ايمنستي: په افغانستان کې ښځې له «تدريجي» مرګ څخه خبره کوي

591
2 ساعتونه مخکې

له هغه وخت راهيسي چي طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، ښځې له سخت ناوړه وضعيت سره مخ دي. خو د بخښنې د نړيوال سازمان د يوه تازه رپوټ په حواله د لوېدیځ قدرتونه هم په دې کې ونډه لري.

د نجونو تړلي ښوونځي، له دندو د ښځو شړل کیدل او د جبري ودونو زياتيدل: دا هغه څه دي چې د «ايمنستي انترنيشنل» يا د بخښني نړيوال سازمان په هغه رپوټ کې ورته اشاره شوې ده چې د چهار شنبې په ورځ یې خپور کړی دی.

د افغان ښځو او نجونو د وضعيت په اړه په دغه رپوټ کې د يوې افغانې ژورناليستانې له نقل قوله راغلي دي چې په افغانستان کې ښځې «د يوه تدريجي مرګ» کندې ته ورلويږي.

خو رپوټ دا هم ښيي چې د وضعيت دې کچې ته په رسيدو کې د لوېدیځ هېوادونه هم يو څه ګرم دي: په ۲۰۲۰م کال کې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاس ليک شو. په دغه تړون کې له افغانستان څخه د امريکايي او بهرنيو ځواکونو پر وتلو هوکړه وشوه.

خو ايمنستي چې د کوم څه په اړه شکايت کوي هغه دادي چې په دې تړون کې د ښځو د حقونو د ساتنې هيڅ ذکر نه وو شوی او دا څه د تړون برخه نه ول. پر کوم څه چې ډېر ټینګار شوی وو هغه يوازې د القاعدې او د دغي شبکې په څېر تندلارو ډلو ته د ځای د نه ورکولو تضمين وو.

Afghanistan neue Bekleidungsregeln der Taliban
پر ښځو دا محدوديت هم وضع شوی چې يوازې له کوره د وتلو اجازه نه لريانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP

د بخښنې نړيوال سازمان شکايت کوي چې دغه تړون تر ډېره د ښځو د حقونو د فعالانو د ګډون پرته رامنځته شوی دی چې اوس یې بيه نجونې او ښځې پرې کوي. د رپوټ په حواله د زده کړو او يا مسلکي مواقعو نه شتون جبري ودونو ته زمينه برابره کړې ده. همدا راز په هيواد کې شديد بشري بحران هم د په زوره ودونو يو ستر علت دی.

د رپوټ په حواله د روان میلادي کال په اپريل میاشت کې د افغانستان ۹۵ فيصده وګړو په کافي اندازه خواړه نه لرله چې علت یې څو مياشتې تر مخه له سقوط سره مخ شوی اقتصاد وو.

په رپوټ کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو تړل کيدو ته هم اشاره شوې ده او ويل شوي دا څه په داسې حال کې هم دوام لري چې په افغانستان کې رسنۍ او مدني ټولنه په تکراري ډول د ښوونځيو د پرانيستل کيدو غوښتنه کوي. د رپوټ په حواله دمګړۍ په افغانستان کې په شخصي توګه رامنځته کړل شوي ښوونځي او په ځينو ولایتونو کې د نجونو دولتي ښوونځي پرانيستي دي.

د بخښنې د نړيوال سازمان په دې رپوټ کې د يوې ځوانې ښوونکې له قوله ويل شوي: «په میليونو نجونو د زده کړو په انتظار دي.» په رپوټ کې زياته شوې چې ډېرو شاګردانو انلاین درسونو او يا په شخصي توګه تنظيم کړل شويو درسونو کې ګډون ته مخه کړې، خو ډيرو بيا د ليدلوري د نه شتون له کبله د زده کړو شوق له لاسه ورکړی دی.

Schülerinnen in Afghanistan
په کندهار کې يو شمیر کسان رضاکارانو نجونو د زده کړو زمينه برابره کړېانځور: Mohammad Noori/AA/picture alliance

د مسلکي دندو او کار دروازې هم پر ښځو تړلي دي، خو د رپوټ په حواله په دې برخه کې بيا د ولایتونو په کچه توپيرونه شته. کار او دندې ته د ښځو نه لاس رسی د هغو کورنيو له پاره د ستر بدلون سبب ګرځيدلی چې ښځې يې د کورنۍ يوازې نفقه برابرونکې وې.

پر دې سربیره رپوټ د هغو ښځو ځورونې ته هم پام را اړوي چې د طالبانو د اقداماتو پر ضد دريږي. د بخښني نړيوال سازمان د ښځينه مظاهره کوونکې نيول کیدو، شکنجې او حتی ورکيدو ته اشاره کوي.

همدا راز زياته شوې چې د افغان ښځو له پاره د کورني تاوتريخوالي پر وخت د مرستې تر لاسه کول هم مشکل شوي دي، ځکه چې د ښځو د ساتنې او محافظت ډېر ځایونه دمګړۍ تړل شوي دي. طالبانو همدا راز د ښځو د کوره پر وتلو او سفر هم محدوديتونه وضع کړي دي او ښځې يوازې د کورنۍ د يوه نارينه په بدرګه د سفر کولو اجازه لري.

د رپوټ په حواله دې وضعيت ته په کتو سره ډېري افغانانې دا احساس لري چې نړيوالې ټولنې يوازې پرېښې دي. پر دې سربيره د رپوټ په ترڅ کې پوښتل شويو ښځو او نجونو دا غوښتنه هم کړې چې نړيواله ټولنه دې طالبان په رسميت نه پيژني.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.