روغ لېوني /حسینه عارف

0 810
د جرګې د ځینو کړیو خبرو ته غوږ شوم هر یوه دښځو په آزادۍ او ورسره په حکومت کې دښځو په پوره برخمنتیا تاکید کاوه، هر یوه دوطن د نا امنۍ او بدمرغۍ اصلي ریښه دقومونو ویش او په خپلومنځونو کې نفاق اساس باله. ډېریو دا خبره کړله چې طالبانو ته دهېواد دننه باید سیاسي دفتر جوړ شی او یا هم امریکایي ځواکونه باید له هېواده بهر شي ترڅو سوله راشي. همداسې په موقتي اوربند تأکید کاوه دروژې د مبارکې میاشت په پار. یویو نیم ګیله من وو چې داځینې رابلل شوي چارواکي ولې تالار ته نه دي راغلي؟ په داسې حال کې چې دملت په رأیو دې پوړ ته رسېدلي. یو یو نیم موقت حکومت په کلکه غنده او مخالفت یې ترې څرګند کړ. ځینو ایله دځان په اړه خبرې وکړې دومره وخت په اصلي موضوع ونه غږېدل څومره یې چې د ځان په معرفی تېر کړ.
احمدسعیدي خبره پرته له ولسمشره نور ټول سیاستوال چې د ښځو د ازادۍ او خپلواکۍ خبره کوي دا ټولې د بل ښځې ته غواړي او دلته په نوم دیموکراسي د ګاونډ ښځې ته ده. خپلې یې د اوو پردو شاته پټې کړې، خو که چېرته بیا د ښځو د حقونوپه اړه خبره وکړې، بیا به ترټولو لوړې مسلې او وندونه له دوی واورې ( بل ته مسلې کوي او خپله په حملې).
هو دلته د ښځو برخه په حکومت کې تشه ده. لومړۍ د درس ضمینه ورته مساعده نه ده. دویم که وي هم بیا اجازه نه لري او یوې نیمې چې تعلیم کړئ هغه تعلیم بیا ترمجردۍ دی. وروسته له واده او کورني ژونده تعلیم او هیلي یې په اوبو لاهو شي یاهم کومه چې مخکې لاړه شي، هغه دخلکو د پوچو فکرونواو غیرتونو قرباني شي. ایله سلو کې ۲۰% سلنه یو نیم ځای ته ورسېږي، ځکه دلته اسلام او حیا یوازې په ناسم شکل په ښځو منل کېږي او تطبیقېږي. نارینه بیا له آدمه تر دې دمه خپلواک دی په داسې حال کې چې مافیا، ترهګر، ځانمرګي او دهېواد دناآمنۍ اصلي ریښې دوی دي، خو که بیا ملایانو ته غوږ شې ایله دښځو په ټکري او کالیو نښتي او یا هم نورو ښځینه مسایلو…
دوی د اسلام هغه پاڼې هېڅ اړولې او کتلې نه دي کومو کې چې سیاست، ژوند، ټولنه، طب او نني عصري پرمختګونه ذکر شوي. ټولنه دبدو خلکو په بدو کړنو نه ده ناولې شوې، بلکې د ښو خلکو په چوپ پاتې کېدلو ککړه شوې.
د اوسنیو بدمرغیو عامل موږ هریو ښه پوهېږو ښه خبر یو، چې خپل منځي قومي مسایل په تعلیمي او کاري ساحه کې دي. دا یوه عامه موضوع ده قومي څه چې سیمیز او ژبني مسایل هم پالو. لومړۍ ولایت ولایت پسې ولسوالي او ولسوالي پسې کلی او کلي پسې بیا کورنۍ پالو. بدمرغه خلک یو تردې چې ژبني اوسیمیز مسایل راته تر تعلیمه هم دمخه دي. یو کس په دې مسایلو یو ځای مقرروو او شړو. داخبرې بیا د بېسوادو تر منځ دومره نه لکه دباسوادو او پوهانو ترمنځ چې په لوړه سطحه پالل کېږي.
دوی طالبانو ته دفتر غواړي او طالبان ټول دولت غواړي. طالب نن تاسره سوله نه کوي او نه مطرح کوي بلکې تر پرونه یې چې دکافر په نوم وژل هغوی سره کیني سوله کوي، نو د دوی جګړه د اسلام نه بلکې شخصي منافعو لپاره وه او ده. کنه وایي په پردي لاس مار هم مه مړه کوه! سوله خو پرېږده .
هغه وایي:- (خبر دار بیګانه بیګانه ست.)
که بهرنیان ووځي سوله به راشي؟
ډېرې نه دوه لسېزې دمخه کورنۍ جګړو کې خو امریکا او روس نه وو، نو ولې مو یوبل سره وخوړل او ولې مو دجهاد په نوم خپلې میندې او خوېندې کونډې کړلې ترمنځ مو نه کافر وو نه پردی؟ هماغه جګړه چې دوه دریو ناولیو سپږنو دمجاهدینو په نوم پیل کړله سیوری یې تر ننه پاتې دی، نن هم په زړونو کې دهماغې جګړې دکرکې ریښې پاتې دي، پروني مجاهدین نني ملیاردر دي، نه خدای پېژني نه رسول، نو امریکایي ځواکونه هسې تشه بهانه ده که موږ یو موټی شو نو شتون او نه شتون یې دسولې د راتګ خنډ نشي کېدلئ.
هغه یویو چې تالار ته نه دی راغلئ هغوی ته یا څوکۍ په خوښه نه ده ورسېدلې او یا هم دسولې پلویان نه دي او ګټه یې جګړه کې نښتې، ځکه ددوی کورنۍ په بهر کې دي، نو ځمکه هغه سوزي کومه چې اور بل وي دا نشو پړ کولئ ویلو ته څه نه لري. دوی دملت له درده او دربدریو څه خبر دي؟ موړ د وږي له نسه څه خبر دی؟
موقتي حکومت او موقتي اوربند دځان غولول دي دا کوم ستر کار دسولې په برخه کې نه دی، بلکې دحکومت دبېوسی  او پاتې راتللو نښه ده.
خبره لنډوم راځم پایلې ته هغه داچې که موږ غواړو امن راشي سوله راشي پیل یې باید له ځانه وکړو دې جرګو ته لاس تر زنې کیننو. سترګې خلیلزاد او یا نورو نورو ته ونه نیسو . سوله کوم انسان یا کوم څېز نه دی، چې بل یې راوړي یا نور یې دراوستلو پلان جوړ کړي، بلکې سوله زموږ دخپلو کورونو بوټۍ دی چې خپله یې وکروو او خپله اوبه ورکړو او خپله یې وساتو. سوله یعنې زه او ته نه، بلکې موږه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply