دزړه ټـــکــان یا رپـیـدل

1,727

دزړه ټـــکــان یا رپـیـدل PALPITATIONS

د زړه ټکان یو ډیر عام او ځینې وختونه یو ویروونکی شکایت یا عرض دی چې ناروغ د خپل زړه ضربان د یو تېز او کله ورو، قوي, منظم او کله کله غیر منظم ضربان په ډول حس کوي. نوموړی عرض کله دوامدار او کله هم د کم وخت لپاره پیداکیږي او د ناروغ د تشویش سبب کیږي. ددې ترڅنګ د زړه ټکان ځینې وختونه د ساه د تنګیدو او د سینې او چپ لاس له درد سره یوځای وي.

د زړه د ټکان شاوخوا 54% سلنه ناروغان چې د زړه ټکان یې د زړه د ناروغیو له امله وي د رواني ناوغیو په تشخیص تداوي کیږي او اصل علت پکې پټ پاتې کیږي. او دا ترټولو د اندیښنې وړ خبره ده چې باید ناروغ او ډاکتر دواړه ورته پام وکړي.

د زړه د ټکــان عوامل یا اسباب (Etiology):

. دزړه او رګونو ناروغۍ (۴۳%)

ـ رواني ناروغۍ (۳۱%)

ـ نور علتونه (۱۰%)، لکه دتایراید غدې ناروغۍ، دواګانې او ایتانول الکول، فیوکرومو سایټوما او د وینې کمښت

ـ نامعلوم علت (۱۶%)

د تشخیص او علت معلومولو په منظور د تاریخچې آخیستلو او فزیکي معاینې برسیره یو لړ نور معاینات هم ترسره کیږي. لکه دزړه برقي ګراف، ایکوکارډیوګرافي، TFTs، RFTs, CBC، د وینې ګلوکوز، د وینې غوړ او یو شمیر نور معاینات.

او د تشخیص څخه وروسته د هماغه پیداشوي علت درملنه صورت نیسي.

دیادولو وړ ده چې د زړه د ټکان درلودل باید ډیر مهم وګڼل شي او زرترزره ډاکتر ته مراجعه وشي.

دټکان پروخت له لاندې مانورو کار آخیستل د ټکان په له منځه وړلو کې ډیره مرسته کوي:

ـ اوله مانوره د غوږ لاندې د غاړې د ښي او بیا د چپې خوا مښل یا مساج:
پدې مانورې کارولو سره د غاړې په برخه کې د کاروټید شریان په امتداد پراته د لسم عصب یا واګوس الیاف تنبه کیږي او د زړه ټکان له منځه ځي. په دې مانوره کې باید دواړه خواوې په یو وار ونه موښل شي ځکه چې دماغو ته دوینې جریان بندیږي او نورې ستونزې رامنځته کوي. لومړی ښۍ خوا د لسو یا شلو ثانیو لپاره موښل کیږي که ټکان ورک نه شو نو بیا چپه خوا په همدې ترتیب موښل کیږي.

دوهمه مانوره مخ ته د یخو شیندل او په عین وخت کې د تنفس بندول دي چې پدې سره هم د زړه ټکان له منځه ځي.

ـ دریمه مانوره سرته د دواړو زنګنونو ترمنځ موقعیت ورکول او 10 سي سي syringe سیرینج ته د 15 ثانیو لپاره پوکی کول دي او ددې په تعقیب ناروغ ته سمدستي د ملاستي وضعیت ورکول کیږي او پښې یې د 15 ثانیو لپاره پورته نیول کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.