غزل

ښکلا سحر

591
تا یو کس په لارې نه کړ په وژلو
ما کافر مسلمان کړی په بښلو
څه جوړېږي دا په ما و تا ویلو؟
خوږه ژاوله پای ترخه شي په ژولو
د خطر په وخت مې پورته کړي اسمان ته
دعاګانو زه نېولې یم له ولو
نجلۍ ټولې کابینې ته دې سلام دی
خدای ج جالب انداز درکړی د کتلو
په غوسه شوې هغه کار درڅخه وشو
چې له تا یې تمه نه وه د کولو
چې ذهنونه شیطانانو چلوله
هلته غوره ده چوپتیا تر غږېدلو
داسې وخت دی نه پر کور د ناستې وخت دی
نه له کور څخه د باندې د وتلو
ته یو څو ښه ښه شعرونه راته وایه
زه به زده کړمه هنر د غوږ نیولو
ښکلا! خیر که چا کنځلې درته وکړې
ته یې بیرته ځواب ورکړه په غزلو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.