ادراک او سمون

مصطفی سمون

601

موږ خبرې کوو؛ خو په دې پسې یې سر نه ګرځوو، چې مخاطب مو څومره پوهولی دی. د دې خبرې په پوهېدنه کې له موږ سره ادراک ډېره مرسته کولای شي، چې تر ټولو مهم یې د انسان iQ او EQ تر مطالعې لاندې نیول دي. ادراک د مانا په سپړنه کې ذهن په کار اچوي، چې مانا څنګه درک کېږي؛ نو له دې سره بیا د متکلم او مخاطب ترمنځ د پوهېدنې اړیکه غځیږي، چې دواړه یو بل د درک له لارې سره پوهوي.

ادراک ته په انګلیسي کې (perception) وایي. ادراک په حسي اطلاعاتو او پېچلې مرحلې باندې پوهېدنه ده.

او همدارنګه ادراک هغه مرحله ده، چې فرد د خپل چاپېریال څخه کوم تصور او اخذ لري د ادراک په وسیله یې سپړي او تنظیموي، چې بیا له هغه څخه مانا زېږي؛ خو کېدای شي، چې ادراک له عیني واقعیته ډېر لرې وي.

ټول افراد د یو څه څخه یو ډول برداشت نه لري؛ نو ویلی شو، چې د خلکو له رفتاره د هغه عمل درک کولای شو.

د درک په اړه ویل کېږي، چې یو فردي او بل ټولنیز دی. فردي درک د یو فرد د لید تر زوایې پورې محدود وي، هغه څه چې د ده په ذهني زېرمه کې د یو شي په اړه تصور وي، یعنې درک کړې یې وي هماغه مانا ترې اخلي، له همدې څخه د ده د درک اندازه لګېدای شي؛ خو د بل فرد تصور او درک به طبعاً توپیر لري. ځکه چې دا یوازې په شاعرۍ او هنري ادبیاتو کې کېدای شي، چې فرد د خپل ذوق مطابق فیصله وکړي؛ خو په علمي بحثونو کې بیا هر څه په منطق، استدلال او درک پورې اړه لري.

لکه پخوانو به د یوې موضوع د پېژندلو لپاره د څلور ګونو علتونو خبره کوله: مادي علت، فاعلي علت، صوري علت او غایي علت.

له مادي علته منظور هغه مواد دي، چې یو شی ور نه جوړیږي. مثلاً: د منګي مادي علت خټه ده. د ارسطو، افلاطون او سقراط په نظر د شعر مادي علت محاکات دي. د یو شي جوړونکی د هغه فاعلي علت بلل کېږي، د منګي فاعلي علت کولال دی. د افلاطون او ارسطو په نظر د شعر فاعلي علت الهام دی، نه شاعر . یو نسبتاً ګرد شی چې منځ یې تش یو لاستی او نرۍ خوله لري، د منګي صوري علت بللی شو.

د شعر صوري علت موزون کلام دی. د منګي غایي علت د اوبو راوړل او د اوبو یخ ساتل دي.
د ارسطو او افلاطون په نظر د شعر غایي علت په زړونو باندې اغېز دی. چې همدغه اغېز د درک ترمنځ پوله ټاکي.
د ادراک په سپړنه کې بهرنۍ پېښې سپړل کېږي، د بهرنیو پېښو څخه موخه هغه څه دي، چې له ذهن څخه بهر پېښېږي، چې موږ یې د پينځه ګونو حواسو له لارې لاسته راوړو.

مثلاً:
۱: د لیدنې حس په مرسته انځور وینو.
۲: د ذایقې حس په مرسته د خوړو خوند څکو.
۳: د بویولو حس په مرسته د عطرو بوی حس کوو.
۴: د اورېدنې حس په مرسته موسیقي اورو.
۵: د لامسې حس په مرسته یو څه لمس کوو.

