د خلکو خپل یو هېواد لېبرالېزم ملت ته اړتیا لري

ژباړن: هجرت الله اختیار

1,083

د خلکو خپل یو هېواد

A Country of Their Own

لېبرالېزم ملت ته اړتیا لري

Liberalism Needs the Nation

لیکوال: فرانسیس فوکویاما

ژباړن: هجرت الله اختیار

(می/ جون ۲۰۲۲)

لېبرالېزم په خطر کې دی. د لېبرال ټولنو بنسټ د توپیر پر تحمل ایښودل،‌ د افرادو حقونو ته پر درناوي او د قانون پر حاکمیت ایښودل شوی دی؛ خو دا چې نړۍ له ډیموکراټیک شاتګ او یا هم زړه تنګون څخه ځورېږي، نو د لېبرال ټولنو پورته یاد شوي‌ټول بنسټونه تر خطر لاندې دي.‌ د آزادۍ کور یا Freedom House د څېړنو پر بنسټ په نړۍ کې د سیاسي حقونو او مدني آزادیو تحقق له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې مخ پر ځوړ راروان دی. کله چې ګورو چې په نړۍ کې اټوکراټ یا مطلق العنان حکومتونه لکه چین او روسیه د ځواکمنېدا په حال کې دي؛ د ترکیې او هنګري په څېر هېوادونو کې لېبرال او یا هم په نوم لېبرال بنسټونه د له منځه تګ په حال کې دي؛ او د هندوستان او متحده ایالاتو په څېر ډیموکراسۍ چې د شا ته تګ په حال کې دي، نو له دې ټولو معلومېږي چې د لېبرالېزم له پښو غورځېدل ښکاره او یقیني کېږي. په دې ټولو قضیو کې د نالېبرالېزم راپورته کېدا ته نیشنلېزم یا ملتپالنې ځواک ورکړی دی. نالېبرال رهبرانو، د هغوی ګوندونو او د هغوی متحدینو ټولو د نیشنلیستي منطق په زور په خپلو خپلو ټولنو پراخه کنټرول تر لاسه کړی دی. دوی خپل مخالفان په خپلو خپلو ټولنو کې په بې اړیکو او بې ریښو خواصو (ممتازو وګړیو)، شنډو جهانغوښتونکيو او د نړیوالتوب پلویانو په توګه تورنوي. دوی ادعا لري چې د خپلو خپلو هېوادونو اصلي استازیتوب دوی کوي او د خپلو خپلو هېوادونو اصلي ساتندویان هم دوی دي. ډېر لږ پېښېږي چې  نالېبرال رهبران دې خپل لېبرال سیالان د ناموثرو او د خلکو له واقعي ژوند څخه د لرې پاتې شویو اشخاصو په توګه مسخره کړي. بلکې زیاتره وخت او په زیاترو ټولنو کې دوی د دې پر ځای چې خپل سیالان یا رقیبان د خپلو سیاسي سیالانو یا رقیبانو په توګه وګڼي، د ټولنې پر وړاندې یې د ګنهګارو او د خلکو د دښمنانو په توګه ترسیموي.

که د لېبرالېزم طبعیت ته وګورو، نو په حقیقت کې د لېبرالېزم همدغه طبعیت دی چې پر ځان یې د مخالفانو دغسې حملو ته زمینه برابره کړې ده. په لېبرالېزم کې تر ټولو ستر او اساسي اصل تحمل دی. په دې مانا چې دولت خلکو ته عقاید،‌ هویتونه او یا هم کوم بل ډول دوګم یا باور نه تجویزوي. له کوم وخته چې په اوولسمه پېړۍ کې لېبرالېزم د سیاست د تنظیموونکي اصل په توګه رامنځته شو، له هماغه مهاله یې سیاست نه دی پرېښی چې د ((ښه ژوند)) جوړولو ته پام وکړي، البته هغسې ((ښه ژوند)) چې یو مشخص دین،‌ اخلاقي دوکتورین او یا کولتوري دود یې تعریفوي، بلکې د دې پر خلاف یې خپل ژوند تر داسې شرایطو لاندې ساتلی دی چې خلک نه شي کولای د ((ښه ژوند))‌ په اړه سره یوه خوله شي.

په دې برخه کې د لېبرالېزم نامشخص طبعیت یوه معنوي‌ خلا رامنځته کوي او همدا خلا د دې لامل کېږي چې وګړي پر خپلو خپلو لارو لاړ شي او د ټولنې د واقعي احساساتو ډېره لږه عملي تجربه له ځانه سره واخلي. لېبرال سیاسي اصول ګډ ارزښتونه غواړي، لکه تحمل، جوړجاړی، بحث او مباحثه؛ خو دا ارزښتونه هغه ژورې احساساتي ریښې نه شي تغذیه کولای، کومې چې په کلکو ګنډل شویو دیني او قومي – ملي ټولنو کې موندل کېږي. واقعیت دا دی چې لېبرال ټولنو زیاتره د یوې بې هدفه مادي ځانخوښۍ تر لاسه کول هڅولي دي.

د لېبرالېزم تر ټولو مهمه نقطه چې له پېړیو راهیسې په لېبرالېزم کې شته، هغه یې عملي اړخ دی. یانې په عمل کې لېبرالېزم دا توانايي لري چې په یوه ګڼمېشتې ټولنه کې تنوعات (بېلابېلوالی) په ښه ډول مدیریت کړي. که څه هم د تنوع د ډولونو په اړه هم یو محدودیت شته دی چې لېبرال ټولنې یې د مدیریت توانايي لري.‌ په دې مانا، که چېرې یوه زیاته اندازه خلک لېبرال اصول رد کړي او وغواړي د نورو وګړیو بنسټيز حقونه محدود کړي او یا هم که چېرې اتباع پر تاوتریخوالي لاس پورې کړي چې ځان ته خپله یوه لار ومومي، نو په دې صورت کې لېبرالېزم په یوازې ځان نه شي کولای چې سیاسي نظم وساتي. او که چېرې متنوع ټولنې له لېبرال اصولو څخه سرغړاوی وکړي او هڅه یې دا وي چې د ((ښه ژوند)) پر بېلابېلو  اصلي لیدلوريو لکه ملي هویتونو، نژاد، قوم، مذهب او نورو باندې خپل بنسټونه ودروي، نو دوی په حقیقت کې یو له وینو ډک بحران ته ورګرځېدونکي دي. له دغسې هېوادونو څخه ډکه یوه نړۍ به له شک پرته ډېر ماته ماته او له جنجالونو ډکه وي او تاوتریخوالی به په کې هم ډېر زیات وي.

