د غوږ ناروغۍ او درملنه يې

 ډاکتر احمد شکیب ظهیر

1,457

د غوږ اناټومي
دوه غوږونه شتون لري (ښی او کېڼ). هر غوږ له درې برخو څخه جوړ شوی دی:
1. بهرنی غوږ: له صیوان، د اورېدو له بهرنۍ مجرا او د طبلي غشا له وحشي سطحې څخه جوړ شوی دی.
• صیوان (pinna): د غوږ صیوان له فایبر او غضروف څخه جوړ شوی او د جلد په‌ واسطه پوښل شوی دی.
• د اورېدو بهرنۍ مجرا (د غوږ کانال): له بهرنۍ ساحې څخه تر طبلي غشا پورې ادامه لري. بهرنۍ درېیمه برخه یې غضروفي او دوه ثلثه داخلي برخه یې عظمي ده. بهرنۍ برخه یې د موم درلودونکې ده، چې د sebum او squamous debris په‌ واسطه جوړېږي.
2. منځنی غوږ: له لاندېنیو برخو څخه جوړ شوی دی:
• طبلي غشا (tympanic membrane)
• د Tympanic جوف
• د Mastoid حجرې
• د Eustachian ټیوب
په tympanic جوف کې د اورېدنې درې واړه هډوکي شتون لري، چې د malleus، incus او stapes په نوم یادېږي. دا هډوکي غږ له بهرني غوږ څخه داخلي غوږ ته لېږدوي.
د Eustachian ټیوب په بهر کې بلعوم ته پرانیستل کېږي. دنده یې د منځني غوږ فشار له اټموسفیر سره مساوي‌کول دي.
د tympanic غشا په مایل ډول د منځني غوږ او بهرني غوږ تر منځ واقع ده. دا غشا نیمه‌شفافه او ایره‌رنګه ده.
د tympanic غشا له دوو برخو څخه جوړه شوې ده:
• پارس ډنسا pars tensa
• پارس فکسیډاpars flaccida
فایبري کړۍ چې tympanic غشا یې چاپېره کړې، له محیطي هډوکو سره یې تثبیتوي.
3. داخلي غوږ: دوه برخې لري:
• قوقعه (cochlea)
• دهلېز (vestibule)
داخلي غوږ له منځني غوږ سره د بیضوي (oval) او مدور (round) کړکیو په ‌واسطه ارتباط لري.
کوکلیا cochlea اورېدلو پورې تړاو لري، په ‌دې حال کې چې vestibule د بدن د موازنې مسؤولیت پر غاړه لري. cochlea له ۳ نیم‌دایروي کانالونو (جنبي، علوي او خلفي) څخه جوړه شوې ده، چې یو بل سره قایمه زاویه جوړوي. دا کانالونه vestibule ته پرانیستل کېږي.

#د غوږ د ناروغیو معمول اعراض
عمده اعراض یې په لاندې ډول دي:
• د غوږ درد (otalgia)
• د غوږ افرازات (otorrhea)
• نه ‌اورېدل (کوڼوالی)
• د غوږ بړنګس (tinnitus)
• سرګرځېدل (vertigo)

هر یو یې په لاندې ډول مطالعه کوو:
د غوږ درد
د غوږ درد ممکن د موضعي ناروغیو په سبب وي، یا ممکن له کوم بل ځای څخه یې سرچینه اخیستې وي (راجعه درد).
موضعي اسباب:
• د بهرني غوږ التهاب (otitis externa)
• د منځني غوږ التهاب (otitis media)
• ترضیض
• د herpes انتان

د راجعه درد (referred pain) اسباب:
• د ټانسلونو التهاب (tonsillitis)
• د غاښونو ناروغي
• د temporomandibular مفصل ناروغۍ
• د رقبي فقرو ناروغۍ (cervical spondylitis).

