څنګه ځان لپاره يو کوچنی بزنس شروع کړو؟

890

کوچنی کارو بار (سوداګري): څنګه ځان لپاره يو کوچنی بزنس شروع کړو؟

هغه سوداګري يا کاروبار چې په کوچنۍ او ټاکلې کچه فعالیت کوي؛ کمه اندازه پانګونه په کې کېږي؛ د انساني ځواک شمېر يې لږ او مادي ځواک يې ټاکلی او يوازې يو څو ماشيونونه او نور تجهيزات ولري، کوچنۍ سوداګري ورته وايي او انګلېسي کې دا ډول بوختياوې د Small Scale Industries يا small business په نوم ياديږي.

دا ډول کوچني شرکتونه هم د توليداتو او هم د خدماتو برخه کې فعاليت کوي. ځيني يې توليد کوي، د بېلګې په ډول د کاغذ توليد، د غاښونو بورس او کريم توليد، د خواږو (شيرينۍ) توليد او بسته بندي؛ ځيني يې بيا يوازې خدمات وړاندې کوي- د سوداګريزو خبرتياوو د نصب لپاره بېل بورډونه لګول، د مخابراتو برخه کې د ISP انټرنېټ خدمات ورکول او داسې نور.

د کوچنی کارو بار يا سوداګرۍ شرکتونه په هغه هېوادونو کې ښه پايله ورکوي، چې د پراختيا په حال کې وي او يا هم د پرمختګ او پراختيا لاندې وي. هغه هېوادونه چې اوس مهال پراختيا کې دي؛ لکه هندوستان او پاکستان په ګڼ شمېر د کوچينو سوداګريزو شرکتونو بېلګې لري. افغانستان چې وروسته پاتې او د پرمختګ لاندې هېواد دی، د کوچنی کارو بار يا سوداګرۍ شرکتونه په کې ښه وده کولی شي. په دې ډول شرکتونو کې د وروستي حد ترټولو ډېره پانګونه لس مېليونه افغانۍ کېږي، خو شونې ده، چې د يو مېليون يا لس لکه افغانيو په پانګونې سره هم، د کوچني کارو بار يا سوداګرۍ لومړنۍ پيل وکړی شئ.

د کوچني کارو بار يا سوداګرۍ ځينې بېلونکې ځانګړنې
– دا ډول کارو بار کوچنی وي او يو مالک لري؛ د منځنيو او سترو شرکتونو په ډول نه وي چې بېلا بېل ونډه وال او نور کسان په کې سره شریک وي. دا چې يو مالک لري نو ورته sole proprietorship يا یوازیني ملکیت کارو بار هم وايي.

– د منجمنټ او ادارې برخه يې: په کوچنيو سوداګريو کې د کنټرول او ادارې ټول مسووليت د مالک او يا هم  د هغې د کورنۍ د کوم غړي په غاړه وي. دې ډول سوداګريو کې بيوکراسي او پيچلي ادارې سېسټمونه شتون نه لري.

– يوې ځانګړې سيمې پورې ټاکلې وي: کوچنۍ سوداګرۍ د يو ولايت لپاره هم توليدات او خدمات نه کوي؛ بلکې په لويو ښارونو کې په يوې ځانګړې سيمې پورې محدود وي او فعاليت کوي.

– پر ټېکنالوژۍ او ماشين يې اتکا کمه وي؛ ډېرۍ چارې په کې د انساني ځواک پر مټ وړاندې ځي. دې ډول سوداګرۍ کې د ټېکنالوژۍ او ماشينرۍ د لوړ بيو له امله انساني ځواک څخه ډېر کار اخېستل کېږي.

– دا ډول کارو بار د خپلې ګټې لپاره ژر ژر بدلون رامنځته کولی شي؛ د سترو شرکتونو په څېر يې پالېسۍ او اصول ډېر پچيده او سخت نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.