د لېبرالانو لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې دوی د ملت او نیشنلېزم پر ایډیالوژۍ تېرونه وځي. دوی بایده دي چې دا حقیقت درک کړي چې هېڅ شی نه شي کولای چې د ملي ـ دولتونو له اوسنۍ نړۍ سره د لېبرالېزم نړیپالنه (Universalism of Liberalism)  ناجوړه (ورانه) کړي. ملي هویت د جوړښت او توافق وړتیا لري او دا توانايي هم لري چې داسې بڼې غوره کړي چې لېبرال هیلې منعکس کړي او دا چې د خلکو په ذهنونو کې د وحدت یو احساس تداعي کړي او دا احساس د خلکو یوې لویې کتلې ته ورسوي.

د ملي هویت د اهمیت د  تلپاتېتوب د اثبات لپاره تر ټولو غوره دلیل پر اوکراین د روسیې یرغل دی.‌ روسی جمهور رئیس ولاديمیر پوتین ادعا وکړه چې اوکراین له روسیې څخه بېل کوم هویت نه لري او دا چې څنګه پرې یرغل پیل شي، نو دا هېواد به راوپرځېږي. خو د دې پر ځای چې اوکراین رښتیا هم راوپرځېږي، د روسیې له یرغل سره سم اوکراین خپل سرسخته مقاومت پیل کړ او د اوکراین د مقاومت یوازینی دلیل دا کېدای شي چې د اوکراین خلک د یو خپلواک او لېبرال ډیموکراټیک اوکراین نظریې ته وفاداره دي او نه غواړي چې په یوې مفسدې او له بهر څخه راواردې شوې رهبرۍ کې ژوند وکړی.‌ اوکراینیانو په ډېرې زړورتیا سره واضحه کړه چې دوی غواړي د لېبرال ایډیالونو لپاره مړه شي، خو دا مرګ یوازې هغه مهال قبلولای شي چې دغه لېبرال ایډیالونه په داسې یو هېواد کې تحقق پیدا کړي چې دوی ورته خپل هېواد ویلای شي.

د لېبرالېزم معنوي تشه:

لېبرال ټولنې هڅه کوي چې خپلو خلکو ته د ملي هویت یو مثبت لیدلوری وړاندې کړي. د لېبرالېزم تر شا چې کوه تېوري ده، هغه تیوري د ټولنو له شاوخوا څخه پولو په ایستلو کې او د دې په تشریح کې له لویو ستونزو سره مخ دي چې خلک د دې پولو له داخل او بهر نه د څه څه شي پوروړي دي. دا ځکه چې تیوري د نړيپالنې د ادعا پر سر ولاړه ده. لکه څرنګه چې د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې څخه برداشت کېږي چې ((ټول انسانان آزاد زېږي او په حقونو او حیثیت کې سره یو دي))، همدرانګه دا چې ((هر یو په، پرته له هر ډول توپیر لکه د نژاد، رنګ، جنس، ژبې، دین،‌ سیاسي او بل فکر، ملي او ټولنیزې منشاء، د زېږېدا او بل حالت په پام کې نیولو څخه، په دې اعلامیه کې د راغليو آزادیو او حقونو څخه برخمن دی.)) لېبرال خلک په توریکي لحاظ د بشري حقونو د نقض په اړه اندېښمن دي، دوی ته مهمه نه ده چې د بشري حقونو دغه نقض د نړۍ په کوم ګوټ کې پېښېږي. ډېر لېبرالان د نیشلیستانو له نورو څخه بېلوونکې تړلتیاوې نه خوښوي او فکر کوي چې دوی ((د نړۍ اتباع یا Citizens of the World)) دي.

د نړيپالنۍ ادعا سخته ده چې د پر ملي دولتونو د نړۍ له وېش سره پخلا شي. د بېلګې په توګه د ملي تر اوسه پورې د ملي پولو د ترسیم د څرنګوالي په اړه هېڅ واضحه لېبرال تیوري شتون نه لري. همدا نیمګړتیا یو داسې زیان دی چې د لېبرال ټولنو ترمنځ د سیمو د بېلوالي پر سر ستر ټکرونه رامنځته کړي دي چې ښې بېلګې یې کاتالونیا، کیوبیک او سکاټلینډ دي او همدارنګه په لېبرال هېوادونو کې له مهاجرینو او پناه غوښتونکيو سره د عام برخورد پر سر موجود اختلافونه د یادو ټکرونه بېلګه کېدای شي. پاپولیسټانو، د بېلګې په توګه پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، د لېبرالېزم د نړۍ پالنې هیلو او د نیشنلېزم د راوړو شویو ادعاوو ترمنځ دغه ناجوړتیا د یو ځواکمن اغېز لپاره وچلولوله. نیشنلیتان شکایت کوي چې لېبرالیستانو د ملي ټولنو بنسټونه له منځه وېوړل او پر ځای یې د جهانپالنې Cosmopolitanism بنسټ کېښود چې له مخې یې په لرې هېوادونو کې د خلکو هم هوغومره خیال باید وساتل شي څومره چې د هېواد په داخل کې ورسره د یو ځای اوسېدونکيو خلکو خیال ساتل کېږی. د نولسمې پېړۍ نیشنلیستانو د ملي هویت بنسټ بیالوژي ګڼله او باور یې درلود چې د ملي ټولنو ريښې په ګډو پښت (پخوانيو نیکونو) پورې تړل شوي دي.‌ همدا فکر ځینو اوسمهالو نيشنلیستانو هم منلی دی. ښه بېلګه یې د هنګري لومړی وزیر ویکټور اوربان دی چې د هنګري ملي هویت یې د ماګیار قومیت Magyar Ethnicity پر بنسټ تعریف کړی دی.