د سمې تاریخچې په اخیستو او دقیقې معاینې سره هر یو یې د تشخیص وړ دي.
• د بهرني غوږ په درد لرونکو حالتونو کې، د ژوولو او د غوږ د کشولو پر مهال درد ډېرېږي.
• د منځني غوږ په درد لرونکو حالتونو کې، ممکن د ټوخي، رېزش، ستوني ‌درد او د علوي تنفسي لارو د انتان تاریخچه شتون ولري. د ډوډۍ د ژوولو او د غوږ د کشولو پر مهال درد شتون نلري.

د غوږ د دردونو لپاره لاندې ټکي باید په پام کې ونیول شي:
• د درد پیل: آیا درد په تدریج ډول پیل شوی، که په ناڅاپه او ګړندي ډول؟
• د درد شدت: خفیف، متوسط یا شدید.
• د درد وصف: تېره، مبهم، ویشتونکی، ثابت، نبضاني.
• له ژوولو او د غوږ له کشولو سره اړیکه: د بهرني غوږ درد په ژوولو او د غوږ په کشولو سره ډېرېږي.
د غوږ موضعي معاینه: باید لاندې ټکي ملاحظه شي:
• د التهاب د نښو شتون لکه پړسوب، سوروالی او نور.
• کاربونکل carbuncle یا boil
• اکسکورییشن excoriation
• ترضیض
• د vesicle شتون (په herpes zoster انتان کې)

که راجعه درد شتون ولري، باید د لاندې حالتونو نښې ولیدل شي:
‌أ) د ساینس التهاب Sinusitis
‌ب) د بلعوم التهاب (pharyngitis)
‌ج) د ټانسلونو التهاب (tonsillitis)
‌د) د غاښونو carries
‌ه) TMJ arthritis
‌و) د لعابیه غدو حاد انتان
‌ز) Cervical spondylitis

د غوږ غیرطبیعي افرازات (Ear discharge)
د افرازاتو د شتون په صورت کې، لاندې ټکي ملاحظه کړئ:
• اندازه
• رنګ
• بوی
• قوام
د بهرني غوږ افرازات ممکن د هغه د عمومي التهاب یا boil په سبب وي.
د بهرني غوږ په عمومي التهاب کې، رقیق او weeping eczema ته ورته افرازات ډېر شتون لري .
د منځني غوږ په تقیحي التهاب کې مخاطي‌قیحي افرازات، غلیظ، ژیړ او بوین وي.
افرازات په granulation او polypus کې معمولاً د وینې په رنګ وي.
د malignant ناروغیو او د ترضیض د شتون په ‌صورت کې، ممکن د غوږ خونریزي شتون ولري.

کوڼوالی
درې ډولونه لري:
• انتقالي (conductive)
• آخذوي (perceptive)
• مختلط (mix)
هر یو یې په لاندې ډول مطالعه کوو:
• انتقالي کوڼوالی: په دې ډول کوڼوالي کې، غږ د بندښت په سبب داخلي غوږ ته نه‌ رسېږي. اسباب یې په لاندې ډول دي:
‌أ. د بهرني غوږ ناروغۍ، لکه موم، فنګس، boil، یا التهاب (otitis externa)
‌ب. د منځني غوږ ناروغۍ، لکه otitis media، د طبلي غشا ناروغۍ، د Eustachian ټیوب ناروغۍ او otosclerosis (د stapes دfoot plate تثتبیت په کړکۍ کې).
غږ به د قحفي هډوکو له لارې ولېږدول شي، ځکه‌ نو ناروغ خپل غږ اورېدلی شي. په پایله کې، ناروغ په ټیټ ټون خبرې کوي، اما له نورو څخه غواړي، چې په لوړ غږ وغږېزي.
• آخذوي کوڼوالی: د حسي‌عصبي (sesorineural) کوڼوالي په نوم هم یادېږي. په دې صورت کې، آفت د cochlea او د دماغ د اورېدنې په مرکز کې وي. څنګه چې اکثراً آفت په داخلي‌ غوږ کې وي، نو د داخلي غوږ د ناروغیو له سببه کوڼوالی هم بلل کېږي.
په دې صورت کې، غږ حتی د قحفي هډوکو په ‌واسطه هم نه لېږدول کېږي. ځکه ‌نو ناروغ د خپل غږ د اورېدو وړتیا نلري. په پایله کې به په لوړ غږ غږېږي، اما نه یې خوښېږي چې نور په ټیټ ټون سره خبرې وکړي (د recruitment phenomenon په سبب د ناخوښه حسونو په پایله کې).
اسباب
الف. د cochlea ناروغۍ، لکه په organ of corti کې د نقیصې شتون.
ب. د organ of corti او د دماغ په قشر کې د اورېدنې مرکز تر منځ د اتصالي اعصابو تخریب.
• مختلط کوڼوالی: په دې صورت کې، دواړه ډوله کوڼوالی په عین وخت کې شتون لري.

