ویدي سرودونه

لطیف یاد

628

ويدا (ويد) او ویدي سرودونه اوپه ویدي سرودونو کې

دپښتنواو دپښتنو دځینو قبیلو او ځایونو دنومونو

————————————————

د ويد کلمه له ويديا vedya نه اخيستل شوې ده چې دزده کړې او علم په معنا دی٠زياتره پوهان هم په همدې عقېده دي چې د ويدا کلمه د ود له مصدره جوړه شوې او د پوهې او علم په معنی راغلې ده٠

مشهور ويد پوه عالم ميکس ميولر عقيده لري چې دويد معنی پوهنه، علم او پوهه ده چې دسنسکرت نه اخيستله شوې ده چې نورو عالمانو ګريفت او مکډونال هم ددغې خبرې تائيد کړی دی٠

په اصل کې ويدا لرغوني او زړې آریایی مذهبي سندرې او سرودونه دي دمذهب او دغه زړې او لرغونې سندرې په دووبر خو باندې ويشل کيږي چې يوه ته يې شروتي وايې چې معنا يې (اوريدل شوي او الهامي) دي يعنې هغه حقايق چې ریشيانو (روحانیونو) او ريدلي دي اومراد ترې څلور ويدونه یا لرغوني صحيفې دي چې آریا ئیانو ته خورا سپيڅلي او مقدس کتابونه او مستندې سر چينې ګڼل کيږي او الهامي کیفیت لري٠ دو هم ډول يې سمرتي دي يعني ( يا دشوي) يعني هغه حقايق چې ریشيانو، زاهدانو او عالمانو بيان کړي دي اوددوی په ذهنونو او حافظو کې خوندي وواو ديوه نسل نه بل نسل ته خو له په خو له رانقل شوي او ليږ ديدلي دي ، خوالهامي کيفيت نه لري دا په دې مانا چې سمرتي انساني تخليق دی او الوهي بڼه نلري٠ په دغو کتابونو کې دانسانانو د ورځني ژوند په اړوند لار ښوونې شوي دي او د انساني ژوند اصول او ضوابط يې بيان کړي دي چې دهغو په رڼا کې خلک خپلې ورځنۍ چارې سرته رسوي٠په شروتي کې ټول ويدونه شامل دي ،خو سمرتي د ويدونو شرحې، پايڅوړ (ضمايم) او تفاصيل دي٠

ويدونه په څلورو برخو باندې ويشل شوي دي چې دغو څلورو ته سمهيتا يا ټو لګه او مجموعه وايي او هغه عبارت دي:له ريګو يد، اتهر ويدا ، يجرويد،ساما ويدا٠

که څه هم ددغو څلورو ويدونو دليکلو زمانه معلومه نده، خو ځيني عالمان او پوهان په دې عقيده دي چې ښايې دا به له نن نه ٤٠٠٠ کلو نه وړاندې ليکل شوي وي، خو ددې ټولو اختلافونو سره سره ويدا د آریا ېایانو ډېر سپيڅلي متون ګڼل کيږي او په اوسني وخت کې دهندوانو د مذهب بنسټ پر همدې ويدونو ولاړ دی .

اوس به دې خبرې ته راشو چې په وید ي سرودونو کې دپښتون دکلمې او دپښتنو د ځینو قبیلواوځایونو ذکراویادونه څو څو ځلې شوی ده.که چیرې موږ ویدي سرودونه په ژوره توګه تر څیړنې لاندې ونیسو نودې نتیجې ته به ورسیږو چې په دغو سرودونو کې دپکهت ( پښتنو ) ذکر او یادونه پکې له ورایه بریښي اروپایی مشهور ختیز پیژندونکي انګریز ( رالف .ټي .ایچ.ګریفټ ) ویدي سرودونه په دووټوکو کې په انګریزي ژبه ژباړلي دي او موږ ددغو مشهورو سرودونو په دویم ټوک کې څوڅوځلې داسې عبارتونه او پاراګرافونه وینو چې دپکهت( پښتون) یادونه پکې شته .

۱- دنوموړي ژباړل شوي کتاب د۱۷ او ۱۸ مخونو په شپږم او اووم بیت کې دپښتون دکلمې یادونه داسې شوې ده :

(( ریشي ( روحاني )بهریګوس او دروهیوس دې خبرې ته غوږ ونیوه چې یوه دوست بل دوست د ددوو لیرې قبیلو په مینځ کې وژغوره او دپکهت ( پښتنو ) ، بهالانا( دلغمان خلک) ،الینا ( نورستانیان)، شیوا ( داباسین دغاړې اوسیدونکي ) اوویشانن سره راټول شول اودغه آریایی ملګرې دتریتسو قبیلې ته راغلل چې ورته لارښوونه وکړي ، دا ددې لپاره و چې دوی ټولو دجګړې سره مینه درلودله))

دپورتني عبارت نه داخبره جوتیږی چې دغه ټولې آریایی قبیلې په تیره بیا پښتانه دخپلو ګډو دښمنانوپه وړاندې سره یو موټی او یوه خوله و و.