ځینې نور نیشنلیستان لکه اسرایلی عالم یورام حزوني غواړي چې د شلمې پېړۍ قومي-نیشلنېزم (د قوم پر بنسټ ولاړه ملتپالنه) اصلاح کړي. د دې خلکو استدلال دا دی چې ملتونه له یو بل سره نښتي کولتوري واحدونه رامنځته کوي چې دغه واحدونه خپلو غړیو ته اجازه ورکوي چې له یو بل سره د ډوډۍ خوړلو، رخصتيو، ژبې او داسې نورو لویو دودونو شراکت وکړي. د امریکايي دودپاله مفکر پاټریک ډینین په ګومان لېبرالېزم یو کولتور ضد جوړښت رامنځته کوي چې په دې سره تر لېبرال دمخه حالت ټول کولتوري جوړښتونه له منځه وړي. لېبرالېزم د دولت د ځواک په کارولو سره خپل وجود ښکاره کوي او د شخصي ژوند هر اړخ کنټرولوي.

تر ټولو مهمه دا ده چې ډینین او نورو دودپالو پر اقتصادي نیولېبرالانو راباندې کړي دي او د مارکېټ (بازار) پانګوالۍ Market Capitalism پر ملامتۍ یې خولې پرانیستي دي چې اقتصادي نیولېبرلانو او د مارکېټ پانګوالۍ د کورنۍ، ټولنې او دود ټول ارزښتونه له منځه وړي دي. د پایلې په توګه د شلمې پېړۍ وېشنې (ټولۍ) چې سیاسي کيڼ او ښي یې د اقتصادي ایډیالوژۍ د اصطلاحاتو په توګه تعریف کړي دي، له اوسنيو واقعیتونو سره جوړ نه راځي، اوسنی واقعیت دا دی چې ښي اړخي ګروپونه غواړي د دولت ځواک ته د کارونې داسې بڼه ورکړي چې اقتصاد او ټولنیز ژوند پرې دواړه تنظیم کړای شي.

د نیشنلیستانو او دیني دودپالو ترمنځ هم پاموړ رانغاړلی Overlap حالت شتون لري. د هغو دودونو ترمنځ چې اوسمهالي نیشنلیستان یې ساتل غواړي، یو هم دین دی. په همدې خاطر په پولینډ کې د قانون او عدالت ګوند د پولینډ له کاتولیکي کلیسا سره ډېر نږدې اتحاد جوړ کړی دی او په دې وروستیو کې یې  د سقط جنین او همجنسو ترمنځ د واده په اړه چې لېبرال اروپا یې ملاتړ کوي، د کاتولیکي کلیسا ډېر کولتوري شکایتونو رااخیستي دي.  په ورته توګه دیني دودپالان زیاتره ځانونه وطنپالان هم ګڼي، دا خبره په ځانګړې توګه د امریکايي انجیلپالانو په حق کې صدق کوي. همدوی و چې د ټرمپ ((بېرته امریکا راستره کړئ یا Make America Great Again)) خوځښت هسته یې تشکیلوله.

پر لېبرالېزم د دودپالو اصلي نیوکه چې لېبرال ټولنو داسې ځواکمنه او عامه اخلاقي هسته نه ده ایجاد کړې چې پر شاوخوا یې ټولنه راجوړه شي، رښتیا ده. همدا په واقعیت کې د لېبرالېزم یوه څېره ده. د دودپالو لپاره پوښتنه دا ده چې آیا داسې یوه واقعي لار شته چې په واسطه یې موږ وخت بېرته شا ته وګرځوو او له سره د لویې پیمانې یو اخلاقي نظم پر ټولنه تحمیل کړو؟ یو شمېر امریکايي دودپالان هیله لري چې د دوی له تصور سره سم به هغه وخت ته به وروګرځي چې په معنوي لحاظ د متحده ایالاتو هر اوسېدونکی مسیحي و. خو دا هم یو واقعیت دی چې اوسنۍ موډرنې ټولنې په مذهبي لحاظ په شپاړسمه پېړۍ کې د اروپا د مذهبي جګړو له مهاله ډېرې متنوع دي. دغه نظریه چې بېرته به پر ټولنو هغه ګډ اخلاقي دود عملي شي چې مذهبي عقاید یې تعریفوي، نه عملي کېدونکې ده. هغه رهبران چې هیله لري دغه ډول احیا به تر اغېز لاندې راولي، لکه نریندرا مودي چې د هندوستان هندو نیشنلیست لومړی وزیر دی، په حقیقت کې خپلو ټولنو ته د ټولنیز تاوتریخوالي او زورزیاتي بلنه ورکوي. مودي پر دې هر څه ښه پوهېږي. هغه د لویدیځ ایالت ګوجرات لوی وزیر و، کله چې هلته په ۲۰۰۲ز کال کې ټولنیز پاڅونونه پیل شول او په پایله کې یې زرګونه ووژل شول چې زیاتره یې مسلمانان وو. له ۲۰۱۴ز کال راهیسې چې مودي لومړی وزیر شوی دی، هغه او ملګرو یې هڅه کړې ده چې د هندوستان ملي هویت په هندوییزم او هندي ژبې پورې وتړي، دا کار یو لوی بدلون دی له هغه حالت څخه چې د هندوستان لېبرال بنسټ ایښودونکيو د دې هېواد بنسټ پر سیکولار ګڼپالنې ایښی دی.

