د طالبي مبلغ توريالي همت د پام وړ

سيد حسين پاچا

459

د طالبي مبلغ توريالي همت د پام وړ :

له انسي شيطانه ځان پر اية الکرسي نه، بلکې پر تعقل ساتل کيږي

د طالبانو خپلواکي عمرانخان پر خپلو تازه څرګندونو لا زباته او وننګوله

د طالبانو د اسلامي امارت له برکته د افغانستان د نجونو ښوونځي د لاهور له هيرا منډي هم بې ارزښته دي. هغې ته چې انګريزي قانون حق ورکړی خلاص، خو هغو ته چې اسلام حق ورکړی د دين د پتنګانو له لورې د پاکستان په نغوته بند دي

نوټ : ښاغلي همت په يو تلويزيوني تود بحث کې ژمنه کړې وه چې د نجونو ښوونځي به د مياشتو، هفتو او څو ورځو په جريان کې لا څه ان چې په څو ساعتونو کې به خلاص شي، خو کال يې دا دی نژدې يوه اوونۍ وروسته پوره کيږي. د عمرانخان وروستيو څرګندونو همت او د ده اړونده ډله او تش په نوم اسلامي امارت [اسارت] يې لا ورپسې وننګولو او د دوی د خپلواکۍ دعوه يې لا پر لاسپوڅۍ جوته کړه چې د دوی د دغه جنګي ماشين د واک اختيار او رښتينې کيلي له بل چا سره ده. د ايمن الظواهري  وروستۍ پېښې يې لا څېره روښانه او بدله کړه چې لوبه ټوله د ښکېل ګاونډي هېواد له لورې ترسيم او تر سره شوه.

Jemima Goldsmith (left) has been like a second mother to her ex-husband Imran Khan’s love child Tyrian White (right). Now 26, she was born in June 1992 after he had an affair with Sita White three years before Jemima and he married

تاند :

تاند( جمعه ، د اسد ۱۴ مه) د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان،چې د واکمنۍ پر مهال يې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنيدو لپاره په نړيواله کچه ډېره لابي کوله، په کابل کې د دوی حاکمه اداره د پاکستان خپله اداره ګڼلې ده.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي : ((که امريکا ته پاکستان له خپلې خاورې د کابل د وروستي بريد اجازه ورکړې وي، نو دا ښه کار نه دی شوی.))

عمران خان زياته کړې : ((د غني حکومت زموږ ډېره بدنامي کړې وه او ډېرې ملامتۍ يې راباندې اچولې وې، مګر د کابل اوسنی رژيم زموږ خپل دی او بايد ناراضه يې نه کړو.))

ښاغلي همت ته يوه مشوره

ښاغلی همت په يو تلويزيوني بحث کې له آغلې جلال سره هغې ته مشوره ورکوي چې د شيطانانو خبرې مه اوره او له هغې نه ورته د بچ کېدو لپاره د اية الکرسي سپارښتنه کوي او دليل د ابوهريرة رضی الله تعالی عنه حديث راوړي، خو د ښاغلي همت بيآ د رب العالمين له هغه ستر کتابه ناخبره دی چې :

((ويجعل الرجس علی الذين لايعقلون))

په اسماني کتاب قرآن کريم کې له شيطانه (ابليس) څخه د ځان ساتنې لپاره لومړی جني شيطان او بيا ورپسې ختم يې پر انسي شيطان شوی دی. شروع د کتاب پر حمد او پای يې پر انسي شيطان شوې ده. دا ځکه چې د جني شيطان له وسوسو به ځان پر اية الکرسي او معوذتينو وساتې، خو له انسي شيطانه ځان پر دوی نه شې ساتلی تر څو چې له تعقل او پوهې ورسره کار وانخلې، نو ځکه قرآن ورته د ((رجس)) کليمه کارولې.

تودې خبرې : د نجونو د ښوونځيو د پرانيستو د ژمنې په تړاو بحث

https://www.youtube.com/watch?v=rvycOAsZzX0

ښاغلی همت،

هر څوک په دې پوهيږي چې ((غوا توره او شېدې يې سپينې دي)). قادياني انده ‌باجوه او نړيوال چلتار لغمانی الأصله امريکايي ټوله نړۍ دوکه کړه او هغه دا چې باجوه ((پاکستان)) بايډن ((امريکا)) ته سينه ډبولې وه چې تاسې يو ځلې دا حکومت ((افغانستان)) موږ ته راوسپارئ. موږ يې درته اداره کولی او دا نور ټول له طالبانو سره يوځای کولی شو، خو ونه توانېدل او له بل پلو پاکستان له خپلې سياسي ناارامۍ او هم له اقتصادي بې ثباتۍ څخه کړيږي، نو هماغه وو چې باجوه بالأخره اړ شو او له آی ايم ايف څخه يې د پورونو د تر لاسه کولو لپاره له امريکا څخه سيده مرسته وغوښته، نو لېرې نه ده چې امريکا ورته له آی ايم ايف څخه د بې سوده پور د سملاسي تر لاسه کولو لپاره د پټ مېلمه په تړاو د ((المدين)) خپل شرط اېښی وي چې يا به دا کوې او يا دا؟

