د هغه الوتکې په یوه ساعت کې د ۳۰۰ کیلومتره په سرعت سره پرواز کاوه او په ځانګړي توګه د اوږد سفر له پاره اماده کړای شوې وه. دغه الوتکه چې شارک کب ته ورته شکل لري د دوو کسانو د ناستې ځای او یوه اضافي د تیلو ټانک یا زیرمه لري.
روتهر فورډ کومو ځایونو ته پرواز وکړ؟
د اګست میاشتې پر ۲۴ نېټه دې ځوان پيلوټ په هغه ځای کې ناسته وکړه، له کوم ځایه چې یې پنځه میاشتې مخکې پرواز کړی و. د ټولې نړۍ سفر بشپړولو له پاره هغه نږدې ۵۴ زره کیلومتره فاصله تر شا پريښوله. میک روتهر فورډ د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې د شاملیدو له پاره ټول اړین ټکي په پام کې نیولې ول او دوه واره د استوا له کرښې څخه تیر شوی دی.
د روتهر فورډ په هکله په څه پوهیږو؟
د روتهر فورډ د کم سنۍ یوه نښه دا هم ده چې هغه په دې اوږد سفر کې له ځان سره د ساتیرۍ ګُډۍ (ټيډي خرس) هم وړې و. هغه خپله د زوکړې ۱۷مه کلیزه د پرواز پر مهال ولمانځله.
د خپل سفر پیلولو څخه مخکې یي د بلجیم په سویل کې د Buze په نامه هوایي ډګر کې روزنه ترلاسه کړه. د روتهر فورډ دغه اوږد هوایي سفر بشپړ شو او په دې توګه یي د ۱۸ کلن بریتانوي پیلوټ تریوس لودلو، د تیر کال ریکارډ مات کړ.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.