نه تښتېدونکی دولت:

د نړۍ په سطڅه به لېبرال ځواکونه د یو ځواکمنې انتخابي وسیلې په توګه نیشنلېزم ته لمن غوړوي. لېبرالانو شاید هڅه کړي وي چې د نیشنلېزم او هېوادپالنې دغه حس خنثی کړي، خو دوی ته په کار دي چې دا هم په پام کې ونیسي چې ملت د ځان پر خلاف راونه پاروي.

لېبرالېزم له هغو جنجالونو سره سره چې د نړۍ پالنې په برخه کې یې لري، بیا هم ښايي په سختۍ د نیشنلېزم له ایډیالوژۍ سره غاړه شي، خو یو کېدای نه شي، دواړه شونې ده چې سره پخلا شي. د لېبرالېزم موخې په یوې داسې نړۍ کې چې پر ملي دولتونو وېشل شوې ده، د تر لاسه کېدا وړ دي. ټولې ټولنې د ځواک په کارولو سره غواړي چې خپل داخلي نظم هم وساتي او هم له بهرنيو دښمنانو څخه ځان وژغوري. یوه لېبرال ټولنه دا کار د یو ځواکمن دولت په رامنځته کولو سره کوي، خو بېرته د دولت ځواک د قانون د حاکمیت تر عنوان لاندې محدودي. د دولت ځواک په حقیقت کې د ټولنیز تړون پر بنسټ رامنځته کېږي. دا ټولنیز تړون د خودمختاره افرادو ترمنځ کېږي چې له مخې یې دوی خپل ځینې حقونه د دې لپاره له لاسه ورکوي چې د دولت تر ساتنې لاندې راشي. د دولت ځواک د قانون له مخې هغه مهال مشروعیت پیدا کوي چې ټول یې ومني او که چېرې پر ټولنه لېبرال ډیموکراسي حاکمه وي، نو د مشروعیت بنسټ یې عامې ټاکنې دي.

لېبرال حقونه که د دولت له خوا تحقق پیدا نه کړي، نو بې مانا دي. دولت د مشهور جرمني ټولنپوه ماکس ویبر د تعریف له مخې پر یو معلوم قلمرو د مشروع ځواک د انحصار نوم دی. د دولت د قلمرو ساحه تر ټولو هغو سیمو پورې رسېږي چېرته چې د دولت رامنځته کوونکي ټولنیز تړون کوونکي مېشت وي. هغوی چې د قلمرو له ساحې څخه بېرون اوسېږي، هم د حقونو درلودونکي دي او حقونو ته یې بایده دي چې درناوی وشي، خو اړینه نه ده چې دولتي ځواک دې پر په زوره عملي شي.

په همدې خاطر دولتونه چې د صلاحیت معلوم قلمرو په خپل واک کې لري، مهم سیاسي لوبغاړي ګڼل کېږي. ځکه همدوی دي چې د مشروع ځواک له تمرین څخه ګټنه کولای شي. په اوسنۍ نړۍ کې چې نږدې یو کلي ته ورته ده، د ځواک اطلاق په پراخه پیمانه پر بېلابېلو عناصرو کېږي. په دې عناصرو کې له څو میلیتي شرکتونو څخه نیولې تر غیر انتفاعي ډلګيو او تر تروریستي سازمانونو پورې راځي. حتا تر ملتونو لوړ عناصر لکه اروپايي اتحادیه او د ملګرو ملتونو سازمان هم په کې شاملېدای شي. په نړیواله سطحه د ځینو لویو ستونزو لکه نړیوالې تودوخې او یا هم ټولخپرېدونکې ناروغیو (پانډمیکونو) په اړه همغږي تر بل هر وخت اوس اړینه ده، خو دا مسئله بیا هم دولتونو ته ورترغاړې ده او یوازې د ځواک یو مشخص عنصر نه شي کولای چې د تهدید په کارولو سره او یا هم عملاً د ځواک په کارولو سره اصول عملي کړي. بیا هم د ټولو سترګې ملي دولتونو ته دي.

هغه اصول چې اروپايي اتحادیې وضعه کړي دي او یا هم د نړیوال ټرانسپورټ ټولنې وضعه کړي دي، د عملي کولو لپاره یې دواړه بیا هم ملي دولتونو ته اړتیا لري، نه اروپايي ټولنه او هم نه هم د نړیوال ټرانسپورټ ټولنه کولای شي چې یو هېواد ته خپل پولیس واستوي تر څو هلته د دوی قوانین او اصول عملي کړي.‌ دوی په دې برخه کې پر ملي دولتونو ځکه تکیه کوي چې ملي دولتونه یوازیني عناصر دي چې د قوانینو د عملي کولو مطلقه توانايي لري. باید له یاده ونه باسو چې اوسمال ګڼ شمېر داسې نړیوال قوانین لرو چې د ملي سطحې قوانینو ځایناستي شوي‌ دي. د بېلګې په توګه د اروپايي اتحادیې د (acquis communautaire,) اصل چې د کامن لا حقوقي نظام د سوداګریزو شخړو د حل و فصل اصل دی. خو بیا هم د دغه نړیوال اصل د تطبیق لپاره د دولتونو همکاري اړینه ده چې په ملي سطحه تطبیق شي. که چېرې د اروپايي اتحادیې غړي دولتونه د پالیسۍ پر یوې مهمې موضوع سره مخالف شي، لکه څرنګه چې دوی په ۲۰۱۰ز کال کې د یورو د بحران پر مهال او په ۲۰۱۵ز کال کې د مهاجرینو د بحران پر مهال سره مخالف شول، نو پرېکړه به بیا هم د اروپايي اتحادیې د قانون له مخې نه کېږي، بلکې د غړیو دولتونو د اړونده ځواک له مخې به پرېکړه کېږي. نهايي ځواک د ملي دولتونو هر اړخیزه توانايي ده، په دې مانا چې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله سطحه د ځواک کنټرول لا هم خپل اهمیت له لاسه نه دی ورکړی.

