په نړیوالو څېړنیزو ژورنالونو کې د څېړنیزې مقالې چوکاټ

طارق تسل

1,171

په نړیوالو څېړنیزو ژورنالونو کې د څېړنیزې مقالې چوکاټ:

څېړنیزه مقاله په یوه ځانګړي او منلي فارمټ کې د یوې ترسره شوې حقیقي څېړنې ارایه کولو ته وایي. په عمومي ډول یوه څېړنیزه مقاله لاندې برخې لري:

1. لنډیز (Abstract)

د مقالې په دې برخه کې د ترسره شوې څېړنې لنډیز، موخې، میتود او پایلې په لنډ ډول لیکل کېږي.

2. پېژندنه (Introduction)

په دې برخه کې د څېړنې د موضوع په تړاو عمومي مالومات وړاندې کېږي او وروسته بیا د څېړنې د موضوع په تړاو د نورو څېړونکو د څېړنو ذکر هم کېږي، چې دې برخه ته یې Literature Review ویل کېږي. باید ووایو چې تقریبا په ټولو نړیوالو ژورنالونو کې Literature Review د مقالې د پېژندنې (Introduction) په برخه کې راوړل کېږي.

3. کړنلاره (Method)

په دې برخه کې د څېړنې د ترسراوي د کړنلارې په اړه بشپړ مالومات وړاندې کېږي، همدارنګه د ترلاسه شوې ډیټا ادرسونه، د ډیټا تحلیل او کړنلاره وړاندې کېږي.

4. پایلې (Results)

په دې برخه کې د څېړنې د ترسراوي وروسته په لاس راغلې مهمې پاېلې/پاېله لیکل کېږي. په دې برخه کې معمولا جدولونه، شکلونه او احصایوي مالومات هم ځاې په ځاې کېږي.

5. بحث (Discussion)

په دې برخه کې د ترسره شوې څېړنې په پایله کې لاسته ته راغلې اساسي موندنې تشریح کېږي او د ډیټا او تېرو څېړنو (Literatures) سره یې اړیکه روښانه کېږي.

6. عمومي پایله (Conclusion)

په دې برخه کې د ترسره شوې څیړنې د اساسي موندونو لنډیز لیکل کېږي. همدارنګه د څېړونکي پیشنهادات (Suggestions) او د څیړنې محدودیتونه (Limitations) هم ځاې په ځاې کېږي.

7. اخځلیکونه (References)

په دې برخه کې د هغو ماخذونو ذکر کېږي، چې په ترسره شوې څېړنه کې ترې ګټه اخیستل شوې وي. باید ووایو چې دا برخه د مقالې په بېلابېلو برخو کې د ځاې پر ځاې شویو Citations سره لینک ولري او د Citation د ځاې پر ځاې کولو لپاره باید له بېلابېلو انلاین اپلکیشنونو څخه ګټه واخیستل شي، چې له ډلې یې Zotero ډېر اسانه او معیاري دی.

هغوې چې په خپلو مسلکي برخو کې د څېړنې کولو ته لیوالتیا لري او غواړي چې څېړنیزه مقاله یې په نړیوالو ژورنالونو کې خپره شي، نو پورته ذکر شوی چوکاټ تقریبا د ټولو نړیوالو ژورنالونو لپاره دی. هڅه وکړئ! هیڅ کار ناممکن نه دی.

نوټ: د انګلیسي ژبې زده کړه د نننۍ نړۍ یو له ډېرو مهمو اړتیاو څخه دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.