د کوڼوالي د ارزونې لپاره، لاندې پوښتنې وپوښتئ:
• د کوڼوالي شدت؛ یعنې خفیف، متوسط یا شدید.
• پیل؛ یعنې آیا په ناڅاپه توګه پيل شوی (د موم په سبب) یا په تدریجي ډول (otosclerois)؟
• ثابت دی، که نوساني. نوساني کوڼوالي د Eustachian ټیوب په بندښت باندې دلالت کوي.
• د ototoxic درملو کارول، لکه streptomycin، quinine.

د غوږ بړنګس (Tinnitus)
د غږ ذهني احساس پرته له دې چې کومه اورېدونکې منبع شتون ولري د tinnitus په نوم یادېږي. tinnitus کولای شي د ګڼې‌ګوڼې، پښهار یا سندرو وصف ولري.
اسباب: د سمعي سیسټم د هرې برخې ناروغي د tinnitus سبب کېدلی شي. په ځینو حالتونو کې، tinnitus ممکن د کروټیډ شریان، داخل‌قحفي انوریزم یا د شریاني‌وریدي سؤشکلونو د bruit په سبب منځته راشي. کله نا‌کله ناروغ د خپل غږ د غیرطبیعي درک څخه شکایت کوي. دا حالت د autophony په نوم یادېږي.

سرڅرخي (Vertigo)
د دوراني خوځښت احساس ته ویل کېږي. ناروغ احساس کوي، چې خپله یا چاپېریال یې خوځېږي. vertigo کولای شي متناوب (د vestibular اختلالاتو په سبب لکه travel sickness) یا ثابت (د عصبي سیسټم د آفتونو په سبب) وي.

#د غوږ معاینه
یادونه: مخکې له دې، چې د غوږ (یا پوزې یا بلعوم) معاینه ترسره شي، اړینه ده چې یوه لنډه عمومي فزیکي معاینه ترسره شي (لکه څرنګه چې د کتاب په پيل کې تېره شوه).
د ناروغ وضعیت: ناروغ باید د ډاکټر پر وړاندې پر څرخي څوکۍ د ۲ فټو په واټن کېني.
• د څوکۍ جګوالی باید په ‌داسې توګه عیار شوی وي، چې هم ډاکټر او هم ناروغ ته راحت وي.
• څوکۍ باید تاو کړل شي، ترڅو اخته غوږ د ډاکټر مخې ته راشي.

د غوږ معاینه
• تفتیش
• جس
• داخلي معاینه

هر یو یې په لاندې ډول مطالعه کوو:
‌أ) تفتیش:
• تر هر څه مخکې، صیوان او mastoid معاینه کړئ. وګورئ، چې آیا کوم پړسوب د غوږ شاوخوا ته شتون لري که ‌‌نه.
د پړسوب د شتون په صورت کې، ممکن یو څرګند سؤشكل د غوږ شاوخوا ته شتون ولري.
پړسوب ممکن د لمفاوي عقدو د ضخامې (د اورېدو په بهرنۍ مجرا کې د boil شتون) یا د mastoid د آبسې په سبب وي (چې په وروستي کې د غوږ خلفي مېزابه ممکن سفلي او خلفي خوا ته د صیوان د ټیله‌کېدلو په سبب له منځه تللې وي. دا حالت د صیوان د انتعاذ په نوم یادېږي).
یادونه: د غوږ غیرطبیعي موقعیت د ناروغ په تاوولو سره داسې چې څټ یې د ډاکټر مخکې وي، تأییدېږي. اوس د دواړو غوږونو موقعیت وارزوئ. اخته غوږ ممکن سؤشكل ولري.
• د صیوان او mastoid له معاینې څخه وروسته، د اخته غوږ بهرنۍ مجرا معاینه کړئ.
• د افرازاتو شتون ملاحظه کړئ. که افرازات شتون ولري، هغه ټکي چې د دې څپرکې په پیل کې ذکر شول ملاحظه کړئ.
• اوس د جلد حالت هم ملاحظه کړئ (یعنې هر ډول التهابي نښې، تفلس، د vesicle شتون او نور).