په همدې خاطر د لېبرال نړۍ پالنې او د ملی دولتونو د اړتیا ترمنځ کوم ټکر نه تر سترګو کېږي. که څه هم د بشري حقونو اصولي (Normative) ارزښتونه به ښايي نړیوال Universal وي، خو د تحقق او عملي کېدا ځواک یې نه دی نړیوال، بلکې د بشري حقونو د اصولي ارزښتونو د تحقق او عملي کېدا ځواک یوازې او یوازې په یوې معلومه جغرافيوي Territorially لار عملي کېدای شي. د یو لېبرال دولت دا عمل چې خپلو اتباعو او غیراتباعو ته د بېلابېلو سطحو د حقونو پر ورکړې قایل وي، په بشپړه توګه د توجیه وړ دی، ځکه چې هېڅ داسې سرچینه یا حکم نه شته چې دی (لېبرال دولت) دې مکلف کړي چې په نړیواله سطحه دې د حقونو ساتنه وکړي. ټول خلک د یو قلمرو په داخل کې د قانون تر مساوي حاکمیت لاندې دي، خو په ټولنیز تړون کې یوازې د همدغه قلمرو (دولت) اتباع په ټوله مانا شامل دي چې همدوی ته یې ځانګړي حقونه او مسوولیتونه (دندې) ورکړي دي. د بېلګې په توګه د رایې ورکونې د حق یادونه کولای شو.

دا حقیقت هم باید له یاده ونه ایستل شي چې کله دولتونه د ځواک کارونې یوازیني عناصر دي، نو بایده دي چې له ملتونو څخه د لوړو عناصرو د ایجاد په وړاندیزونو او دغسې عناصرو ته د ځواک د لېږد په برخه کې له احتیاط څخه کار واخیستل شي. لېبرال دولتونه سلګونه کاله تجربه کړي دي او بیا یې دا زده کړې ده چې څنګه په ملي سطحه د قانون د حاکمیت له لارې او د قانون ګذارۍ د بنسټونو له لارې ځواک رامحدود کړي او دا چې څنګه ځواک په یو بیلانس Balance کې وساتي چې کارونه یې یوازې عامه ګټې منعکسې کړي، نه شخصي او انفرادي هغه. خو همدا لېبرال دولتونه په نړیواله سطحه د دغسې بنسټونو د رامنځته کولو په اړه هېڅ کومه نظریه نه لري، په دې مانا چې په نړیواله سطحه دې یوه نړیواله محکمه یا هم یو نړیوال د قانون ګذارۍ بنسټ دا توانايي ولري چې د یو نړیوال اجرايوي ځواک ظالمانه پرېکړې دې ماتې کړي. په سیمه ییزه سطحه اروپايي اتحادیه یو یوې جدي هڅې محصول دی، خو بیا یې هم پایله یو کمزوری سیسټم دی چې په ځینو برخو کې یې لا هم زیاتې نیمګړتیاوې شتون لري (لکه د مالي پالیسۍ او بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې) او همدارنګه د اقتصادي تنظیم په برخه کې هم د ناانډوله ځواک له امله دا سیسټم  نیمګړی دی. باید دا هم هېره نه کړو چې اروپا تر یوې اندازې یو ګډ تاریخي او کولتوري هویت لري، هغه څه چې په نړیواله سطحه نه تر سترګو کېږي.‌ نړیوال بنسټونه لکه د عدالت نړیواله محکمه International Court of Justice او د جزا نړیواله محکمه International Criminal Court لا هم پر دولتونو تکیه دي چې د دوی پرېکړې ورته عملي کړي.‌

جرمني فیلسوف ایمانویل کانت د ((تلپاتې سولې Perpetual Peace)) تصور وړاندې کړی دی. د هغه په نظر تلپاتې سوله د نړۍ هغه حالت دی چې په کې د نړۍ لېبرال دولتونه به نړیوالې اړیکې د قانون په وسیله تنظیموي، نه دا چې بېرته د تاوتریخوالي حالت ته وروګرځي. خو له بده مرغه، پر اوکراین د پوتین یرغل وښوده چې نړۍ لا دغه له تاریخ څخه وروستهPost-historical Moment  حالت ته نه ده رسېدلې او لا هم په لېبرال هېوادونو کې نظامي ځواک د سولې وروستی ساتندوی دی. په همدې خاطر لا هم په ملي دولتونه په نړیوال سياست کې د مهمو لوبغاړو په توګه پاتې دي.

ښه ژوند

یو له هغو معقولو شکونو څخه چې پر لېبرالېزم د دودپالنې په نیوکه کې د پاملرنې وړ دی، هغه پر فردي آزادۍ (فردي خودمختارۍ Individual Autonomy) د لېبرالېزم تاکید دی. لېبرال ټولنې د انساني وقار پر یووالی باور لري، هغه وقار چې ريښه یې د فرد له توانایۍ سره تړلې ده، د فرد د انتخاب Choice له توانایۍ سره. په همدې خاطر دوی غواړي چې دغه آزادي (خودمختاري) د بنسټیزو حقونو د یو مورد په توګه وساتي. که څه هم آزادي یو بنسټیز لېبرال ارزښت دی، خو دغه آزادي د بشر یوازینۍ ښېګڼه نه ده چې په اتومات ډول دې د ښه ژوند پر نورو ټولو لیدلوريو پښې کېږدي. واقعیت دا دی هغه څه چې د آزادۍ په حیث منل شوي دي، دا په تدریجي دول د وخت په تېرېدو سره پراخه شوي دي،‌ له دې څخه پراخه شوي دي چې یو شخص د یو اخلاقي چوکاټ په داخل کې د اصولو د منلو انتخاب ولري. د آزادۍ درناوي دا مانا هم درلوده چې په ټولنه کې د ژورو باورونو (عقایدو) ترمنځ روانه سیالي تنظیم او مدیریت شي، نه دا چې دا ټول باورونه له یوې مخې بدل شي. هر انسان دا فکر نه لري چې د هغه د فردي آزاديو اضافه کول به د هغه د ژوند تر ټولو مهم هدف وي او یا هم دا چې د هرې موجودې واکمنۍ Authority واک ننګول به خامخا یوه ښه چاره وي. ډېر خلک شته دي چې په خوښۍ سره خوښي چې د خپل انتخاب آزادي هغو مذهبي یا اخلاقي چوکاټونو ته په ننوتو سره محدوده کړي چې دوی له نورو خلکو سره تړي او یا هم مني چې میراثي کولتوري دودونو کې په پاتې کېدلو سره دې یې آزادي محدوده شي. د متحده ایالاتو د اساسي قانون درېیم تعدیل څخه موخه هم د دین آزادانه تمرین دی، نه دا چې خلک له دین څخه وساتي.

