سعید شینواری: سعید خوستي ما پسې دفتر ته وسله وال راوستي و

1,401

د طلوع نیوز پخواني خبریال سعید شینواري پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د ا.ا د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي ورته له څو ګرمو بحثونو وروسته دفتر ته وسله وال راوستي وو او د بحث پر وخت کې یې ورته مخامخ کېنولي وو.

نوموړي زیاته کړې، چې د بحث له خلاصېدو وروسته سعید خوستي زما ګرېوان ته لاس راوچاوه، چې لاس مې هم په کې زخمي شو.

دی زیاتوي، چې خوستي ته مې وویل، چې « نه ته دحق ویونکو خولې تړلی شې او نه هم په دې کارونو افغانستان خوړلی شې»

د سعید شینواري او سعید خوستي څو ګرم بحثونه په ټولنیزو رسنیو کې وروسته له هغې مشهور شول، چې شینواري په نړیوالو سټیجونو د ا.ا د استازو پر استازولۍ د پاکستاني چارواکو په شتون نقد کاوه؛ خو خوستي یې بیا د ملاتړ لپاره دلایل راوړل.

سعید شینواری دا څرګندونې وروسته له هغې کوې، چې له تېرې شپې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د «الهې» په نوم د یوې جینۍ ویډوګانې لاس په لاس کېږي، چې وايي خوستي پرې په زوره نکاح تړلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.