‌ب) جس:
له تفتیش څخه وروسته، اوس صیوان او mastoid جس کړئ.
• د بهرني غوږ د التهابي حالتونو د شتون په سبب، د صیوان یا tragus کشول یا حتی لمس‌کول، د درد سبب کېږي.
• د mastoiditis په صورت کې، mastoid process ممکن د فشار پر مهال دردلرونکې وي.
• هڅه وکړئ، چې موضعي لمفاوي عقدې جس کړئ (د غوږ په قدام، خلف او سفلي کې). که چېرې غټې شوې وي، په بهرنۍ مجرا کې د boil په شتون دلالت کوي.

‌ج) داخلي معاینه (Otoscopy)
د اوټوسکوپي لپاره، auroscope کارول کېږي. مخکې له دې چې ترسره یې کړو، اړینه ده چې ناروغ ته د هغې په هکله معلومات ورکړو.
میتود:
• تر ټولو غټ سپيكیولم چې فکر کوئ د بهرني غوږ سوري ته مناسب دی انتخاب کړئ. اوس ناروغ ته داسې وضعیت ورکړئ، چې اخته غوږ یې تاسو خوا ته وي. اوس فرض کوو، چې د ناروغ ښی غوږ اخته دی.
• ډاکټر باید په خپل کیڼ لاس صیوان علوي او خلف خوا ته په نرمښت سره کش کړي، چې په دې توګه به د بهرني کانال غضروفي برخه مستقیمه شي.
• اوس په ښي لاس (ښی غوږ – ښی لاس او کیڼ غوږ – کیڼ لاس) اوروسکوپ د غټې او شهادت ګوتې تر منځ د یوه قلم په بڼه ټینګ ونیسئ. د لاس زندي څنډه باید د ناروغ د غومبورو پر وړاندې وي، تر څو له ترضیض څخه، چې د ناروغ د سر د تاوولو په سبب ممکن منځته راشي، مخنیوی وشي. اوس سپيكولم په نرمۍ سره د غوږ بهرني کانال ته دننه کړئ.
• د بهرني غوږ د کانال جلد تفتیش کړئ. د موم یا اجنبي شي شتون وګورئ.
• سپکیولم Speculum باید په دوراني ډول د بهرني کانال د غضروفي او عظمي اتصالي ځای پورې دننه کړل شي.
• د otitis media یا furunculosis د شتون په صورت کې، د otoscopy ترسره کول ډېر درد لرونکی وي. ځکه ‌نو هڅه وکړئ چې هغه په ډېرې نرمۍ سره ترسره کړئ.
• که بهرنۍ مجرا په موم سره بنده شوې وي، هغه لېرې کړئ؛ اما که التهاب د بندښت سبب شوی وي، په دې صورت کې ډېره هڅه مه کوئ.

