لنډه کیسه- نامعلومه وسلوال

پتانه ژوند

906

د نایي زوی د خپل پلار  بیوسۍ اوغریبۍ دومره تنګ کړی وو چې په هرحال کې خپلي زدکړي تر سره کولې. ترڅو وکولی شي یو مبارز خبریال شي مبارزه وکړي اوتل حقیقت ووایي او یوه ښه او سمباله زندګې ولرې
هره ورځ د همصنفیانو د ډم زوی په پيغورو سره ځورېدو،اود ډم زوی پيغورونه به یې زغمل خو له مکتبه نه په شا کیدو، دې پيغورونو او سپکاوي د نایي د زوی ”فرید“ اراده نه کمزورې کوله مګر د ټولني کمزورتیا او د خلکو کمزوري ورته ښکاره کېده نایتوب چي یوه حلاله او غریبه وظیفه ده مګر د خلکو دومره سپک نظر د ډم په نامه یادول فرید د بې سوادۍ لامل ګاڼه، او خپله غوسه به یې قابو کړه خو خپل تصمیم به یې نور هم پياوړی کاوه۔۔۔
مګر کله چي به کورته راته د همصنفیانو د پيغورونو تکرار به یې مور او پلار ته کاوه، او د ټولني او بې نزاکته خلکو یادونه به یې په ناهیلي سره ورته بيانوله۔۔۔۔
فرید ته د دې پيغورونو ورکولو یې مور او پلار هم زیات ځورول خو خپل خپګان یې د فرید په وړاندي نه ښکاره کولو تر څو د زوی اراده یې کمزورې نه شي برعکس به يې نور تشویق کولو چي الله (ج) شته او د چا پروا مکوه۔۔۔
فرید د مکتب په خلاصیدو او پوهنتون ته په بریالي کېدو سره د فرید مور په سرطان اخته شوه او پلار یې  له ډېره وخته په نري رنځ باندي اخته وو، ډاکتر ته په ورتلو سره فرید ته معلومات وشو چي مور او پلار ته يې دا ناروغي د خپګان له امله پیدا شوې ده، د څو میاشتو په تیرېدو سره د فرید مور مړه شوه، څه موده نه وه وتلې چي د فرید بېکسه پلار هم په حق ورسېدو۔۔۔
اوس فرید ته دا فکر ور پیدا شو چي د مور او پلار مړینه مي زما د همصنفیانو د پيغورونو  تکرارول وو، چي ما به مور او پلار ته را رسول او هغو به په چوپتيا کي اورېدل، د بې وسۍ اوښکي به يې په زړونو کي څڅولې۔۔۔
فرید د خپل مور او پلار په قبر ولیکل ”زما مور او پلار مړه شوي نه بلکې وژل شوي دي“
فرید له ځان سره ژمنه وکړه چي زه نور یو خبریال نه شم کېدی بلکې یو بدي دار یم زما دنده د مور او پلار قاتلان پیدا کول دي۔۔۔ د فرید د همدې پياوړي  ژمني سره د کلي او د فرید د مکتب یو همنصفي نامعلومه وسلوالو ووژلو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.