کائنات او د جنت په شتون يو دليل

اسماعیل روښان

967

په کائنات کې 2 ټریلیونه کهکشانونه شتون لري. يعني د یوۀ انسان په مقابل کې ۲۸۵ کهکشانونه دي.
او یوازې زموږ کهکشان د لمر په څېر 100 ملیارده ستوري لري. يعني د هر انسان په مقابل کې 15 ستوري!
او زموږ کهکشان د 2 ټریلیونو کهکشانونو له جملې څخه یو نورمال کهکشان دی، له دې څخه خورا لوی کهکشانونه شتون لري، چې په هغوی کې له لمر څخه څو سوه ځله لوی ميلياردونه ستوري موجود دي.
تر دې دمه د ترټولو لوی پېژندل شوي ستوري وړانګې له لمر څخه 1700 ځله سترې دي چې UY scuti نومېږي.

او تر ټولو لوی پېژندل شوی کهکشان 100 ټرېلیونه ستوري لري چې د يوۀ انسان په مقابل کې زمونږ د لمر په پرتله له 1,600 څخه ډیر لوی او کوچني ستوري دي. او ساینس پوهان وايي چې کائنات شاید تر دې هم لوی وي. او زموږ د لمریز نظام په سیارو لکه نیپچون، مشتري، یورانوس او زحل کې د الماسو او قېمتي ډبرو بارانونه کېږي.

زما پوښتنه له فیلسوفانو څخه دا ده چې ستاسې فلسفه په خپل ځای، خو کله چې یو ديني عالم د جنت فضایل بیانوي نو دی په زړه کې داسې خاندي چې دا څنګه ممکنه ده چې په جنت کې داسې الماس وي، سره زر او سپین زر وي، د شیدو ویالې وي او د زعفرانو او عنبرو ويالې به څنګه وي؟ جنت څنګه دومره لوی کېدی شي؟
زما پوښتنه دا ده چې که چېرته د کایناتو پراخوالی دومره لوی دی او زموږ په خپل لمریز نظام کې د الماسو او جواهراتو باران کېږي نو تۀ وا داسې يو ځای يعني جنت به نه وي
چې په قرآن او حدیث کې د بيان شويو ځانګړتياوو درلودونکی وي؟
د فیلسوفانو لویه ستونزه دا ده چې دوی له ساینس او ​​په ځانګړې توګه له ریاضي سره بلد نه دي چې د جنت په صفتونو باندې په عالمانو پسې خندا کوي او په زړونو کې یې ناشونی ګڼي.
دا هم ویل کیږي چې د نیوټرون ستوري د غورځیدو پرمهال دومره سره زر تولیدیږي چې کولی شي د ځمکې ټول سمندرونه ډک کړي.

ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّآ أُولُوا الْأَلْبٰبِ

له دې خبرو څخه يوازې هغه كسان درس اخلي چې د #پوهي خاوندان دي!!

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 269]

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.