د ط.. البانو حکومت ته نور د پای ټکه ایښودل

785

د ط.. البانو د راستنېدو په څو لومړیو میاشتو کې، دا وېره وه چې امریکا او متحدان به یې د دوحـ.ـ. ې د مرموزې هوکړې له مخې ط.. البان په رسمیت وپېژني او هغه ډله به په ظاهر ټولشموله حکومت په برخه کې له فشار سره مخ کړي.

اوس چې د ط.. البانو د استبداد یو کلنۍ ته رسېږو، یوه بله وېره هم په راپورته کېدو ده، دا چې افغانستان د ډیپلوماسۍ په تورتم کې ساتل کېږي او زبرځواکونه او د سیمې بانفوذه هېوادونه بې له دې چې وګوري د دې وطن وګړي څه زغمي، هر څه ترسره کړل.

د امریکا لوړپوړو پخواني چارواکو جیمز دابینز او زلمي خلیلزاد په وروستیو مرکو کې د افغانستان تورتم راتلونکی ترسیم کړی دی.

خلیلزاد وویل، چې امریکا د ط.. البانو رسمیت پېژندلو ته نیت نه لري او دابینز وویل، چې د هغه او همفکرو وړاندیز دا دی، چې له ط.. البانو سره تعامل وشي.

دابینز وویل، په دې شرط چې پر دې ډلې فشار وساتل شي او د اړتیا په صورت کې یې حاکمیت له منځه یووړل شي.

 دا کسان له سپینې ماڼۍ څخه په ناخبرۍ کې دا خبرې نه کوي او تر ډېره د امریکا د ټولیز سیاست له مخې غږېږي.

نور هېوادونه هم ورته سیاست مخکې بیايي. ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره د اوبو، ډبرو سکرو او نورو معدنونو په سر تعامل کوي.

 نن سبا ایران غواړي چې ط.. البان د اوبو هوکړې عملي کولو ته اړ کړي.

 پاکستان دغه هېواد ته د ډبرو سکرو پر لېږد خوښ دی. هند، چین او روسیې هم هر یو له ط.. البانو سره تعامل ته یو کانال لري، چې له دې سره له دغه بې خاونده هېواد څخه محروم نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.