نو باجوه هم د تېر په څېر د خپل پوځي سيال پروېز مشرف له هغې زړې تګلارې کار اخېستی وي چې په تېر کې يې پر همدې امريکا بهرني جنګيالي د القاعده نمبر يو او نمبر دو په نوم پلورل او د پاکستان وتلی اقتصادي پخپله يوه مرکه کې ويلي وو چې :

((که عربو ته خدای تېل ورکړي، نو موږ ته يې افغانستان راکړی)).

تاسې خو اخېر مسلمان يې، افغان يې، پښتون يې او د يوې پښتنې مور شېدې دې رودلي دي او بالأخره لږ تر لږه انسان يې چې ته د دغه اقتصاد پوه دا خبره څنګه توجيه کوې؟

ښاغلی همت،

له آغلې جلال څخه د ملاتړ او ننګې په پار چې هغې درته په هغه وخت کې سم زغرده ملايي او په ډانګ پېيلی ځواب درنه کړ، خو زه به يې درکړم او هغه دا چې له قرآنه بل چېرته خېز مه اچوه. يو ځلې تر هر څه مخکې قرآن ته سر ورښکاره کوه. که کوم ځای دې په قرآن کې تر لاسه نه کړ، نو بيا احاديثو د پېغمبر صلی الله عليه وسلم وسلم ته مخه کوه. تا دا شل کاله د قرآن عظيم الشان په دې مبارک ايات کې ځان پوه نه کړ او سملاسي دې د هغې د تاثير لپاره د ابو هريرة حديث د يوې وسيلې په توګه وکاروه.

آخر ته يو انسان او مسلمان يې او بيا د علم دين له موقف څخه خبرې کوې، نو په کار خو بيا دا ده چې تا او ډلې دې هم بايد د رب العالمين په دې ايات کې هم لږ ذره سوچ او فکر کړی وی چې ولې او ترڅو به مو دا بېګانه ګاونډي مو د خپلو هر اړخيز ناوړه موخو لپاره کاروي؟

ټوله نړۍ په دې پوهيږي چې ستاسې د بدنامولو لپاره ستاسې شل کلن خواخوږي او ملاتړي کوربه هېواد د نجونو ښوونځي منعه کړي دي او تاسې يې د خلاصولو توان نه لرئ. دا ستاسې د کوبه هېواد يو بل هر اړخيز د بدنامۍ او د افغانستان د وروسته پاتې کولو هڅه او ستر ګوزار دی چې ستاسې په شتون کې يې دافغانستان ټول ملت ته ورکړ او زموږ نجونې يې له زده کړې محرومې او خپلو رنډو ته يې د بد کارۍ اجازه ورکړې او نړيوالې ټولنې هم ځان غلی اچولی دی.

په پای کې زما د خواخوږۍ مشوره درته دا ده چې تاسې له خپل سوچ او لږ هوش نه کار واخلې او ځانونه د پنجاب له اسلامي اسارته راخلاص او هغه دا چې د دې شل کلن جنګ په جريان کې يې چې درته دا ذهنونه در پرېمينځلي او تغفن کړي دي اوس د قرآن کريم چې زموږ او ستاسې د ټولو مؤمن به کتاب دی د دغه ايات کريمه په رڼا کې چې ((ويجعل الرجس علی لايعقلون)) په رڼا کې له تغفن او رجس څخه وساتئ او هغه دا چې تاسې د خپلو هېوادوالو پر وړاندې له يوې رغنده او سالمې ((معقولې)) تګلارې کار واخلې او بس.

په درنښت

سيد حسين پاچا

خپل حکومت ته د عمرانخان سپارښتنه : د کابل اوسنۍ اداره زموږ خپله اداره ده، درنه خپه نه شي

https://taand.net/?p=212553#comment-23924

https://www.opindia.com/2022/06/former-wife-of-imran-khan-jemima-goldsmith-shares-picture-of-his-abandoned-love-child-tyrian-white/

https://www.dailymail.co.uk/femail/article-6211227/How-Imran-Khans-ex-wife-Jemima-second-mother-love-child-shunned.html

https://www.unewstv.com/225837/jemima-shares-imran-khan-s-daughter-s-picture-in-her-tweet-on-father-s-day

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.