افغانستان او ایرلنډ ۲ـ۲ مساوي شو د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ایرلنډ ته په څلورمه لوبه کې د ۲۷ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
نننۍ لوبه د باران د اورښت له امله یو څه وخت وځنډېده او له ۲۰ اورونو ۱۱ اورونو ته ښکته شوه.
د لوبې پچه د ایرلنډ لوبډلې وګټله او افغانستان ته یې لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغانستان په ټاکلو ۱۱ اورونو کې د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه خو ایرلنډ لوبډله بریالۍ نشوه چې ټاکلی هدف پوره کړي.
دغه لوبه کې د افغانستان پیاوړی توپ اچوونکی راشد خان د ۳۱ چټکو منډو په کولو او دوه لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
په دې بریا سره افغانستان وتوانېد چې له ایرلنډ سره د شل اوریزو لوبو روانې لړۍ کې مساوي بریاوې ولري.
پنځمه لوبه چې ددې لړۍ وروستۍ لوبه ده د دواړو هېوادونو لپاره یې ګټل مهم دي او که چېرې هر یوې لوبډلې وګټله نو د شل اوریزو لوبو د روانې لړۍ ګټونکې به وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.