بریالۍ لېبرال ټولنې خپل کولتور او د ښه ژوند په اړه خپل فهم لري. که څه هم د ښه ژوند په اړه به د دوی لیدلوری ډېر کوچنی وي، نسبت هغو ټولنو ته چې په واحد اصل تړل شوي وي. دوی د هغو اصولو په اړه بې طرفه نه شي پاتې کېدای کوم چې د دوی د لېبرال ټولنو ګڼلو لپاره اړین دي.‌ دوی ته اړین دي چې د عامه ویښتیا، زغم، آزادنظرۍ ترمنځ لومړیتوبونه وټاکي او په دې ډول عامه چارې په فعالانه ډول مدیریت کړي. دوی اړتیا لري چې د نوښتونو، تشبثاتو، او د خطر قبولو ستاینې وکړي، که چېرې دوی غواړي چې په اقتصادي ډول ځانونه نېکمرغۍ ته ورسوي. هغه ټولنې چې وګړي یې یوازې د خپلو ګټو ليدلو لپاره درونګرا وي، د دې لپاره چې د دوی شخصي لګښتونه زیات شي، دا په حقیقت کې ټولنه نه شي کېدای.

دولتونه یوازې د دې له امله مهم نه دي چې دوی مشروع ځواک لري او د تاوتریخوالي د مخنیوي وسیلې ورسره دي. دولتونه د ټولنې یوه واحده منبع هم ده. لېبرال نړۍ پالنه پر یوې سطحې د انسان د ټولنیزوالي د طبعیت پر مخ الوځي. خلک له هغوی سره د ژورې تړلتیا احساس لري، څوک چې ورته نږدې دي، لکه ملګري او کورنۍ، خو که د شاوخوا اجتماع دایره یې پراخېږي، نو د دوی د مسوولیت پذیرۍ احساس د ناچارۍ له مخې کمزوری کېږي. لکه څرنګه چې انسان ټولنې د پېړیو په اوږدو کې رالوې شوې او پېچلې شوي دي، نو په ډراماټیک ډول یې د پیوستون پولې هم د کورنيو، کلیو، قومونو څخه هېوادونو ته پراخه شوي دي. د خلکو احساسات د همدې پولو په دننه کې تاوېږي راتاوېږي، خو بیا هم شته ځینې محدود خلک چې له ټول انسانیت سره مینه لري. خو لا هم زیاترو خلکو ته هېواد د پیوستون تر ټولو ستر واحد دی او ټول اوسېدونکي له خپل هېواد سره یوه طبیعي وفاداري لري. په واقعیت سره همدغه وفاداري ده چې د دولت د مشروعیت سرسخته ملا تړي او دولت ته دا توانايي ورکوي چې حاکمیت ولري. په ځینو ټولنو کې یو کمزوری ملي هویت کولای شي چې ویجاړوونکې پایلې ولري، لکه د ځینو مخ پر ودې هېوادونو له شخړو څخه چې په واضحه توګه ښکاري، ښه مثال یې مینمار او نایجریا دي. ځینې مات دولتونه یې هم ښه مثالونه دي، لکه افغانستان، لیبیا او سوریه.

د لېبرال نیشنلېزم قضیه

دا استدلال هم شونې ده د دودپاله اسرايیلي عالم حزوني له استدلال سره ورته وي. نوموړي په خپل کتاب ((د نیشنلېزم اصلیت The Virtue of Nationalism)) کې چې په ۲۰۱۸ز کال کې خپور شوی دی، نوموړی د ملي دولتونو د حاکميت پر بنسټ د یو نړیوال نظم غوښتونکی دی. هغه د متحده ایالاتو په څېر د لېبرال هېوادونو د تمایل پر خلاف د اخطار په ورکولو سره یو مهم ټکي ته اشاره کوي، لکه متحده ایالات چې د خپل تصور مطابق د نړۍ جوړولو په چاره کې ډېر زیات وړاندې هم ځي. خو هغه په دې ځای کې تېروتی دی چې فکر کوي موجوده ټول هېوادونه کلتوري واحدونه دي او یو سوله ییز نړیوال نظم به هغه مهال رامنځته شي چې ټول هېوادونه هغسې ومنل شي، څنګه چې دي. اوسني هېوادونه په حقیقت کې هغه ټولنیز جوړښتونه دي چې د تاریخي مبارزو په نتیجه کې رامنځته شوي‌ دي. د هغو تاریخي مبارزو په نتیجه کې چې ماتې، تاوتریخوالي، په زور ایل کوونه به ورسره مل وه. په ارادي ډول د ځینو کولتوري سیمبولونو رامنځته کول او ترویجول هم د اوسنيو دولتونو د وجود یو لامل دی. شک نه شته چې ملي هویت به خپل ښې او بدې بڼې لري او ټولنې د بېلابېلو ادارو د تمرین او د ښو او بدو ترمنځ د انتخاب زمینې دي.

په ځانګړې توګه که چېرې ملي هویت د یو لړ ثابتو ځانګړنو پر بنسټ وي لکه نژاد، قومیت، یا هم مذهبي میراث نو په دې صورت کې ملي هویت بیا مساوي وقار په څېر د لېبرال اصل بالقوه نقض کوونکی دی. که څه هم د ملي هویت د اړتیا او د لېبرال نړۍ پالنې Liberal Universalism ترمنځ کوم ټکر نه شته، خو بېشکه چې د دې دواړو اصولو ترمنځ د ټکر د یو بالقوه ټکی شته دی. په دې مانا چې د ثابتو ځانګړنو پر بنسټ ملي هویت شونې ده چې پر یرغلیز Aggressive او نګه نیشنلېزم باندې بدل شي، لکه چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ برخه کې همدغسې وشول.

