د رئیس د وژلو ۱۰۱ لارې چارې

بریال حبیبي

714

له آره په انګرېزي ژبه په کارتوني بڼه چاپ شوی کتاب دی، چې په فارسي ژبه بیا (سارا فروغي اصل) د لیکنې په ور زیاتولو سره په ۱۳۸۸ل کال کې په تهران کې چاپ کړی دی.
فروغي اصل ډالۍ کې لیکي:
((دغه اثر دې هغو ټولو کارکوونکو ته ډالۍ وي، چې د خپلو رئیسانو له ریاست نه ستړي شوي؛
او همدارنګه
هغو ټولو رئیسانو ته دې هم ډالۍ وي، چې د خپلو ماتو د لامل موندنې په لټه کې دي.))
دا په سریزه کې زیاتوي:

(( کله چې مې په لومړي ځل (د رئیس د وژلو ۱۰۱ لارې چارې) اثر ولید، ښکلیو او له رمز و راز ډکو تصویرونو مې یې دې ته پام واړاوه، چې ښه به نه وي چې د کلیماتو په ورزیاتولو سره د کتاب جذابیت دوه برابره کړم؟
فکر کوم، په ټوله کې بد کار ترې نه دی جوړ شوی، خو دا نو په لوستونکي پورې اړه لري.
دغه کتاب لکه یوه هېنداره د هغو ټولو ښکلاګانو او چټلیو ښکارندویي کوي، چې موږ ټول پخپل ورځني ژوند کې په یو نه یو ډول ورسره مخ یو؛
که په هره دنده کې یو او هر مقام لرو، له سهار نه تر ماښام پورې داسې کسان وینو، چې د نورو په ناپوه ګڼلو سره د ځان لپاره په یوه غوره مقام پسې ګرځي؛
خو پوهېږي نه، چې داسې مقامونه نه کوم ارزښت لري او نه هم پرې اوږدمهالې تکیه کېدلای شي.
زما له آنده ممکن دغه کتاب زموږ ټولو لپاره د یو محرک رول ولوبوي، تر څو لږ و ډېر د خپل چلند په اړه فکر ترسره او د لازمې اصلاح لپاره یې هڅې وکړو.))
دا لیکي:
((د مهربانۍ له مخې د کتاب لوستنه کې لاندنیو سپارښتنو ته پام وکړئ:
۱- په دغه کتاب کې لیکلې شوې لارې چارې ممکن ستاسو پر وړاندې وکارېږي، نو په ورباندې تللو کې پرې ډېر خیال وکړئ.
۲- ممکن تر تاسو وړاندې ستاسو رئیس دغه کتاب اخیستی او لوستی وي، نو ځکه تر عمل وړاندې په دې اړه ځان ډاډه کړئ.
که چېرته یې لوستی وي، بیا یې لږې و ډېرې پېچلې وازمایئ؛ که مو په نیت پوه شو، نو ډاډه اوسئ چې په لومړنۍ چاپلوسي به مو د توطیې په جرم له ادارې نه وباسي.
۳- غوره به دا وي، چې د ځان او نورو د وخت او انرژي د ضایع کولو پر ځای لږ مثبت فکر وکړئ او په اصولي لارو چارو د خپل کاري مؤقف د لوړتابه په لټه کې شئ.
۴- داسې ښکاري چې دغه کتاب د کارکوونکو په پرتله د هغو رئیسانو لپاره ډېر په درد خوري، چې د خپلو مقامونو، قدرتونو او… د له لاسه ورکولو په درشل کې دي؛
هغوی باید وپوهېږي چې د قدرت د لاسه ورکولو لامل یې هغو کارکوونکو ته نه پاملرنه ده، چې په دغه کتاب کې ځای پر ځای شوي فعالیتونه ترسره کوي.
که چېرته مو پام شو چې کوم څوک ستاسو د تواناییو په اړه ډول ډول مبالغې کوي، نو پوه شئ چې ستاسو په څښاکو کې څاڅکی څاڅکی زهر ور زیاتوي.))
کتاب داسې را پیلېږي:
(( پام مو وي، چې هیڅکله د خپل رئیس د وژلو لپاره له نارنجک نه ګټه وا نه خلئ؛
ځکه په دې کار سره هم ځان په ستونزه کې راګیروئ او هم له هغه نه یو اتل جوړوئ.
موږ په دغه کتاب کې داسې لارې چارې وړاندې کوو، چې پر مټ یې هم خپل رئیس له منځه وړلی او هم ځان د یوه بېلګیز او اتل کارکوونکي په توګه راڅرګندولی شئ!))
څو لارې چارې په لاندې ډول لولو:
((۱ـ تل ورته د شرکت د فعالیتونو د پراختیا او ډېر پلور په اړه نوي نوي وړاندیزونه ور وړئ؛
دی تر وړاندېزونو لاندې دفن کړئ!
۲ـ هغه مهال چې په سختیو کې وي او په ستونزو کې ډوب وي، همداسې یې پرېږدئ او پخپلو شخصي کارونو ترې مصروف شئ!
