د لنډیو په هنداره کې د سیلاو د غمیزې ننداره- ۳ برخه

آصف بهاند

712

د لنډیو په هنداره کې د سیلاو د غمیزې ننداره

دریمه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلوڅلورشپـېتمه برخه

خړو اوبو یې زوی ډوب کړی

د سین له غاړې په ژړا منډې وهینه

 

خړو اوبو د سېلاو یووړ

مور یې سرې سترگې پر سر خاورې بادوینه

 

سېلاو هرڅه راته تباه کړل

ځایگی مې نه شته شپه به چېرته تېرومه

سیل یو طبعي مصیبت دی او له جگړې نه یې هم ورانی او تباهي ډېره چټکه وي. زموږ په وطن کې د اوبو د نه مدیرت یا ناسم مدیریت په وجه د بارانونو اوبه او بیا د سېلاو د اوبه ورانی او تلفات زموږ په وطن کې رامنځته کوي او بندونه د گاونډیانو ډکوي چې هغوی خپلې مځکې پرې خړوبوي او برېښنا پرې تولیدوي.

د وروستیو سېلاوونو د وراني په باب په یو رپوټ کې ویل شوي دي چې:

«… د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۱۹۴ کسان شهیدان او ۲۶۵ تنه ټپيان شوي دي څه د پاسه ۱۲ زره کورونه په پشپـړه او یا هم نیمه توګه ویجاړ شوي، څه دپاسه ۹۰۰۰ څاروي تلف شوي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړ شوې دي…»

په افغانستان کې له سېلاوونو نه د رامنځته شوي وراني او ویرونو ځینې برخې د لنډیو په قالب کې انځور شوي دي. د نویو لنډیو د راټولولو په لړ کې مې په سېلاو او د سېلاوونو په وراني پورې اړوند لنډۍ هم راټولې کړې دي. په دې برخه کې مې لاندې لنډۍ راټولې کړې دي:

 

وطن مي خړو اوبو یوړو

د بـېـوسۍ نارې وهم وطن پرېـږدمه

 

د استسقا پر لمونځ پښېمان یم

ژوند مې خراب شو په سېلاو پسې سېلاوونه

 

بارانه څاڅکی دې نه غواړم

دوه څاڅکی راشې بیا راباسې سېلاوونه

 

باران پر بر کلي ورېـږي

سېلاو زموږ د کلي وران کړل ټول کورونه

 

خړو اوبو یې زوی ډوب کړی

د سین له غاړې په ژړا منډې وهینه

 

خړو اوبو د سېلاو یووړ

مور یې سرې سترگې پر سر خاورې بادوینه

 

د سېلاو وړي مور په تمه

سېلاو چې یووړ مرگ یې شته بیا نه راځینه

 

اسمان درزېـږي باران راغی

له هرڅه تېر یمه د سر فکر کومه

 

باران دې وي سېلاو دې نه وي

که سېلاو راغی ډېر څه ځانه سره وړینه

 

که لږ باران وي پروا نه شته

سېلاو ظالم دی ورانوي اباد کورونه

 

له بارانه سره ډارېـږم

سېلاو به راشي بیا هرڅه گډوډوینه

 

چې څنگ باران شي ډار پیدا شي

کور خو مې پرېـږده، ډار د سر مې زوروینه

 

سېلاو هرڅه راته تباه کړل

ځایگی مې نه شته شپه به چېرته تېرومه

 

چې باران ډېر شي سېلاو راشي

خدایه ډېر مه کړې ته هېڅکله بارانونه

 

په بارانه پسې سېلاو راغی

زه د اشنا دیدن ته څنگه لاړه شمه

 

باران چې اوري خپه نه یم

خپه په دې یم چې سېلاو ورسره وینه

 

پاس پر ایلبند باران ورېـږي

لاندې نارې شې راروان دي سېلابونه

 

باران د رحم علامه ده

سېلاو ظالم دی ورانوي ښکلي کورونه

 

چې باران تېز شي زړه خپه شي

ټول سوچ په دې شي چې به راشي سېلابونه

 

نورې ښېرې به درته نه کړم

پر ژوند دې راشه د ویرونو سېلابونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.