پر همدې دلیل لېبرال ټولنې باید په رسمي ډول خپل ملي هویت په ثابتو ځانګړنو لکه نژاد، قومیت او یا هم مذهبي میراث باندې ونه ټاکي. شک نه شته چې دا به وخت اخلي چې ټولنې له دې حالتونو څخه تېرې شي او شک نه شته چې لېبرال اصول به د دغو ځانګړنو پر وړاندې ماتېږي. د نړۍ په زیاترو برخو کې قومي او مذهبي ګروپونو د نسلونو لپاره یو قلمرو نیولی دی او په دې قلمرو کې خپل برجسته کلتوري او ژبني دودونه لري او پالي یې. په بالکان،‌ منځني ختیځ، سویلي آسیا او سویل ختیزې آسیا کې قومي او مذهبي هویت په ډیفکټو ډول د زیاترو خلکو هویت او مشخصه ده او په دغو سیمو کې خلک په یو پراخه ملي کلتور کې راټولول په لوړه پیمانه غیرواقعي برېښي. دا هم شونې ده چې د څو کولتوري واحدونو پر شاوخوا یو لېبرال سیاست تنظیم شي، د بېلګې په توګه هندوستان ګڼې ملي ژبې لري او په تېرو وختونو کې یې خپلو ایالتونو ته یې دا اجازه ورکړه چې د تعیم او حقوقي نظام په اړه خپل خپل داخلي قوانین جوړ کړي. فدرالېزم او د فرعي ملي ګروپونو ترمنځ د قدرت وېش هم په ځینو متنوع هېوادونو کې ضروري دي. په دغسې هېوادونو کې قدرت د بېلابېلو هغو ګروپونو ترمنځ وېشل کېدلای شي چې د خپلو  کولتوري هویتونو پر بنسټ وېشل شوي دي، سیاستپوهان دغسې یو سیاسي جوړښت ته Consociationalism وايي. که څه هم دې جوړښت په هالینډ کې په معقوله توګه کار ورکړی دی، خو په ځینو نورو هېوادونو کې لکه په بوسنیا،‌ عراق او لبنان کې یې عملي کولو ډېرې ناګوارې پایلې درلودې. په دغو هېوادونو کې هویتي ګروپونو ځانونه د صفر د حاصل په لوبه کې لیدل. په هغو هېوادونو کې چېرته چې کولتوري ګروپونو ځانونه د ټولنیزو واحدونو په توګه نه وي ګڼلي،‌ نو تر ټولو غوره دا ده چې له خلکو سره د افرادو په توګه تعامل وشي، د دې پر ځای چې د هویتي ګروپ د غړي په توګه وګڼل شي.

له بله اړخه ملي هویت ځینې نور اړخونه هم لري چې په دواطلبه بڼه رامنځته کېږي او په همدې خاطر په پراخه پیمانه شریک شوي دي. د بېلګې په توګه تعلیمي دودونه، تاریخي ادعاګانې (بیانیې Narratives)، ژبه، خواړه او لوبې. کاتالونیا، کیوبیک، او سکاټلینډ ټولې هغه سیمې دي چې له نورو څخه بېل تاریخي او کولتوري دودونه لري او همدوی ملي بېلتونپالي هم لري چې له هغو هېوادونو څخه بېلوالی غواړي، په کوم پورې چې اوسمهال تړلي دي. لا هم یو څه تردد شته دی چې دغه ټولنې به لېبرال ټولنې شي او چې د بېلتونپالو فردي حقونو ته به درناوي وکړي، هغسې چې د چیک جمهوریت او سلواکیا وکړل، کله چې په ۱۹۹۳ز کال کې کله چې دوه بېلابېل هېوادونه شول.

داسې ښکاري چې ملي هویت له ځانه سره یو خطر لري، خو په عین حال کې یو فرصت هم دی. دا یو ټولنیز جوړښت دی، کېدای شي چې دا جوړښت داسې بڼه واخلي چې لېبرال ارزښتونه حمایه کړي، د دې پر ځای چې رد یې کړي. ډېری هېوادونه په تاریخي لحاظ له متنوع نفوس څخه وجود ته راغلي دي، هغسې نفوس چې د سیاسي اصولو او ایډیالونو پر بنسټ له یو بل سره د تړلتیا او وحدت ډېر قوي‌ احساس لري، د دې پر ځای چې ځانونه په نورو تشخیصوونکيو ګروپونو کې وګوري. استرالیا، کاناډا، فرانسه، هندوستان او متحده ایالات ټول هغه هېوادونه دي چې په دې وروستيو لسیزو کې وتوانېدل چې خپل ملي هویتونه د سیاسي اصولو پر بنسټ راجوړ کړي، د دې پر ځای چې پر نژاد، قومیت او یا هم مذهب باندې یې راجوړ کړي. په دوی کې متحده ایالاتو یوه اوږده او دردناکه پروسه طی کړې ده تر څو وتوانېد چې ((امریکاييتوب)) له سره تعریف کړي. دوی پر هغو خنډونو بریالي شول چې اتباعو ته د ټولنیز پوړ، نژاد، جنسیت پر بنسټ مخ وو. که څه هم دا پروسه لا هم نه ده بشپړه شوې او ګڼې ماتې یې لیدلي دي. په فرانسه کې د ملي هویت جوړښت د فرانسې د انقلاب د انساني حقونو او اتباعو د حقونو په اعلامیې سره پیل شو. دې اعلامیې د فرانسې د ایډیال تابعیت بنسټ په ګډې ژبې او کولتور باندې کېښود. د شلمې پېړۍ په نیمايي کې استرالیا او کاناډا هغه هېوادونه وو چې اکثریت اوسېدونکي یې سپین پوستي وو. پر دې سربېره، دې هېوادونو د مهاجرت او نورو ته د تابعیت د ورکړې د محدودیت قوانین هم درلودل، لکه د ((سپینې استرالیا)) شرموونکی قانون چې له آسیا څخه دغو هېواد ته د مهاجرت مخه یې نیوله. خو له ۱۹۶۰ز کال راهیسې دغو دواړو هېوادونو خپل ملي هویتونه پر نانژادي کرښو باندې ودرولي دي او خپلې دروازې یې د مهاجرینو لپاره پرانیستې. نن ورځ دغه دواړه هېوادونه ګڼ شمېر داسې اتباع لري چې له دې هېوادو څخه بهر زېږېدلي دي،‌ حتا له متحده ایالاتو څخه یې هم د دغسې اتباعو شمېر زیات دی.

