د ماشومانو مخکې له دې کارونو ډډه وکړئ

1,669

ماشومان هغه طبقه، چې خورا عاطفي وي او ډېر نازک طبيعت لري؛ نو له همدې د هغوی په مخکې خپلو ټولو خبرو او حرکاتو ته بشپړ دقت پکار دی. ستاسو معمولي ناسم چلند او يا هم نامناسبه خبره کولای شي د هغوی پر زیان تمام شي. ددې لپاره چې د خپلو ماشومانو/کشرانو خیال مو ساتلی وي، دې ټکو ته حتماً پام وکړئ!

لومړی | نشه يي توکي مه کاروئ!
که څه هم د نشه يي توکو کارول په هر ډول حالاتو کې ناسم عمل دی؛ خو د ماشومانو په مخ کې استعمالول بېخي بد دي. دا ځکه چې ماشومان تقليدي کړنې کوي. دوی پر دې آند وي، چې ددوی مشران هېڅکله غلط کار نکوي، نو ځکه ورته لاره تعقیبوي. آن که پوه هم وي، چې ناسم کار دی؛ بيا هم د خپل تجسسي خوی له‌ کبله ياد عمل ته مخه کوي. نو له دې کار څخه جدا ځان وساتئ.
آن ځینې مشران شته چې خپل ماشوم دکان ته د سيګرټ/نسوار اخيستلو لپاره هم لېږي. دا کړنه خو نهايي بده او ناسمه ده. بايد ترې ځان وساتئ.

دویم| د ستونزو په اړه مه غږېږئ!
په هېواد کې داسې کورنۍ بېخي کمې دي، چې ستونزې دې و نه لري. په ځانګړې توګه اقتصادي ستونزو خو د هرې کورنۍ آرام له منځه وړی دی؛ خو دا هغه مسایل دې چې ماشومان يې نه شي حل کولای او نه په هغوی پورې اړه لري. اما د هغوی د ځورېدنې او ذهني نا آرامۍ سبب حتماً کېدای شي او کله چې ماشومان ذهنا نا آرامه وي، د ذهني او فزيکي ودې مخنیوی يې کېږي؛ نو ولې بايد د ماشوم په مخکې پر دې او ورته نورو ستونزو بحث وکړو؟

درېيم| پوچ الفاظ مه کاروئ!
لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه، ماشومان اکثرا د تقليد له لارې کړنې کوي؛ نو که تاسو د دوی په مخکې هر ډول نامناسب او پوچ الفاظ وکاروئ، لرې نه ده چې له یادو الفاظو څخه ستاسو پر وړاندې ګټه واخيستل شي. که څه هم انسان سره نامناسب الفاظ هېڅکله نه ښايي؛ مګر د ماشومانو په مخکې خو بايد مطلق پرهېز ترې وشي.

څلورم| جنجال مه کوئ!
د اولادونو په مخکې له خپلې مېرمنې، مور او يا د کورنۍ له بل غړي سره جنګ کول ستاسو اولادونه روحا شکنجه کوي او د هغوی د شخصيتي ودې مخه ډب کوي؛ نو که غواړئ ماشومان مو ګوښه، ډارن او بې جرأته نه وي له يادې کړنې ځان وساتئ.

پنځم| د انتقام او جګړو خبرې مه کوئ!
په کورنۍ کې ستاسو کړنې او خبرې هغه څه دي چې د ماشومانو پر خوی، عاداتو او فکر مستقيم اغېز لري.‌ که تاسو تل د جنګونو، انتقام او بدبينيو په اړه غږېږئ، ډاډه اوسئ چې ماشومان به مو بد اخلاقه، ظالمان او بې رحمه لوی شي. نو کوښښ وکړئ تل نرم خوی ولرئ او بخښنه کوئ. پدې توګه به ستاسو ماشومان هم اخلاقي، عاطفي او انساني خوی خپل کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.