تور لاسونه

لیمه ودان

566

په وسپنه‌یي خط‌کش یې مېز وواهه. ماشوم جټکه وخوړه، زېړ رنګ یې نور هم والووت.
په ماشوم یې سترګې وربرګې کړې، ویې ویل:
– ما پرون څه درته وویل!؟ کومه ده کورنۍ دنده دې؟
هلک ښی لاس په ببرو وېښتانو تېر کړ، په رېږدېدلي غږ یې وویل:
– مالېم (معلم) صاحب په کوران (قران) چې سبا…
– قسم مه کوه!!! پرون دې هم ویل چې سبا یې نه هېروم، ټمبله!!!
ماشوم تور لاسونه مروړل. د معلم یې نوکانو ته پام شو، غاښونه یې وچیچل.
– ولې دې نظافت ته پام نه کوې؟؟؟ هره ورځ باید درته وویل شي چې نوکان دې واخله؟؟
د هلک په لاسونو کې د خط‌کش نښې کېناستې؛ خو په سترګو کې یې د اوښکو درک نه و.
د پاتې هلکانو کورنۍ دندې یې ولیدې. د تختې خواته لاړ، په توره تخته سپینې لیکې قطار شوې. د ماشومانو منځ کې شورماشور شو. ورویې کتل. حیران شو:
– ته درس نه وایې، کورنۍ دنده نه راوړې، بیا جنګ هم کوې!؟
رنګ یې سور واوښت، غاښونه یې وچیچل. د هلک خواته ورغی، خط‌کش یې په لاس کې ټینګ کړ. د صبر ورستی حد یې وننګاوه. ویې ویل:
– ووځه!!
هلک غلی و، معلم بیا پرې ورچیغه کړه:
– ووځه ټمبله!!!
پاڅېد، د دروازې خواته روان شو. په وره کې یې پښه ونیوه. معلم ته یې وکتل، سترګې یې ډنډونه ښکارېدې.
معلم نورو ماشومانو ته مخ کړ:
– ده ولې جنګ کولو؟
د هلکانو نه یوه غږ کړ:
– مالیم( معلم) صاحب! ټولو ورته ویل ټمبله، دی هم غوسه شو.
معلم څو شېبې غلی و. بیا یې وویل:
– څوک د ده پلار پېژنئ؟ ورته ووایئ چې زموږ معلم غوښتی یې.
له اخیره یوه ماشوم وویل:
– مالیم (معلم) صاحب! د ده ابا او ادې مړه دي، له دې ځایه چې لاړ شي تر ماښامه بوټونه رنګوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.