څنګه پوه شو چې د زړه په ناروغي اخته یو؟

ډاکټر جمیل حامد

0 2,124

د زړه ناروغي هرکال په ټوله نړۍ کې د میلیونونوکسانو ژوند اخلي په ځانګړي توګه په پرمختللو هیوادونوکې په لوړعمرلرونکوکسانوکې د مړینې لوړه کچه جوړوي خوپه بې وزلوټولنوکې یی پیښي نسبتاٌ لږې لیدل کیږي.‎

ډیرو دقیقو اونووڅیړونوښوولي ده چې دسرطا ني ناروغیودټولو ډولونوپه پرتله په امریکا کې دزړه ناروغي هرکال ډیرکسان وژني اونیږدې ۷۸۵۰۰۰ کسان هرکال دزړه حملي تجربه کوي .

که تاسو دا سې نښې نښا نې ولرئ نو ژر تر ژره باید له ډ اکټرسره مشوره وکړئ !

۱ : د سینې درد : په عمومي توګه دا درد به د سینې په کیڼه برخه کې وي ، دردبه ډیر سخت اونیونکی وصف ولري کله کله به ورسره د سینې د سوځیدنې احساس مل وي ، له ګرځیدو ، ډوډۍ خوړلواوغوسي سره به زیاتیږي خو د تنفس، ټوخي او د اړخ له بدلولوسره به کوم تغیرنه پکې راځي او ډیری وخت دا درد له ۵-۳۰ دقیقو پورې دوام کوي او یا به له استراحت کولو سره آرامیږي د شدید درد په شتون کې کله کله کا نګې هم پیدا کیدای شي خوپه یا د مو وي چې دا دردونه کله کله د ژامي ، غاړې ، د اوږو منځ ، لاسونو ، غاښونو او یا د خیټې خواته هم خپریږي او کله کله ورسره د پښو یخوالی اوپه لاسونو او پښو کې بوډۍ نیونه هم مله او درد به دومره سخت وي چې د درد ضد په عادي درملو به نه آرامیږي .

۲ : سا لنډي یا نفس تنګي : تاسو به د سا د لنډوالي اوپه سینه کې د تنګون احساس ولرئ چې دا سا لنډي به د ګرځیدوسره ډیره او له استراحت سره به کمیږي او کله کله کیدای شي چې د ډودۍ خوړلو په مهال دنفس تنګي احساس ولرئ او په یاد مو وي چې دا سا لنډي به په نا څاپي توګه منځته راځي او ډیری وخت به د سینې له دردسره مله وي .

۳ : د زړه ټکان اویا بې نظمي: ستاسو د زړه ټکان به زیات او تاسوبه د وارخطایۍ احساس ولرئ او یا به مو برعکس د زړه حرکات ډیر ورو وي او خیال به کوئ چې همدا اوس به بیهوښي درباندې راشي او یا به مو زړه په غیرمنظم ډول حرکت کوي .

۴ : پړسوب : که تا سوپه پښو، خیټه او یا د سترګو په شاوخوا کې پړسوب ولرئ او ورسره مو سا لنډي هم شتون ولري هیله ده چې ژر تر ژره له ډاکټرسره مشوره وکړئ همدارنګه مو پام وي چې په ماشومانو کي د شونډو توروالی او یا شین والی او یا ژرژرستړي کیدل او یا که ماشومان په لوبوکې لیوالتیا ونلري نوله ډاکټرسره مشوره وکړئ .

۵ : که تاسو د شکرپه ناروغي اخته یاست نو ډیری وخت د زړه د ناروغي د منځته راتلو په مهال درد نه لرئ خوکه تاسو د زړه د ټکان زیا تیدل ، کمیدل او یا ناڅاپه پخپله سینه کې د یو ډول نیوني او یا سا لنډۍ احساس ولرئ او یا یو ډول وارخطایی او یا د زړه د حرکاتو ګډوډیدل یا غیرمنظموالی ولرئ ژر تر ژره له ډاکټرسره مشوره وکړئ ځکه د شکر ډیری ناروغان د زړه د ناروغیولپاره ښه نوما ندان ګڼل کیدای شي .

۶ : که تاسو سګرټ څکوئ نو پوه شئ چې د نورو کسانوپه پرتله چې سګرټ نه څکوي د زړه په ناروغیو د اخته کیدو چانس مو ډیرزیات دی نو پورتنۍ نښي نښاني ډير په ځیرپه پام کې ونیسئ .

۷ : که په ارثي توګه ستاسو په کورنۍ کې د زړه د نارغی وتاریخچه موجوده وي نو ډیرمتوجه اوسئ چې  د پورتنیو نښو په لیدو ژر تر ژره له ډاکټر سره مشوره وکړئ .

۸ : په یاد مو وي چې د وزن ډیروالی د زړه د ناروغیو لپاره ښه مساعدونکی لامل ګڼل کیدای شي ؛ نو که ستاسو وزن ډیر وي او پورته یادې شوي نښي ولرئ نو بې له ځنډه له ډاکټر سره مشوره وکړئ .

۹ : که ستاسو دویني فشارلوړوي اوورسره دغوږونوبونګاری ، ګنګسیت ، دسرشدید درد ، دسترګودلیدکموالی ، دیوه شي دوه ګوني لیدنه اودبیهوښي احساس دپورتنیونښونښانوسره مل وي بیله ځنډه روغتون ته ځان ورسوئ .

۱۰ : که تاسو د ویني د غوړوالي په ناروغي اخته یاست نو پوه شئ چې د نورو ناروغانو په پرتله په تاسو کې د زړه ناروغي خطرناکې پا یلي لرلای شي نو د پورتنیو نښو نه څرګندیدو سمدستي له ډاکټرڅخه مرسته وغواړئ او هم د خپلي پخوانۍ ناروغۍ څخه یی خبر کړئ چې دا به ستا سو د لاښه تشخیص سره پوره مرسته وکړي .

که غواړئ تل روغ زړه ولرئ نولاندي ټکي په پام کې ونیسئ !

۱ : سګرټ او یا نور تمبا کو مه څکوئ

۲ : د ورځې لږترلږه د ۳۰ دقیقو لپاره سپورت کوئ

۳ : په خوړو کې میوه ، سبزي او حبوبات ډیر کاروئ له زیاتوغوړینو ، مالګینو او غوښنیوغذاوو څخه ګټه مه اخلئ .

۴ : هڅه کوئ چې وزن مو زیات نشي

۵ : په منظمه توګه خپل معاینات کوئ ، لږ تر لږه په شپږو میاشتو کې یو ځل د ویني فشار او د ویني غوړ ګورئ په ځانګړي توګه هغه کسان چې د ویني د غوړوالي او یا لوړفشار پخوانۍ تاریخچه ولري، او یوه بله مهمه خبره مو هم باید په ذهن کې وي چې تل درسره د خپل معا لج ډاکټر د ټیلیفون شمیره سا تئ .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply