تکراري ناورین

حسینه عارف

178
د اګست د (۱۵) پنځلسمې ناورین لاهم خپلې منګولې د افغان ولس په غوښو او وینو کې نښلولې. کال تېر شو، خو ټپونه ونه رغېدل؛ هغوی چې مهاجرت ته اړ شول؛ څوک په لاره دي، څوک ورسېدل، څوک دتګ په هیله له نړۍ ولاړل، څوک ناهیلې پاتې شول، څوک لاهم ددې په هڅه کې دي چې څنګه د وطنه پښې سپکې کړي او یو لوري ته ولاړ شي ……
ټول افغانان دنړۍ په ګوټ ګوټ کې خواره واره دي، دمني دپاڼو په څېر ونه وټکېده او پاڼې ورژېدې.
کورنۍ لاهم سره یوځای نه دي، چا وطن کې مېرمن پرېښې، چا مېړه، چا اولاد، چامور چا پلار……
ښایي د محشر ورځ به دې ته ورته ورځ وي، ما لوستي وو داسرافیل د شپیلۍ سره به سم خلک خپلې هرې اړیکې او هر ډول دارو نه دار ته شاکوي.
خلک الوتکو ته ختل مګر خبر هم نه وو چېرته روان دي، ځینې د اوکراین دجګړې ښکار شول او ځینو میاشتې او کال په ډول ډول کمپونو کې چې جېل ته ورته وو؛ تېر کړل او تېروي، ترڅو دامن ترسیورې لاندې ژوند وکړي.
د وخت او عقل تقاضا سره سم څه ناڅه هیله وه، چې داځل به هماغه پخوانۍ ناکامه سیاسي تګلاره نه پلې کېږي، مګر ظاهري توپېر سربېره یې پوټۍ ذهني تغیرهم نه دی کړئ، ورځ تربلې په ډاګه کېږي، چې دوی هماغه پیتاوي مسلمانان دي، چې نه څه لوستي او نه په څه خبر دي.
دبیا نظام درغېدو او په خپلو پښو د درېدلو هیلې کړکېچنې دي. داسې حس کړم چې دمرغه وزرونه پرې کړې او بیا بیا ورته دالوتنې وایي، چې داناممکنه ده، نه په دعا او نه په دوا الوتئ شي، دوزرونو دبیا راوتلو په پار باید په تمه شو.
حس کړم په ځمکه دومره شدید لوېدلې یو، چې ټول ریګونه مو په غوښه کې ننوتي او دایستلو سره یې زخم او داغ له منځه نه ځي.
دې ورځې وطن شهید کړ او دومره یې زخمي کړ، چې کلونه به رنځ ته رنځپوه او درملنې ته درمل پیدا نه کړو.
څومره بدرنګ ناورین دی، په چا هم ددې ورځې پېرزو نه یم. دچا چې نږدې کس وفات شي، یاهم دبدن کوم غړۍ یې پرې شي، داسې درد هر ساعت سړي ته هماغه ورځ وریادوي، ماته دوطن دپرېښودو او ترې دراتللو ورځ ورته ورځې سره توپیر نه لري. هن وایم که چاته ښېرا کړئ؛ نو ورته ووایئ دمېنو او مینو مو جلا شه!
ماته د هغه سرباز د بچو چیغې اوس هم ترغوږو شي، چې د بې رحمه ښکاري، ښکار شو، د هغه د مور هیلې، د مېرمنې مینه، د پلار تکیه ونړېده. د دوی لوږه، تنده، مړینه او وینه یې څومره ارزانه وپلورله!
یتیم یعنې بې وطنه بنده، بې ځالې مرغه، بې موره کور ، بې دېواله انګړ، بې سرپوښه دېګ، بې اوبو کب، بې ستورو اسمان، بې پوښه کتاب…..
ماته دښوونځیو هغه رنګین انځورونه چې سپین او تور رنګ پوښلي وو، دهغه بې وروره خور، بې زویه مور او بې پلار لور ناهیلي او مجبوري تر سترګو سترګو شي.
نن سبا یې دنظام ټولې اساسي ستنې دښځینو په کالیو، بوټانو، پړوني او تعلیم درولې. حکومت دسړو په ږيرو او دښځینو په جامو کوي، تاسې چې ځانته دامن پرېښتې وایئ، څنګه ستاسو ولیانو په موجودیت کې څوک دچاناموس ته وګوري، همدا خپله دحکومت داری ضعف دی، چې ډول ډول شرطونه په خلکو تپي او زغمي، چې دابه څنګه ایمان وی، چې دښځینو دبوټانو په غږ خراب شي، خدای ته وګورئ شرمول کوئ.
له آدمه تر دې دمه دنړۍ دهرې جګړې، کرکې، فحشا او هر ډول فتنې تر شا نارینه دي، دوی د بمونو سوداګري کړه، چې وطن او ولس یې په بل مخ کړ، نن سبا ټول تش په نوم قهرمانان زموږ په وطن کې نارینه دي او وو.
داسلام ترسیوري لاندې یې ډول ډول ظلمونه په خلکو دجهاد، مجاهد، طالب، داعش په نوم وتپل، چې نن سبا دهماغه کرغېړنو څېرو د کړو پایله ګالو، ددوی مشران لاهم ګرځي، مګر څوک چې سوځېدلي هغه خوار غریب ولس دی.
دوطن بېړۍ مخ په ډوبېدو ده، اوس هم وخت دی، د اسلام سیاسي نظام ولولئ او په ريښتیني ډول ددین پتنګان شئ، دین وپالئ او نورو ته یې دپاللو رنګینې لارې وښایئ، داسلام ښکلې پاڼې واړوئ، الله ته بندګان په مینه او محبت دعوت کړئ، کنه دوېرې او ډار له وجې ددین پالل بېخونده دي، اسلام په چیغو چیغو وایي؛ چې (دین کې جبر نشته) دین په خلکو په زوره مه منئ او مه زغمئ؛ مسلمان باید الله سره دمینې په پار ددین لاره غوره کړي، نه د دنیوي وېرې او وحشت له رویه!
د دین سرلاري باید دومره با دیانته ،دینداره او دظاهر او باطن پلوه په اسلامي اخلاقو سنبال وي، چې خلک دوی ته په کتلو داسلام لاره وټاکي.
ژبیز، سیمیز او قومي تعصب ، کرکه او نفرت له زړونو وباسئ، یوبل باندې دپړه اچولو او وژلو نه هېڅ شی جوړ نشول، لاسونه سره ورکړئ، په ریښتیني ډول هر ظالم ته ماتې ورکړئ هر استعمارګر ورټی.
که چېرته موږ پوه شو موږ ډېرڅه کولې شو، پردو ته دکچکول نیولو څخه څه نه جوړېږي، دهېواد دهرډول فقر او بدبختی لمن باید په خپله ټوله کړو، هېچاته په تمه نشو، دهېڅ ډلې پیروي ونه کړو، کافي عبرت او درس مو اخیستئ، چې څوک مو خپل او څوک مو پردي دي، باید متحد شو. هن کله ووایې نه روس ملامت دی، نه امریکا، نه پاکستان، خپله پړه په نورو اچوو، شاید هم داکار دځان دتسلیت او دبدبختۍ نه دتېښې په پار کړو،
کنه (غواتوره پۍ یې سپینې!).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.