په ترکیه کې پر بې برخليکه افغانانو څه تېرېږي؟

799
24 ساعتونه مخکې

ترکیې ته تللي افغانان، په ځانګړي ډول خبریالان او مدني فعالان د ترکيې د پوليسو له چلند څخه شکایت کوي. خو په هغه هيواد کې د افغانستان سفارت وايي چي هغه کسان چي شکايت کوي په غير قانوني توګه يې دغه هيواد ته ځانونه رسولي دي.

دغه افغانان چې د اروپايي هېوادونو په تکل له وطنه وتلي، اوس په ترکيه کې بند پاته او ټولې لارې يې پر مخ تړل شوي دي. په ترکيه کې بند پاتې افغانان وايي چې پولیس هره ورځ په لسګونو افغانان نیسي او بیا یې وروسته ډیپورټ کوي.

په ترکيه کې یوه افغان خبریال د نوم او غږ نه خپرولو په شرط هغه هيواد ته په ناقانونه لارو د ورغلیو خبریالانو حال له دویچه ویله سره شریک کړ او ویې ویل، ډېر افغان خبریالان له دې امله چې کور په کرایه نه شي نیولی تر ډېره د قاچاقچیانو په داسې خونو کې ژوند کوي چې د ژوند له پاره هېڅ برابرې نه دي.

ده وویل، د طالبانو له راتلو وروسته ترکیې ته تللي افغانان، خبریالان، مدني فعالان، د مخکیني حکومت ځینې مامورین او د پوځ غړي د ترکي پولیسو له ډاره له خپلو ځایونو نه وځي او که وځي هم، نو په ډار او ویره کې ژوند کوي.

هغه وويل چې په استانبول کې یې له افغان کونسلګرۍ سره د مرستې په پار اړیکه کړې وه، خو هغوی منفي ځواب ورکړ او اوس نه پوهېږي چې له چا مرسته وغواړي. دی افغان خبریال وویل، ترکیه کې د ملګرو ملتونو او د نورو هېوادونو سفارتونو له دې امله افغان خبریالانو ته د رد ځواب ورکړی، چې دوی ترکیې ته غیر قانوني ورغلي دي.

افغان خبریال اکمل ظاهر هم دویچه ویله ته وویل چې ترکیې د افغانانو له پاره شرایط سخت کړي او دغه هيواد له افغان کډوالو سره د ده په ټکو، بد چلن کوي.

هغه وویل، ترکي پولیس افغانان نیسي، وهي یې او بیا یې وروسته افغانستان ته ډیپورټ کوي: «افغان خبریالان په ډېرو ستونزو کې دي، ډېر یې په ناقانونه لارو راغلي. بهر نه شي ګرځېدای. د خبریالانو او مدني فعالانو په نوم عام خلک بهر هېوادونو ته لاړ. خو خبریالان واقعآ په ستونزو کې دي. هغوی ته پام نه دی شوی. که په ترکيه کې افغان خبریالانو ته پام ونه شي، حالت یې نور هم خرابېږي.»

یو بل افغان خبریال چې غواړي نوم او غږ یې خپور نه شي دویچه ویله ته وویل، شپږ میاشتې مخکې وروسته له هغې چې کابل کې د طالبانو له لوري له نیولو وروسته ووهل شو، د خپل ژوند د ژغورني په پار یې په ناقانونه لارو ځان ترکیې ته ورساوه، خو اوس هلته بې برخلیکه پروت دی او هېڅ لوری نه ورمعلومېږي.

خبریال او ټولنیز فعال فیصل نظامي چې اوس ترکیه کې دی دویچه ویله ته وویل، په هېواد کې د نظام له بدلون وروسته شاوخوا اته میاشتې مخکې د خپل ژوند ژغورلو په نیت په غیرقانوني ډول ترکیې ته تللی، خو اوس په دغه هېواد کې له ګڼو ستونزو او نامعلوم برخلیک سره مخ دی: «موږ په ترکیه کې له ګڼو ادارو سره اړیکه ونیوله، چې موږ ته د قانوني اسنادو برابرولو زمینه برابره کړي، خو هېچا مثبت ځواب رانه کړ.»

ترکیې ته تللي افغانان وايي چې په دغه هيواد کې افغان سفارت، د نورو هيوادونو سیاسي استازولیو، د خبریالانو ټولنو او په دې برخه کې نورو فعالو ادارو هېڅ راز مرسته نه ده کړې او دوی له دې امله «سخت زورېږي.»

خو په ترکیه د افغانستان سفیر امین رامین، دویچه ویله ته وویل، هغه افغانان چې په قانوني ډول ترکیه کې اوسي د دوی له خدماتو برخمن دي، خو هغه افغانان چې په ناقانونه ډول هلته اوسيږي، دوی کوښښ کوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مرسته ورسره د اسنادو په برابرولو کې مرسته وکړي.

نوموړي د افغانانو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګنې دوی یې غږ نه اوري: «دوه ډوله افغانان راځي. یو هغه چې کار ته راځي او بیا موږ ته مراجعه کوي، موږ اسناد ورکوو او هغوی ته د کار اجازه ورکول کېږي. بل ډول یې هغه دي چې په غیرقانوني ډول راځي بیا یې پولیس نیسي او مراکزو ته یې وړي، چې بیا وروسته یې ډيپورټ کوي.»

په ترکيه کې ځيني افغانان په داسي حال کې شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د دغه هيواد حکومت، په ناقانونه توګه ورغلي تر دوو زرو زيات افغانان بېرته افغانستان ته اخراج کړي دي.

له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي له دغه هيواد څخه د خلکو وتل پیل شوي، چې ډېر شمېر یې لا هم خپلو اصلي منزلونو ته نه دي رسېدلي او په نورو هيوادونو کې له ستونزو سره مخ دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.