باید یاده کړو چې په غیرواقعي توګه په وېشلیو ډیموکراسيو کې یو عام هویت نافذول باید اسانه ونه ګڼل شي. اوسنۍ زیاتره لېبرال ټولنې له تاریخي ملتونو څخه جوړې شوې دي، داسې ملتونه چې پر خپلو ملي هویتونو باندې کلک باورمند وو. فرانسه، جرمني، جاپان، او سویلي کوریا ټول مخکې له دې چې لېبرال ډیموکراسۍ شي، ملتونه وو. لکه ډېرو چې ورته اشاره کړې ده، متحده ایالات مخکې له دې چې ملت شي،‌ یو دولت و. په لېبرال سیاسي شرایطو کې د امریکايي ملت د تعریفولو پروسې ډېر وخت واخیست، دا پروسه نه یوازې اسانه نه وه، بلکې په دوره یي بڼه له تاوتریخوالي څخه هم ډکه وه. تر دې پورې چې نن ورځ هم په دواړو ښي او کیڼ اړخو سیاسي ګوندونو کې خلک شته چې دغه پروسه ننګوي، دوی د دې هېواد د اصلیت دعوې رامخې ته کوي او پرې یو له بل سره سیالي کوي.

لېبرالېزم به خامخا له ستونزو سره مخ کېږي، که چېرې خلک ورته همداسې د یو متنوع ټولنې د سوله ییز مدیریت د یو میکانېزم په سترګه ګوري او په بل حیثیت ورته نه قایلېږي، پرته له دې چې د ملي موخو یوه پراخه احساس ورسره مل وي. هغه خلک چې په تاریخي لحاظ یې تاوتریخوالی، جګړه او دیکتاتوري تجربه کړې ده، په عامه توګه خوښوي چې د لېبرال ټولنو په توګه ژوند وکړي، ښه بېلګه یې اروپایان دي چې په ۱۹۴۵ز کال کې یې دا هر څه تجربه کړل. خو کله چې خلک د یو لېبرال رژیم تر چتر لاندې یو سوله ییز ژوند ته ورسېدل، نو دوی بیا فکر کوي چې دا سوله او نظم ورته د خدایي ډالۍ په توګه رسېدلي دي، له دې وروسته دوی یو داسې سیاست غواړي چې دوی نورو لوړو موخو ته ورسوي. په ۱۹۱۴ز کال کې اروپا کابو د یوې پېړۍ لپاره له ورانوونکي ټکر نه خلاصه وه. خو دغه مهال د اروپا یو زیات شمېر خلک جګړې ته په تګر سخت خوشحاله وو، که څه هم دوی په کافي اندازه مادي پرمختګ درلود.

ښايي نړۍ په انساني تاریخ کې یو بل ورته ټکي ته رسېدلي وي. اوس هم له تېرو کابو د یوې پېړۍ د درېوو ربعو راهیسې نړۍ د دولتونو ترمنځ له جګړو څخه خلاصه ده او په عین حال کې یې په لویه پیمانه نړیواله نېکمرغي Global Prosperity لیدلې ده چې دغې نړیوالې نېکمرغۍ د ټولو لپاره په مساوي ډول عامه ټولنیز بدلون رامنځته کړی دی. اروپايي اتحادیه د دې لپاره جوړه شوه چې د نیشنلېزم ټپونه ورغوي، په ځانګړې توګه چې ملتونه یې جګړو ته رسولي و او په دې برخه کې تر ټولو هیلو وراخوا بریالۍ شوه. خو اوسمهال چې پر اوکراین د روسیې یرغل ګورو، نو د راتلونکي بې نظمۍ او تاوتریخوالي بوی ترې راځي.

په دغسې یو حالت کې دوه بېلابېل راتلونکي حالتونه ځانونه راوړاندې کوي. که چېرې پوتین د اوکراین په نیولو کې بریالی شي او وتوانېږي چې د اوکریان خپلواکي او ډیموکراسي له منځه یوسي، نو نړۍ به یو داسې حالت ته وروګرځي چې په کې به یرغلیز او بې تحمله نیشنلېزم حاکم وي چې موږ ته به کټ مټ د شلمې پېړۍ د لومړیو وختونو حالت راپه یاد کړي. له دې حالت څخه به متحده ایالات هم په امان کې پاتې نه شي، لکه څرنګه چې موږ ګورو چې د ټرمپ په څېر پاپولیستان هڅېږي چې د پوتین د دیکتاتورۍ لاره تعقیب کړي. له بلې خوا که چېرې پوتین روسیه د اقتصادي او نظامي ماتې یوې کندې ته وغورځوي، نو د لېبرال درسونو د دوباره زده کړو چانس به ژوندی پاتې وي. هغه درسونه چې د قانون په توسط د واکمنانو د قدرت نه محدودیت ملتونه د ویجاړۍ په لور بیايي او هغه درسونه چې موږ هڅوي چې د آزادې او ډیموکراټیکې نړۍ لپاره ایډیالونه له سره له نظره تېر کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.