د غله له پنده ډکه خبره او نصیحت – لنډه کېسه

سید عبید الله نادر

1,406

وایی چې ابو حامد بن احمد غزالی چې هر څه به یې په فکر کې راغله ،هغه به یې په دفترونو کې د یادښت په ښکل ولیکل ،یوه وخت د یو کاروان سره یو ځای په سفر کې وو ،او خپلي لیکنې او یادښتونه یې ټولي په یوه غوټه کې له ځانه سره اخیستې وي، کاروان په لاره کې د غلو سره مخ شو ،غلو ټول کاروان لوټ کړ. خو غزالي غلو ته مخ واړاوه، او په عذر او زاری یې دوی ته وویل: چې دغه غوټه له ما نه مه اخلئ، نور چې هر څه ستاسي په کار وي رانه یې واخلئ د غلو شک نور هم په دې خبره زیات شو، چې آیا په دې غوټه کې به څه وي، نو غوټه یې خلاصه کړه، او بغیر د امام د لیکنو نه یې بل څه په کې پیدا نه کړل، نو یوه غله ترې وپوښتل: چې دا څه دي؟ امام ورته وویل : دا زما علم او تجربی دي، دا رانه مه وړئ؟

غله وویل: هغه علم چې غل یې سړي نه یوسي نو داسي علم به د انسان څه په کار شي، امام وایي : چې دي خبری پرما ډیر لوی اثر وکړ، او ماته یې د خودۍ ټکان راکړ، او تر دې می لوی انتباهی درس نه کله اخیستی وو ،او داسي پند او نصیحت می کله اوریدلی وو، نو وروسته د هغي په دې تکل کې شوم ، چې علم ساتنه په خپل روح او د ځان په دفتر کې ثبت کړم ،هوکی: لوی دفتر د علم او معرفت د ثبت له پاره د انسان د سینې صندوق دی ښايي پوهنې او علم ته په خپل ځان او دماغ کې ځای ورکړو، او د معارف او علومو کرنه هم باید د زړه په کروندې کې وکړو، تر څو د هر رنګه ناخوالو او مصیبتونو نه لیری او په امان کې وي، او واقعی دارایي د انسان هم همدا ده ، او دا وو یو لوی پند او نصیحت چې ما د یو غله څخه واخیست.

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د ګوګل د سر چینو څخه د فارسی څخه ژباړه ژباړن : سید عبید الله نادر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.