د Tympanic غشا معاینه:
• که بهرنی غوږ کومه ستونزه ونلري، په دې صورت کې speculum د tympanic غشا لپاره نور هم دننه کړئ.
• د tympanic غشا د مقعرې سطحې په سبب، د معاینې پر مهال د یوه روښانه مخروط په بڼه لیدل کېږي.
• د tympanic غشا مرواریدي ایره‌یې رنګ لري.
• اوس د غشا تمامیت وګورئ، چې آیا روغه ده، که کوم سوری په‌ کې لیدل کېږي.
• د سپینو پلکونو شتون په مخکیني سوري کې د سکار رامنځته‌تګ ښيي.
• د otitis media په صورت کې، د اوعیو یوه ډله په malleus کې لیدل کېږي. د طبلي غشا روښانه سور رنګ د التهاب ښودونکی دی.
• په ځینو حالتونو کې، د طبلي غشا شا ته د مایع یوه سویه لیدل کېږي، چې مزمن otitis media ښيي.
• د حاد otitis media د شتون په صورت کې، قیحي‌مخاطي افرازات په ثابت ډول لیدل کېږي، چې د tympanic غشا له تثقب څخه بهر را روانېږي.
• د tympanic غشا ننوتون (د منځني غوږ د هوا جذب د Eustachian ټیوب د دندې د اختلال په سبب) لیدل کېدلی شي. په دې صورت کې، د malleus لنډ process ډېر متبارز ښکارېږي.
• د tympanic غشا د لیدلو لپاره، له ناروغ څخه وغواړئ چې د Valsalva مانور (د تړل شوي glottis په وړاندې جبري زفیر) ترسره کړي. په نارمل حالت کې، tympanic غشا بهر خوا ته حرکت کوي.

د اورېدو ټسټونه
که ناروغ له سمعي اختلالاتو شکایت ولري، په دې صورت کې لاندې ټکي معاینه کړئ:
• د کوڼوالي شدت
• د کوڼوالی ډول

• د کوڼوالي د شدت د ارزولو ټسټونه
1. د پس‌پس کولو ټسټ (Whisper test): د ناروغ بل غوږ په پخته وتړئ یا له ناروغ څخه وغواړئ چې خپل بل غوږ د tragus په ټیله‌کولو سره وتړي.
د ناروغ شا ته ودرېږئ، په دې صورت کې، ناروغ به د دې وړتیا ونلري چې ستاسو د شونډو خوځښتونه وګوري. اوس ساده پوښتنې پس ‌پس کړئ. لکه، ستا نوم څه دی؟ چېرته اوسېږې؟ څو خویندې او ورونه لرې؟
یو نارمل شخص کولای شي، پسپسکې له ۲ فټه لېرې واټن څخه واوري. هر غوږ باید بېل‌بېل معاینه کړل شي.
2. د لاسي ساعت ټسټ (Watch test): په دې ټسټ کې، هر غوږ په بېل‌بېل ډول معاینه کېږي. بل غوږ په پخته باندې وتړئ یا له ناروغ څخه وغواړئ چې خپل غوږ دننه خوا ته د tragus په ټیله‌کولو سره وتړي.
لاسي ساعت له یوه واټن څخه د ناروغ غوږ ته تر هغوه پورې نږدې کړئ چې د ټک ‌ټک غږ یې واوري. واټن یې په یاد وساتئ. اوس لاسي ساعت لومړی غوږ ته نږدې کړئ او وروسته هغه په تدریج سره تر هغه له غوږ څخه لېرې کړئ، چې ناروغ د ساعت غږ وانه‌ وري.
دواړه واټنونه په یاد وساتئ. اوس د دواړو واټنونو اوسط لاس ته راوړئ. دا ټسټ خپل ځان سره تکرار کړئ او اوسط واټن یې په یاد وساتئ.
د خپل او د ناروغ د اورېدنې د سلنې نسبت محاسبه کړئ:
د ناروغ لپاره واټن ÷ د ډاکټر لپاره واټن × ۱۰۰
فرض کړئ، چې د ناروغ لپاره واټن ۲۰ سانټي‌مټره او د ډاکټر لپاره ۳۰ سانټي‌مټره دی:
د ناروغ اورېدنه = ۲۰ ÷ ۳۰ × ۱۰۰= ۶۶٪
• د کوڼوالۍ د ډول د ارزوني ټسټونه
لکه ‌څرنګه چې په لومړیو کې ذکر شول، کوڼوالی اساساً دوه ډولونه لري: انتقالي کوڼوالی او آخذوي کوڼوالی. د کوڼوالي د معاینې لپاره له صوتي پنجې څخه ګټه اخیستل کېږي (له دوه برابره اهتزاز سره، ۲۵۶).
د معاینې بنسټ: هغه نارمل زماني واټن چې یو نارمل غوږ په‌ کې د هوایي انتقال (air conduction) له لارې یوه صوتي پنجه اوري ۲ برابره د عظمي انتقال (bone conduction) کېږي، یعنې AC=2BC
لاندې ټسټونه ترسره کېږي:
1. د Rinnes ټسټ: لومړی صوتي پنجه په خپل زنګون ووهئ، ترڅو په اهتزاز راشي.
اوس د صوتي پنجې قاعده د ناروغ په mastoid process کېږدئ. له ناروغ څخه وغواړئ، چې هغه مهال خپله ګوته پورته کړي چې کله غږ وانه ‌وري. صوتي پنجه ناڅاپه د عین خوا غوږ بهرنۍ مجرا ته نږدې کړئ. اوس له ناروغ څخه وپوښتئ، چې غږ اوري که ‌نه. که ناروغ غږ اوري، د دې ښکارندوی دی چې هوایي لېږد تر عظمي لېږد ډېر ښه دی. دا د مثبت Rinne په نوم یادېږي. معنی دا چې یا ناروغ نارمل دی یا آخذوي کوڼوالی لري.
که ناروغ ووایي چې غږ نه اوري، دا په ‌دې معنی ده چې عظمي لېږد یې تر هوایي لېږد ښه دی. دا د منفي Rinne په نوم یادېږي. معنی دا چې ناروغ انتقالي کوڼوالی لري.
2. د Weber ټسټ: د صوتي پنجې قاعده د سر په تر ټولو لوړ ټکي یا د وچولي په منځ کې کېږدئ. اوس له ناروغ څخه وپوښتئ چې کوم غوږ یې ښه اوري. که چېرې دی دواړو خواوو ته غږ په مساوي توګه اوري، د دې ښکارندوی دی چې اورېدنه یې نارمل ده یا دا چې د اورېدنې ستونزه دواړو خواوو ته په عین اندازه ده. که‌ چېرې ناروغ په یوه غوږ (مثلاً کیڼ) کې د بل غوږ په پرتله ښه اوري، ښيي چې کیڼ غوږ یې انتقالي کوڼوالی لري. ټسټ په دې ډول توضېح کېږي: “Weber کیڼ خوا ته اړخیز شوی دی.” که اورېدنه په یوه غوږ کې د آخذوي کوڼوالي په سبب مختل شوې وي، په دې صورت کې غږ په نارمل خوا کې ښه اورېدل کېږي. د تفریقي تشخیص لپاره یې، Weber ټسټ باید د Rinne ټسټ سره تعقیب کړل شي.
آډیومټری Audiometry: Audiometry د ټون او تکلم د معاینې په‌ واسطه د سمعي اختلالاتو د بېلابېلو درجو د ارزونې لپاره ترسره کېږي.