۳- داسې وړاندیزونه ورته وکړئ، چې په منلو سره یې د ستونزو غر ورباندې راونړېږي!
۴ـ د شا له خوا یې په خنجر ووهئ!
۵- هیڅکله یې پخپلو رښتینو موخو مه خبروئ؛ خپلې کړنې او غبرګونونه د نه وړاندوینې وړ کړئ!
۶- د زېږېدنې د ورځې، د واده د ورځې او… مبارکي ورکړئ، د هیلې خلاف کار وکړئ!
۷- داسې ځای یې کښېکاږئ، چې هیڅکله یې له هماغه ځایه د ګوزار کولو فکر په سر کې نه وي ورګرځېدلئ!
۸- په هر ممکنه فرصت کې ترې آرامتیا واخلئ!
۹- نانځکه ترې جوړه کړئ او ماشومانه کارونو ته یې مجبور کړئ!
۱۰- له نورو نه د ګوزار لپاره ګټه واخلئ!
۱۱- کله چې موخه نه لرې، هر لاره دې مقصد ته رسولای شي!
۱۲- هره ساده موضوع، پېچلې کړئ!
۱۳ـ په خبرو اترو کې داسې وکړئ، چې هر کله خپل نظر/تصمیم بدل کړي!
۱۴- داسې وښیئ چې تاسو پخپل کار بوخت وئ او په کار مو یې هیڅ کار نه درلود، هر څه ناڅاپه پېښ شول!
۱۵ـ ډېر مهم کارونه مو بې موقع ترسره کړئ!
۱۶ـ ټلیفوني مزاحمت!
۱۷ـ په حساس او برخلیک ټاکونکي وخت کې لوبې او تفریح کول بد کار منې که وي!
۱۸- ځان ورسره تل موافق وښیاست او په همدې موافقت کې پرې ګوزار وکړئ!
۱۹- دده د وینا برعکس کار وکړئ!
۲۰ـ وېرې، خیالونه او تصورات یې رښتیني وښیاست!
۲۱ـ ده ته احترام د دندې تر غوره ترسراوي لازم وګڼئ!
۲۲ـ دی هغه رئیس دی، چې د دندې په لار کې یې سر ایښی!
۲۳ـ له نورو کارکوونکو سره یې پر وړاندې یو شئ!
۲۴ـ داسې کار وکړئ چې هیڅوک درباندې یوه شېبه هم شک ونه کړي!
۲۵- پایلې تر خپل حد لویې وښیئ!
۲۶- یوازې د نظرونو، ستاینه یې وکړئ!
۲۷- د لقبونو په ورکړه کې هر څومره ډېر مبالغه کوئ!
۲۸ـ هڅه وکړئ، چې سترګې او غوږونه یې له کاره ولوېږي!
۲۹- هره خوشحالي ورباندې غم کړئ!
۳۰ـ دغه باور پکې ځواکمن کړئ، چې دی د هر کار د ترسراوي وس لري!
۳۱ـ په پلان جوړونو کې یې خنډونه رامنځته کړئ!
۳۲ـ داسې کار وکړئ، چې تل په هماغه یوه خبره ودرېږي!
۳۳ـ هره ماتې یې له شرم و حیاء پرته بریالیتوب وښیئ!
۳۴ـ هغه ته ووایئ، چې ټولې طرحې به یې نږدې راتلونکې کې غوره پایله ورکړي!
۳۵- دی ښه قاضي دی؛ که یې هر قضاوت وکړ، سم دی!
۳۶- خبرې ورته راوړئ!
۳۷ـ دی تل یو رئیس وو، یو رئیس دی او یو رئیس به پاتې کېږي!
۳۸- داسې کار وکړئ چې فکر وکړي، ټولې ستونزې په پټو سترګو حلولای شي!
۳۹- د واقعي نظر د څرګندولو توان ترې واخلئ!
۴۰- بې موقع کارونه!؟
۴۱- دی یو واقعي جادوګر دی!؟
۴۲- پر وړاندې یې دښمنان راپاڅوئ!
۴۳- ځان همېشه په کار مصروف وښیاست!
۴۴- ده په تا باور کړی!؟
۴۵- دده له مېتودونو نه دده د له منځه وړلو لپاره ګټه واخلئ!
۴۶- داسې کار وکړئ، چې تل فکر کوي حق په جانب دی!
۴۷ـ نورو ته یې په خوله کې ورکړئ!
۴۸- ډاټا سمه او منظمه کړئ، عددونه کم او زیات کړئ!
۴۹- ستاسو رئیس چې هر څوک دی، تل به یې امرمنونکي یئ!
۵۰- تل له ناحلو شویو مسئلو او ستونزو سره خوا ته ورشئ!
۵۱- که یې درنه ډبره وغوښتله، سر یې ترې پرې کړئ!
۵۲ـ ځان ناګاره واچوئ، که یې هر څه وویل، تائید یې کړئ!
۵۳ـ دی باید هیڅکله واقعیتونه ونه ګوري؛ بلکې دی باید تل ځان ته په یو ډول ځانګړو عینکو کې وګوري!
۵۴ـ چې هر څومره کولای شئ، لګښت پرې وکړئ!
۵۵- د همکارانو پام مو نورو موخو ته واړوئ!
۵۶ـ ساتنې ته یې پام وکړئ، خدای ناخواسته له کوم ګواښ سره مخ نه شي او… !))

پای!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.