسونو له پاره باید خپل وطني او کورني تولیدات زیات کړو، ارزښت ورکړو او د کورنیو تولیداتو فکر عام کړو، که موږ داسې ونکړو او نسونه مو خالي وي دا یوه منل شوې خبره ده چې خالی نسونه، خالي ککرۍ روزي او تشې ککرۍ او بې فکره ماغزه، انسانان د مریتوب دایرې ته ورټيل وهي؛ نو ځکه باید د:

«خپل وطن ـ گل وطن»،

 «خپله لاسه ـ گله لاسه»

 فکر عام کړای شي، د خپلو مځکو کر کلې ته مخه کړو او د خپل لاس د تڼاکو حاصل ته سترگې په لار اوسو، نه پردیو خیراتونو او کرمونو ته.

او بیا هم هماغه یوه موخه باید په نظر کې ولر:

اصلي لاره د افغانستان او افغانانو په پښو درېدل دي؛ نه بشري مرستې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.