د vestibular دندو معاینه
که ناروغ له سرګرځېدنې (vertigo) څخه شکایت کوي. په دې صورت کې باید لاندې ټسټونه ترسره شي:
1. د Dix-Hallpikes وضعیتي ټسټ: په دې ټسټ کې، له ناروغ څخه وغواړئ، چې د مېز څنګ ته په عمودي ډول کیني.
اوس یې سر د ۴۵ درجو په زاویه یوې خوا ته تاو کړئ او وروسته په چټکۍ سره دی کته کړئ، داسې چې سر یې ۳۰ درجې له مېز څخه کته ځای ونیسي. له ناروغ څخه وغواړئ، چې خپلې سترګې پرانیستې وساتي. د nystagmus او vertigo ښکاره‌کېدل وګورئ.
2. د Fistula ټسټ: کوم ناروغ چې د منځني غوږ ناروغي او vertigo لري، tragus یې د بهرني غوږ د مجرا پر وړاندې فشار ورکړئ تر څو هغه وتړي. دا عمل بیا بیا ترسره کړئ.
که دا پروسیجر د vertigo او nystagmus احساس را منځته کړي، د طبلي غشا په سوري او د منځني غوږ او دهلیزي سیسټم تر منځ پر ارتباط باندې دلالت کوي (یعنې د وحشي کانال تخریش).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.