د چین په سوداګریزو توکو بار اورګاډی بلخ ولایت ته راورسېد

914

د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چین د ګډ اقتصادي دهلېز اړوند په سوداګریزو توکو بار لومړی اورګاډی بلخ ولایت ته راورسېد. د دغه اقتصادي دهلېز هوکړه د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چین هېوادونو د استازو ترمنځ د روانې مياشتې په ۱۹ مه شوې وه چې نن یې رسمي پرانيسته وشوه. د اړوندې موضوع په اړه جوړ شوو مراسمو ته د بلخ والي قدرت الله ابو حمزه وویل چې د افغانستان حکومت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو سياسي او اقتصادي اړيکو غوښتنونکی دی. ده وویل دغه اقتصادي دهلېز به د اړوندو څلورو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ډېرې پياوړې کړي. دغه راز د بلخ سوداګرۍ او صنعت خونی رییس اسدالله اسدي وويل دغه اقتصادي دهلېز د سوداګرو لپاره لويه اسانتیا برابره کړې ده. د بلخ د حکومتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، په دغه ننني اورګاډي کې ۱۲ کانټینر د افغان سوداګرو د موټر او موټرسايکلو پرزې او ماشينونه بار دي چې د ۱۲ ورځو په موده کې له چين څخه افغانستان ته رارسېدلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.