د ادراک او احساس په اړه دا تصور دی، چې دواړه یو دي؛ خو ترمنځ یې توپیر شته.
احساس، عصبي پیغام د حسي کورتکس لوري ته لېږل بلل کېږي.
مګر ادراک د تفکر له مکانیزم او د اطلاعاتو له حسي ترکیب څخه منځته راځي. که چېرې حسي اطلاعات په مسقیمه توګه غوښې (عضلې) او غدې ته لاړ شي؛ نو رفتار به په حس پورې اړه ولري نه په ادراک پورې.
که چېرې حسي اطلاعات د مغز لوړې برخې ( کورتکس) ته انتقال شي؛ نو ادراک منځته راځي. او د فرد رفتار به د اطلاعاتو له حسي حاکمیت او د مغز له بهرني عمل سره کار ولري.

احساس او ادراک له فزیولوژیکه اړخه دوه بېلابېل مراحل دي. یو معین حسي تحرک دی، چې کولای شي مختلف ادراکونه رامنځته کړي. حسي تحریک او ادراک کولای شي، چې په یوه درک موخې ته ورسېږي.
ټول فزیولوژیکي اطلاعات ښیي، چې معین تحرک تل یو فعالیت په حسي کورتکس کې تولیدوي؛ خو واقعیتونه په ډاګه سره ښیي، چې هماغه معین تحریک ادراک نه را منځته کوي. که بل ډول ووایو، چې یو معین تحریک کولای شي بېلابېل ادراکونه رامنځته کړي.

ادراک ته یوازې د یو مشخص ځواب او خاص محرک له مخې کتل پکار نه دي. درک کوونکی فرد یوازې پایلیز ذهن نه لري؛ بلکې د یوې خاصې توجېه او ټولیز فعالیت پر مټ کلي تصمیم نیسي. په دې تصمیم نیونه کې حافظه او تفکر لوی نقش لري.
اوس چې د دې موضوع په شننه بوخت یو، چې له کلموجوړونو څخه څه ډول د مانا لپاره استفاده وشي. طبيعي ده فکر وکړو، چې ایا ژبه کولای شي فکر کولو ته لار هواره کړي که نه؟
که څه هم دا یو منل شوی باور دی، د پېچلو څیزونو په اړه فکر د استدلال او له ستونزو څخه د وتو اسانې لارې ښیي.
کله بحث کېږي، چې ژبني نظامونه احتمالاً د بنسټیزې پېژندنې اړتیا لري.
کله داسې هم ویل کېږي، چې په هغه ژبه چې دوی ګړېږي فکر او درک یې د بیرونۍ نړۍ څخه منځته راځي.
نو ویلی شو، چې درک د مانا په سپړنه او شننه کې ډېر اغېز لري. دا ځکه چې کله موږ یو څه درک کړو بیا یې په مانا باندې ښه پوهېدای شو، چې له دې سره د مخاطب د درک قوه، چاپېریال، ذهني تسلسل او ټولنیز وضعیت ټول تر مطالعې لاندې نیولی شو.
په معاصره ژبپوهنه کې ښه بېلګه چامسکي دی، چې ده پر مانا زیات تمرکز او ټينګار کاوه او د مانا د سپړنې لپاره یې دروازې پرانیستې، چې د ویونکي پر ځای یې اورېدونکي ته ډېر متوجه شو.
پخوا یوازې په ویونکي فوکس کېده؛ خو اوس پر اورېدونکي، پر درک او د هغه پر اخذ ډېر بحث کېږي، چې همدغه برخه راسره د مانا په سپړنه او شننه کې مرسته کوي.

ماخذونه

۱: ایروانی، محمود، خدا پناهی، محمد کریم( ۱۳۹۵)، روان شناسی احساس وادراک، تهران: انتشارات سمت.

۲: غضنفر، اسدالله(۱۳۹۶) جادوګر هنر، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد.

۳: ویلیام اگریدی، مایکل دابروولسکی و مارک ارنف ( ۱۳۹۴) ، در امدی بر زبان شناسی معاصر، (ترجمه: دکتر علی درزی) چاپ هفتم، تهران: انتشارات سمت.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.