جنرال باجوه د پیسو د نړیوال وجهي صندوق نه پور اخیستلو کې د امریکا مرسته غوښتې

438

جنرال باجوه د پیسو د نړیوال وجهي صندوق نه پور اخیستلو کې د امریکا مرسته غوښتې.

د رپوټونو له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز د پیسو د نړیوال صندوق د پور د ژر تر ژره خوندي کولو لپاره له متحده ایالاتو څخه مرسته غوښتې ده. دا پداسې حال کې دي چې د انرژۍ د وارداتو لوړې  بیې د نغدو پیسو دغه نه لرونکی هیواد د پیسو د ورکړې له کړکیچ سره مخامخ کړی.

د پاکستان حکومتي سرچینو د جمعې په ورځ ناوخته د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته ته وویل چې جنرال قمر جاوېد باجوه د دې اوونۍ په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شرمن سره ټیلیفوني خبرې کړي او دا مسله یې یاده کړې ده.

پاکستان تیره اونۍ د پیسو د نړیوال وجهي صندوق سره د څو میلیارد ډالرو د امانت اخیستلو د یوې کڅوړې د بیا احیا کولو لپاره د مامورینو په کچه یوې موافقې ته ورسید. خو بیا هم دغه معامله د پور ورکوونکي بورډ لخوا د تصویبولو ایجاب کوي چې د اګست په وروستیو کې غونډه کوي. تمه کیږي چې اسلام آباد به د پور ددغه پروګرام له مخې شاوخوا ۴.۲ میلیارد ډالر ترلاسه کړي چې لومړنی قسط به یې ۱.۲ میلیارد ډالر وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد د باجوه او شرمین ترمنځ د ټیلیفوني تماس پخلی کړی، خو جزیات یې نه دي شریک کړي.

افتخار احمد په اسلام آباد کې اونیز خبري کنفرانس ته ویلي: «پوهیږم چې دغه مکالمه ترسره شوې، خو اوسمهال زه په مستقیمه د بحث په محتول خبر نه یم.»

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په مستقیمه ددغه مکالمې ترسره کیدل تائید نه کړل. د بهرنیو چارو وزارت ویاند امریکاغږ ته وویل: «امریکایي چارواکي د پاکستاني چارواکو سره په عادي توګه په مختلفو موضوعګانو خبرې کوي. د معیاري چلند په توګه مونږ د مشخصو شخصي دپلوماتیکو خبرو په اړه تبصره نه کوو.»

پاکستان پداسې حال کې د نړیوال وجهي صندوق او نورو نړیوالو بانکونو څخه د پور اخیستلو هڅې کوي چې د اقتصادي کړکیچ په ترڅ کې د دغه هېواد د پیسو ارزښت د خپل عمر تر ټولو ټېټې کچې ته ښکته شوی دی.

د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې د یو ډالر ارزښت څه دپاسه ۲۲۲ پاکستانۍ کالدارو څخه لوړ شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.