خلک: د کونړ د بیروجو کانونو چور روان دی

745
4 ساعتونه مخکې

د کونړ اوسېدونکي او قومي مشران وايي چې په دغه ولایت کې د بیروجو او نورو قیمتي ډبرو پر کانونو چور جوړ دی او کاڼي په ناقانونه او غیرفني ډول له ایستلو وروسته قاچاقېږي؛ خو د طالبانو حکومت څه وايي؟

د کونړ ولایت اسېدونکي وايي چې د دغه ولایت د قیمتي ډبرو پر کانونو چور ګډ دی او دا چې په زیاته اندازه له هيواده بهر قاچاقېږي.

کونړ د افغانستان يو له هغو ولایتونو څخه دی چې په زیاته اندازه د بیروجو، کونزیټ، بلور، کومرین، تختې، مارګنیټ او نورو قیمتي ډبرو کانونه لري.

دغه کانونه تر ډېره د دې ولایت په چپې درې او ماڼوګي ولسوالیو کې دي. د دغه ولسوالۍ اوسېدونکو دویچه ویله ته وویل، د جمهوریت له ړنګېدو وروسته اوس پر دغه کانونو تالان ګډ دی او هر څوک په خپل سر کانونو کې کار کوي.

د چپې یو اوسېدونکي چې غواړي نوم یې خپور نه شي دویچه ویله ته وویل چې یوازې د دوی په ولسوالۍ کې نږدې زر لوی او کوچني کانونه شته او اوس په ټولو کې په ناقانونه او غیرفني ډول کار روان دی.

هغه وویل، له دغه کانونو ټول ایستل شوي کاڼي د کان په خوله کې په غیرمسلکي ډول د بولۍ په شکل په میلیونونو پاکستانیو کالدارو اخستل کېږي او له هغې وروسته په نورو هيوادونو کې په څو برابره زیاتې بیې پلورل کېږي.

نوموړي وویل: «داسې معلومي بیې موږ لرو، چې دلته له یوه کانه کاڼي په یو کروړ پاکستانیو کالدارو اخستل شوي او بیا هماغه اندازه کاڼي د پېښور په نمک مندوي کې په شپږ او اوه کروړه پاکستانیو روپو خرڅ شوي دي. کاریګرو ته یې ګټه نه پاتيږي، ګټه یې ټوله قاچاقبرو ته رسېږي.»

ده وویل، چپې درې کې د کاڼو سوداګرو د ناټو په نوم اتحادیه جوړه کړې او له هغوی پرته نور څوک کاڼي نه شي اخستلی.

د چپې درې دې اوسېدونکي وویل، له دغو کاڼو ډېره ګټه له قاچاقبرو وروسته د طالبانو استازو ته رسي، چې کانونو ته یې ګومارلي دي. د ده د معلوماتو له مخې، د چپې درې له پاره د طالبانو د کانونو پخواني استازي «ذاتي» نومي د کانونو له ادرسه دومره پیسې غلا کړي چې په خپله سیمه کې یې یوازې په سل لکه کالدارې د کور یواځې څلوردیوالي جوړه کړې، په داسې حال کې چې پخوا ډېر بې وزله و.

د کونړ یوه بل اوسېدونکي هم د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، د طالبانو حکومت ټولو خلکو ته د کانونو د کیندلو اجازه ورکړې او اوس په بې دریغه ډول د کانونو سپړل روان دي.

هغه وویل: «کله چې کان کامیاب شي او کاڼي ووځي، امارت ترې درې برخې اخلي او نور کنټرول نه شته دی.»

د کونړ چپې درې کې د کاڼو د یوه کان خاوند عبدالاکبر دویچه ویله ته وویل، له کلونو راهیسې په خپله سیمه کې د کاڼو راایستلو کار کوي او له دې پرته بل روزګار نه لري.

هغه وویل، اوس د دوی په ولسوالۍ کې نیږدې په زرو معدنونو کې کار روان دی او طالبان له هر معدنه خپله برخه اخلي: «تېر حکومت کې خو لږ کم ځکه و چې هغوی قاچاق ګاڼه او دوی یې نه ګڼي. دوی پکې خپلې درې برخې اخلي. نور ازاد دي.»

