زه به بیا راځمه

592
زه به بیا راځمه
لکه نسیم د ګل پر پاڼوپانو ونڅېدم
غوټۍ مي وسپړلې
ستا تر پلو ستا تر اوربل او ستا تر څڼو لاندي
ستا له باړخو ستا له نتکۍ ستا له پېزوانه سره
په څو څو ځله تېر سوم
ته مي لیدې چي دي د پرخي مرغلیني دانې
د سپینو ژړو او د سرو ګلونو
پر ګرېوانه دانه دانه شمېرلې
ورېښمیني څڼي دي شمال وهلې
خو زه دي ونه لیدم
زه به راځمه زه به بیا راځمه
ستا تر درشله خامخا راځمه
د ګل پر سیمه هر سبا راځمه
ته به مي نه وینې بې پښو او بې امسا راځمه
زه به راځم زه به تنها راځمه
تر څو چي ته یې زه راځمه بې سلا راځمه
په سپینه ورځ راځم په شپه کي به په غلا راځمه
پر سرو سکروټو پر اغزیو د بېدیا راځمه
ښکلی زلمی در څخه تللی وم بوډا راځمه
زه به راځمه زه به بیا راځمه
ستا به هېر سوی یم خو زه دي هېرولای نه سم
تا مي له سیوري بېلولای نه سم
درته راوړمه به د پرخي نیښتېځلي عطر
ستا د ګرېوان ستا د پېزوان لپاره
ستا د خوبونو نازولي عطر
له نارنج ګل له سنځل ګل څخه راغلي عطر
د غزلونو قصیدو ښکلي ښاغلي عطر
د ارغوان له خاطرو مي راوتلي عطر
ستا خو به هېر یمه خو زه دي هېرولای نه سم
راته ازل ایستلي لاري پرېښودلای نه سم
تا تر قیامته په اورغوي کي کتلای نه سم
زه به راځمه زه به بیا راځمه
زلمی چي تللی وم بوډا راځمه
زه لکه زېری نا خبره دي پر خوا راځمه
زه به راځمه خامخا راځمه.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د جولای د میاشتي لومړۍ ورځ، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.