هغه زیاته کړېده: »له زده کړو څخه د نجونو محرومول د یو انزوا افغانستان په معنی دی چې نشي کولی په خپلو پښو ودریږي.«
د افغانستان دغه پخواني ولسمشر ويلي دي: »ښوونځي ته د نجونو د تګ ممانعت د اسلام د احکامو پر بنسټ نه دی، بلکې دا کار د ګاونډي هېواد پاکستان په امر شوی دی.«
د هغه په وینا، »د پاکستان هدف یو بې دفاع، کمزوری او بې وزله افغانستان دی چې له کومې ستونزې سره مخ نه شي.«
پخواني ولسمشر ټینګار وکړ، چې د طالبانو په بیا واک ته رسېدو سره د جمهوریت شل کلنې لاسته راوړنې »له منځه نه دي تللي.«
هغه وويل: »په ميليونونو هلکانو او نجونو زده کړې کړي، د افغانستان ټولنه عصري شوې، د رسنيو ازادي يې تجربه کړې ده.«
خو هغه دا هم وويل:»حتی طالبان هم نشي کولای دا په اسانۍ له افغانانو بېرته واخلي.«
د هغه په وينا بیا هم دا مهال په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي او ملیونونه خلک له هیواده وتلي دي. د کرزي په وينا د باثباته امنیت او سولې سربیره، د پیسو ګټلو فرصتونو، تعلیم او ازادۍ ته هم اړتیا ده.
د افغانستان د دغه پخواني ولسمشر په وینا، طالبان باید د نړيوالو له خوا د په رسميت پېژندل کېدلو پر استقامت کار وکړي. هغه زیاته کړه چې د دې کار لپاره باید طالبان د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ وکړي، د حکومت او پوځ پخوانیو غړو ته د بخښنې فرمان عملي کړي او د واک داخلي جګړې پای ته ورسوي. پخواني ولسمشر ټینګار وکړ چي که طالبان ياد اقدامات ونکړي »نو نه به کوم پرمختګ وې او نه به هم سوله.«
کرزی د طالبانو تر نسکوریدو وروسته له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان ولسمشر و.
وروسته له هغې چې تیر اگسټ کې طالبانو واک تر لاسه کړ ، د کرزي په خپله وينا هغه په خپل کور کي نظر بند دی او نه له پلازمېني کابل او نه هم له افغانستان څخه د وتلو اجازه لري.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.