۲- دویدي سرودونوددویم ټوک د۱۵۳ مخ پ داتمې برخې۲۲ د سندرې په نهم بیت کې داسې لولو:

(( ای اسوناو !(اسوناو دسهار دوه ستوري وو چې د آریا ئیا نو دعقیدې پر بنسټ سپاره ارب الانواع ګڼل کیدل اوپر جنګي بګیو په سپاره وو اوخلکو به ورنه مرسته غوښتله ) پر خپلو جنګي بګیو کې سپاره شئ اوپر خپل دسروزرو پر پلاز ( تخت ) کښینئ، ای هغو خلکو چې تاسو بډایان او شتمن یاستئ هغه مرستې چې تاسود پکهت( پښتون ) او ادریګو سره وکړې نو بابهرو له خپلو دوستانو او ملګرو نه جلا شو.))

په پورتنۍ سندره کې پکهت دپښتنو دواکمن په نوم راغلی دی او ادریګو او با بهرو هم دده ملګري دي چې هغوی هم واکمنان دي او په دغه سرودونو کې ددغو سرودونو شاعر دپکهت ( دپښتنو دواکمن) او او ادریګو ته داسونا یاد ستورو دارباب ا لانواعونه مرسته غواړي .

۳- دویدي سرود ونو ددریم ټوک د۲۶ مخ داتمې برخې په لومړۍ سندره کې دپکهت ( پښتنو ) په اړوند داسې لولو:

(( ای ایندرا!( ایندرا په آریایی قبیلو کې دجګړې رب النوعه و ) ته ډیر لوی یې ، ستا نه غواړو چې موږ ته پیه ورې غواوې راکړې لکه مدهه پاتې تیا اونی پا تیا ( ددوو شاعرانو نومونه دي ) او هم دکنوا ټبر ، شهزاده ترا سادسیو، دساو راجا اود پکهت ( دپښتنو واکمن)ته دې چې ورکړي دي ))

دپورتني سرود نه څرګندیږي چې ایندرا ( دجګړې رب النوعه ) دپښتنو پر واکمن ( پکهت ) ډیر مهربانه واو ډیره لوریينه یې پرې درلودله.

۴-دویدي سرودونو ددویم ټوک د۴۶۵ مخ دلسمې برخې په ۶۱ سندره کې دپکهت(پښتون) یادونه داسې شوي ده :

((هغه سندرغاړي چې دجګړې په تودولو کې دادعا لوستله چې په جګړې کې پر اسونانو بری ومومي ، نوهغه وخت ډیر سخي رب النوعه دپکهت ( دپښتنو واکمن ) مور او پلار وژغورل نویې پر اووهوتاو(روحاني عالمان ووچې ددوی په وړاندې به خلکو قربانۍ کولې ) یرغل وکړ اوشیاوانا ( دیوه پخواني شاعر زوی ) دښکلواوښایسته سوغاتونو اوتحفو په وړاندې کولو سره دقرباني ځای په خوشبویو څیزونو چمتو کړی و او توروایانا(دپښتنو دیوه پاچا نوم دی) دبهاند سیند او سیلاو په څیردنذرانې مشروبات راتوی کړل چې ځمکه زرغونه او آباده کړي ))

۵- ((شیاوانا دآسونا ( آاسون) له رب النوعه سره مینه درلودله .ده دقربانۍ ځای په مشکو او عنبروخوشبویه کړ چې دپکهت ( پښتنو پر واکمن) بری ومومي ، خو ایندرا ( دجګړې رب النوعه ) دپښتنو پر خوا ودرید ، هغه قرباني یې منعه کړه هوتانان ( هغه روحانیون چې لویې اوسترې قربانۍ به ددوي په لاس کیدلې )او هلته دقربانۍ ځای ته راغلي وو هغوی یې له هغه ځایه وشړل ، په پایله کې دپښتنو واکمن دایندرا دخوښۍ لپاره دبهاند سیند په شان مشروبات وبهول او پر خپل دښمن شیاوانا باندې بریالی شو))

دپورتنیو ویدي سرودونونه جوتیږی چې ایندرا ( دجګړې رب النوعه ) تل دپښتنو مرسته کوله او پښتانه پرې ګران وو ، ځکه دوی دتوري خلک وو او ایندرا توریالي خلک خوښول.همداراز د ویدي سرودونو په اووم منډالا ( ټوک) کې موږ دپښتنو دځینو سیمواو قبیلو نومونه هم لیدلای شو لکه : دبړیڅو قبیله چې دبریسایا په بڼه راغلي ده. دهراوت چې دروزګان ولایت یوه ولسوالي ده او دهراوتي په بڼه راغلې ده . بلهیکا(بلخ)، الینا ( دنورستان خلک) ، کابل ( کوبها) ، لغمان ( لمپاکا)، بهالانا ( دبولان یا لغمان خلک) اپریدي ( اپاریتي)،ګومل (ګومتي)،ګندهارا اونور…

باید داخبره هم زیاته کړمه چې په ویدي سرودونو کې دپکهت کلمه کله ټول پښتون قام ته اطلاقیږي او کله هم پکهت ( دپښتنوپاچا یا واکمن ) ګڼل شوی دی.

داوهغه لنډ شانته معلومات چې ما د و يدا (بيد) اوپه ویدي سرودونو کې دپښتنواو دپښتنو دقبیلو اوځایونو دنومونو په اړوند تاسو ته وړاندې کړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.