په جلال اباد ښار کې به اوسمهال په هر فیډر کې په  ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته پارچاوي کيږي.

478

برېښنا رياست وايي، په جلال اباد ښار کې به اوسمهال په هر فیډر کې په  ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته پارچاوي کيږي.

د ننګرهار ولايت برېښنا رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اوسمهال د ننګرهار په ګډون  زموږ د هېواد اکثريت ولایتونه د انرژۍ د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

له بله اړخه، ننګرهار د وارداتي برښنا د لین په اخرنۍ برخه کې واقع شوی چې د وارداتي برښنا د ولټ د ټیټوالي له امله د همېشه‌بهار سب‌سټیشن پاور ټرانسفارمرونه په اتومات ډول پرچاويږي.

 د ولټ د همدې تکراري ټیټوالي او د شاوخوا چاپېريال د ډېر ګرموالي له امله د پاور ټرانسفارمرونو د حرارت درجه هم زياتيږي او موږ مجبوریږو چې د ټرانسفارمرونو د حفاظت او د سوځېدو د مخنيوي په خاطر موقتي پارچاوي تطبیق کړو.

 له همدې امله ده چې موږ د پارچاويو لپاره دقیق او ثابت مهالوېش نه شو جوړولی. که چېرې تخنیکي معیارونه په نظر کې ونیول شي نو اړتیا ده چې اوسمهال په منظم ډول په هر فیډر کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته پارچاوي تطبيق شي.

په اوس وخت کې موږ خپله نهايي هڅه کوو چې ټولو استوګنيزو فيډرونو ته د دوامداره پارچاوۍ پر ځای په موقتي ډول د ورځې او شپې له لوري د څو-څو ساعتونو لپاره پارچاوي ورکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.