د کان دې مالک وویل چې یو ګرام ښه بیروج په معدن کې تر ایستلو وروسته ګرام په سل زره پاکستانیو کالدارو پلورل کېږي؛ خو نورو هيوادونو ته له وړلو وروسته یې بیې ډېرې لوړېږي.

نوموړي وویل، طالبان ورته د کاڼو د انتقال له پاره یوه پرچه ورکوي چې په هماغې پرچې تر تورخم بندره پورې خپل کاڼي انتقالوي.

په کونړ کې د قیمتي ډبرو یو سوداګر سلیم هم دویچه ویله ته مني چې د یوه معلوم پروسیجر نه‌شتون له امله د کونړ کانونه په ناقانونه ډول کیندل زیات شوي او د کاڼو قاچاق هم روان دی.

د کاڼو دې سوداګر وویل، د کاڼو قاچاق «سخت» ډېر شوی او دا چې هر څوک په خپل سر کانونو کې کار کوي: «دا نهایت زیات دی. دا کاڼي ټول پېښور ته ځي. په قاچاقي لارو وړل کېږي او هغوی یې بیا خارج ته وړي. د چا چې کوم ځای خوښ شي په هماغه ځای کار شروع کوي.»

چپې درې ولسوالۍ کې د قیمتي ډبرو د کانونو د اتحادیې مشر حاجي عبید دویچه ویله ته وویل چې د پخوا پرتله اوس کار ډېر شوی او دا چې د کانونو د سپړلو له پاره هېڅ قانون وجود نه لري.

هغه وویل، اوس چې د طالبانو حکومت د کانونو له پاره کوم قانون نه دی جوړ کړی، نو له همدې امله کاڼي نورو هيوادونو ته په خپلسري ډول وړل کېږي.

هغه وویل: «ستونزې پکې داد چې په داخل کې څه نه لري. پاکستان ته ځي. که چېرې رسمي ډول لاړ شي نو افغانستان ته به یې ګټه پاتې شي. کاڼي اول معدن کې خرڅېږي، بیا یې سوداګر په خپل لین پاکستان ته اړوي.»

ورته وخت کې کانونو او پترولیم وزارت له پاره د طالبانو ویاند مفتي برهان دویچه ویله ته هغه ټولې ادعاوې رد کړې چې پکې په خپل سر د کانونو کیندل او د قیمتي ډبرو د قاچاق خبره شوې ده.

هغه وویل چې د دوی د اقتصادي شورا د پرېکړو له مخې تر هغې چې د کانونو کیندلو له پاره طرحه جوړېږي، دوی عامو خلکو ته د کانونو د کیندلو اجازه ورکړې ده، خو د کاڼو د قاچاقېدو مخه یې نیولې ده.

هغه وویل: «ځیني قومي ځمکې شته چې موږ اجازه ورکړې ده؛ خو غواړو چې هغه هم تر خپل پروسیجر او قانون لاندې راولو. د اقتصادي شورا له خوا هدایات دی چې تر څو تاسې خپل پروسیجر جوړوئ، تر هغې ولس مه بیکاره کوئ، ولس دې اخته وي.»

د کانونو او پترولیم وزارت دې ویاند هغه ادعا هم رد کړه، چې ګنې د کان په سیمو کې د دوی استازي فساد کوي.

د کانونو او پترولیم وزارت له پاره د طالبانو د معلوماتو له مخې په تېر یوه کال کې دوی د کانونو له درکه ۱۴ میلیارده افغانۍ او څوارلس میلیونه ډالر عواید راټول کړي دي.

په ناقانونه ډول د کونړ د قیمتي ډبرو د کانونو د ایستلو او قاچاق سربېره د افغانستان له نورو ولایتونو هم د مختلفو کانونو د خپلسرو کیندنو او قاچاق رپوټونه خپاره شوي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.