په هلمند کې د برېښنا نشت، فابریکې په ټپه درولې

674

په لښکرګاه کې د حجارۍ فابریکې مسوولین او د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي له دولت غوښتنه کوي چې دوی ته دې د کجکي بند برېښنا ورکول شي.

د یادې فابریکې مسوولین او خلک وایي چې دیزلي برېښنا قیمته تمامېږي او دوی یې د لګښتونو له پوره کولو عاجز دي.

په هلمند کې د روخام او زینتي توکو فابریکې امر علي حسین کلید راډیو ته وویل چې دوی په ۱۲ساعتونو کې د ۲۵زره افغانیو په ارزښت تیل مصرفوي.

علي حسین وايي، که چېرې حکومت د کجکي بند برېښنا ورته ۲۴ساعته کړي، نو د مصارفو او لګښتونو کچه به یې ۳زره افغانیو ته راټیټه او د تولید سطحه به یې لوړه شي.

 «هغه برېښنا چې د جنراتورونو په واسطحه برابروه، هغه موږ ته ګرانه تمامیږي او زموږ تولیداتو قیمتونه هم لوړیږي او بل د کجکي برېښنا هم ارزانه ده او هم  زموږ د تولیداتو قیموتونه ټیټوي.»

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د برېښنا نشت او یا کمښت له کبله ډېری سوداګر د هلمند پر ځای په نورو ولایتونو کې پانګونه کوي او له هلمند په تېښته دي.

 «که چېري موږ په کافي اندازه برېښنا ولرو، دلته به زیاتې کارخاني فعاله شي، اوس ملي سوداګر په هرات او کابل کې سرمایه ګذاري کوي، ځکه دلته په کافي اندازه برېښنا نشته.»

بل لور ته د هلمند برېښنا ریاست هم په دغه ولایت کې د برېښنا کمښت ستونزه مني، خو پلمه دا ده چې د هلمند په کجکي بند کې د اوبو سطحه راټیټه شوې او له همدې کبله ده چې په هلمند او کندهار ولایتونو باندې کمه برېښنا وېشل کېږي.

د هلمند برېښنا رییس حافظ هدایت‌الله محمد وايي، که چېرې د اوبو سطحه لوړه شي، کندهار او هلمند ته به ۲۴ساعته برېښنا ورکړل شي.

 « د برېښنا د اوبو کمښت له کبله کمه ده، ځکه اوس کجکي بند باندې زموږ د برېښنا یو توربین چالان دی او نور ټوله بند دي، که چېري د ابو سطحه لوړه شي نور توربینونه به هم چلان شي او برېښنا به زیاته شي.»

له فابریکه لرونکو ورهاخوا د هلمند ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي هم د برېښنا غوښتونکي دي.

د ناوې ولسوالۍ  لوي کلي اوسېدونکی حاجي غلام حضرت وايي که چېرې دوی ته برېښنا وغځول شي، شونې ده چې هم کارخونې او فابریکې جوړې شي او هم خلکو ته کار پیدا شي.

«د برېښنا ستنې موږ په خپل شخصي لګښت ولګولې، خو برېښنا چا رانه‌کړه، له مسوولینو څخه غوښتنه کوو چې زموږ ولسوالۍ ته دې برق ورکړل شي.»

د نادعلي ولسوالۍ د چاه میرزا سیمې یوه اوسېدونکي بخت‌محمد بیا کلید راډیو  ته وویل چې د دوی ولسوالۍ ته ان د ظاهرشاه واکمنۍ پرمهال برېښنا غځېدلې وه، خو تېرو جګړو هر څه ویجاړ کړل، ستنې او مزې یې ولوټل شول.

نوموړی زیاتوي، که برېښنا وغځول شي په سیمې کې د خلکو ژوند ورسره بدلېږي، فابریکې جوړېږي، خلکو ته کار پیدا کېږي او اقتصادي وضعیت به بهبود ومومي.

«برېښنا ډېره ګټوره تمامیږي، اوس د یخ یوه فابریکه ده چې په ۲۴ساعتونو کې له ۳۰زرو ډېر مصرف لري.»

د هلمند برېښنا رییس حافظ هدایت‌الله محمد په دې اړوند وویل چې د ناوې ولسوالۍ ترعینک سېمي پورې به په نږدو وختونو کي برېښنا وصل شي، او د پاتې نورو ولسوالیو له‌پاره هم د برېښنا وسایلو چمتوکولو په هدف هڅې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د هلمند کجکي برېښنا دویم فاز د ۱۰۰میګاواټه برېښنا په ظرفیت پرانستل شو. د چارواکو په خبره که چېرې د کجکي بند شپږ واړه توربینونه فعال وي، دغه بند د ۱۵۰میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې د هلمند مرکزي ولسوالیو ترڅنګ به د نورو ګاونډیو ولسوالیو اوسېدونکي هم له برېښنا برخمن شي.

د برېښنا ریاست معلوماتو پر اساس دم‌ګړۍ فقط یو توربین چې ۱۹میګاواټه برېښنا تولیدوي، دغلته فعال دی او د بند اوبو سطحه هم له ۵۶مترو نه‌ده پورته شوې.

په اوس مهال د کجکي بند دغه ۱۹میګاواټه برېښنا هم په دوو برخو وېشل شوې. ۹میګاواټه د هلمند موسي کلا، کجکي، سنګین ولسوالیو او لښکرګاه ښار ته ورکول کېږي او ۱۰ میګاواټه یې کندهار ولایت ته چې په نشت حساب ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.