د ورېښمو لار

حیات الله حدید

1,249

خو ویل کیږې دا هغه لار ده چې افغانان او نړیوال یې د وریښمو د لارې په نامه پيژني، چې دا لار درې غټ بر اعظمی یا لویی وچې سره نښلول.
تاریخ یې :- ویل کیږی اريايانو 5696 کاله مخکې د بلخ ښار جوړ کړ وروسته بیا د مېلاد څخه کابو 200 کاله وړاندې اريايانو د افغانستان، ايران او هند په سيمو کې خپاره شول او د يادو سيمو تر منځ د ځمکنيو لارو په جوړولو سره يې خپلمنځې اړيکې او راکړه ورکړه پيل کړه.
د چين هان امپراطوري د 206 کاله مخکې تر میلاد آن تر 24 مېلادي کلونو پورې د مرکزي آسيا او اريانا لور ته تجارتي لارې وغځولې چې یو مهم کار یې همدا د وریښمو لار جوړول وه.
د ورېښمو لارې په 8 نقطو کې د افغانستان له پولو څخه تېرېږي
1. له ترمز څخه بلخ ته
2. له مروې څخه هرات ته
3. نېشاپور څخه هرات ته
4. له کوټې او بولان څخه کندهار (پخواني بُست) ته
5. له بنو څخه د ګومل درې او خوست له لارې غزني ته
6. له پېښور څخه ننګرهار ته
7. له کاشغر څخه فيض آباد ته
8. او له خُتن څخه تاشقرغان، کندز او بلخ ته
د ورېښمو لارې له پورتنيو 8 نقطو څخه تر ننوتلو او له بېلابېلو ولايتونو څخه تر تېرېدلو وروسته بیا په کابل کې له يو بل سره يو ځای کیدل.
#ګټه :- دا اوږده او تاریخي لاره د افغانستان لپاره خورا ګټور وو او دي چي د دې لاري پواسطه د ختیځي اسیایې هیوادونه افریقا او اروپا د تجارت او راکړې ورکړې لپاره سره نښلول.
مساخت :- د ورېښمو لار په خپله ټوله 8000 کیلو میټره فاصله کي یې(970) کاروان سرایونه درلودل چې مسافر به پکښې تم کیدل.
اهمیت :- پر همدې لارې نه یوازي سوداګرو سفر کاوه، بلکي پر همدې لار به د دریو لویو وچو د هیوادو شاهانو، د هیوادونو استازو او د هنر او ادب څښتنانو لیکوالانو او تاریخپوهانو هم سفرونه کول.
په تیر وخت کې هر هغه هیواد به مکلف و چي به همدا لار یې په خپله جغرافیه کي تیره سوې وه د مسافرو لپاره ښکلی کاروان سرایونه جوړ کړي تر څو له همدې ادرسه د نړۍ د تمدنونو سره اشنا او په اقتصادي لحاظ وصل وي، همدا کاروان سرایونه به په ځینو جغرافیو کښي دومره ښکلی او په یوه خاصه پاملرنه جوړ شوی وه چی کټ مت به د یوه بادشاه ارام سرای ته ورته وه، دغه کاروان سرایونو کې به ښکلی ښکلی حمامونه، د خاصو میلمنو لپاره به ځانګړي اتاقونه، دکانونه، ټیلګراف، د طبیبانو محل به یې درلو ورسره د حیواناتو او انسانانو لپاره به یې هر ډول خواړه لرل، ځینو کاروان سرایونو به حتا د شاهانو د زرګونو میلمنو لپاره لوی اشپزخانې او د رقص او موسیقي لپاره ځایونه او خانقاوي لرلې دا بیا نو د هغه هیواد په فرهنګ و تمدن پوری اړه درلود.
نوټ :- که یو ځل بیا هم دغه لار جوړ شو افغانستان به د نړۍ سره سیال سي دا بیا هغه وخت دی چې افغانستان به د نړۍ د نورو اقتصادی هیواد تر څنګ یو پیاوړی اقتصادی هیواد شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.