پېریان؛ افغان ماشومانو ته ستر اروایي ګواښ

عبدالجلال امرخیل

1,308

سم مې یاد ندي ۵ کلن به وم داسې کیسه مې اورېدلې وه چې شیشکې پیدا شوې وې شیشکې ډاروونکي مخلوقات وو خلک یې خوړل زموږ جاهلو او لۀ علم لرې خلکو باور پرې کړی وو. زۀ هغه وخت نۀ پوهېدم چې شیشکه څۀ ده خو دومره پوهېدم چې خلک وهي او بیا یې لۀ منځه وړي تېرۀ نوکان لري او غاښونه یې راوتلي وي. ما به چې داسې انځور پۀ ذهن کې جوړ کړ خپله به ورنه وډار شوم او کله به چې خوب ته تلم حتما به مې همدا انځور ذهن ته راتۀ او بیا به بهر ته تګ او ویدۀ کېدل راته سخت وو، لۀ تیارې وېرېدم خو هېڅکله مې هم شیشکه ونۀ لیده. هغه یو وهم وو چې ماته یې اضطراب پیدا کاوۀ او ذهن مې بوخت او نارامه ساتۀ تر څو کوم شي زده نشم کړای او لۀ زده کړو پاتې شم. تل پر دې فکر وکړم چې څنګه ځان لۀ شیشکې وژغورم.

دقیقا اوس د پېریانو مسئله همغه شکل لري پۀ څو ورځو کې د ټولو افغانانو تر کورونو ورسېده او د ماشومانو سترګې یې لۀ وېرې ور برګې کړې. ماشوم نۀ پوهیږي چې پېری څۀ ده. ځکه ذهن یې لا هغې ودې ته ندی رسېدلی چې پلار ته ووایي و کم عقله پوهېږې چې پریان لکه انسانان داسې مخلوقات دي خو لۀ انسانانو جلا، دومره کم عقل ندي لکه انسانان چې ورانی وکړي خلک ووژني او کورونو ته اور ورته کړي. کۀ پېریان لۀ دې کیسې خبر شي ښایي پۀ انسانانو باندې وخاندي چې د دوی لۀ نوم څخه پۀ ګټه اخیستنې سره خپل جنس ځوروي او وحشت خوروي.

پېریان خیالي او ماوراء طبعي موجودات دي چې ډېرځله پخوا هم افغان ماشومان پرې وېرول کېدل، ما ښایي د اروایي درملنې پر مهال شاوخوا ۵۰۰ ماشومان کتلي وي چې لۀ هغې ډلې څخه ۹۰% یې لۀ جن یا پېري څخه وېرول شوي وو. دا جهالت پېړۍ کیږي چې موږ سوځي د لوږې نا امني یې کمه وه چې اوس به د پېري نا امني هم ذهن ته اچوي او خپله لویه برخه انرژي به لۀ پېریانو وېرې ته ورکوي.

مهرباني وکړئ خپلو ماشومانو ته د پېریانو پۀ اړه کره مالومات ورکړئ. ورته ووایاست دا د انسانانو دامونه دي چې غواړي ستاسې ذهن او روان د وېرې پۀ لومه کې وغورځوي او لۀ هر څۀ نه مو شاته پرېږدي، لۀ تعلیم نه مو فکر واړوي او پۀ داسې یو څۀ مو مصروف کړي چې هېڅ شتون نلري او موږ یې نۀ وینو. ورته ووایاست پېریان شته لکه موږ غوندې ژوند کوي خپله نړۍ لري او کله هم د وېرې وړ مخلوق ندي هغه خلک چې وایي فلاني پېریانو نیولی دروغ وایي هغه عصبي ستونزې لري عصبي ناروغۍ لري او پېریان کله هم انسانان نۀ نیسي او نۀ ضرر ورته اړوي. پۀ تیارۀ کې ورسره وګرځئ تیارۀ ورته تشرېح کړئ، پۀ لوبو، مطالعه، تفریح، کار او چارو یې بوخت کړئ هره ورځ یو نوی خو اسانه کار ورکړئ، هره ورځ یې پۀ یوه نوې موضوع باندې مطلب لیکلو ته وهڅوئ، نوې کیسې ورته وکړئ، احساسات او اندېښنې یې واورې او پۀ ټوله کې یې ذهن لۀ پېریانو واړوئ تر څو لۀ اروایي اړخه زیان ونۀ ویني او ذهني انرژي یې پۀ بې ګټې مسایلو مصرف نشي.

هیله ده لکه د پېریانو کیسې تر هر کوره یې ورسوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.