نظم

آمنه فنا

1,153

غواړم بېرته راژوندۍ شم
غواړم بیا د ژوند آسمان ته
رڼا ورکړمه سپوږمۍ شم
غواړم بیا شم درمیینه
غواړم بیا دې لېونۍ شم
غواړم بېرته را ژوندۍ شم
د وطن غمو وژلي زړه کې پو د هیلو ساه کړم
سره زخمونه یې ګینده کړم
په مهینې ستن د صبر
پرهرونه یې بخۍ کړم
ناهیلۍ ته زهر ورکړم
تیارې وتوږم له ذهنه
ځانته بله ډيوه ګۍ کړم
مرور ارمان پخلا کړم
زندګي راته موسکۍ کړم

غواړم بېرته راژوندۍ شم
غواړم دا ځل ټوله ستا په عشق سینګار شم
ټوله ستا له مینې جوړه
ټوله ستا پلونو ته لار شم
غواړم ستا د آواز نرمه موسیقي مې
غوږوالۍ کړم د غوږونو
غواړم ستا د نفس وړانګۍ مې په غاړه کې امېل وي
غواړم ستا دانه دانه خولې راټولې له تندي کړم
خپل ټټر ته یې تڼۍ کړم
غواړم ته مې اوښکې پاکې په څادر کړې
غواړم نور کمیس د شنې موسکا پر تن کړم
رنګین شال مې پسرلی وي
غواړم سترګې مې وي ستا د عشق د تور په رنجو تورې
غواړم ستا د وجود عطر مې نشه کړي
د زخمي وطن دردونه رانه هېر کړي
ژوند مې خوږ شېبه شېبه وي
لکه ستا خوږه بوسه وي

غواړم داځل دې ذره ذره غزل کړم
غواړم دا ځل دې د شعر په پستو شونډو
دوې شاعرې سترګې ښکل کړم
غواړم دا ځلي څه بل ډول یاغي شم
غواړم دا ځل دې دسترګو رپېدو ته
ها پستو مستو راګوته
زه په سترګو ونڅېږم
درته روغه لېونۍ شم
غواړم بېرته را ژوندۍ شم

نوره نه غواړم زړګيه
د تیارې کوټې په کونج کې
غلې ملې ګنهګارې غوندې کښېنم
دېوالو سره وژاړم
تور ټیکری مې هدیره وي
د شهیدو سپینو اوښکو

نوره نه غواړم زړګيه
د وطن د مرغۍ ځاله مې شي ړنګه
یا یې څوک په مېږتون باندې پښه کېږدي
د جګړې وحشي طوفان مو
سره ګلونه را خزان کړي
بلبلان ترېنه روان کړي

نوره نه غواړم زړګیه
چې رڼې هیلې مې وژني
تور قاتل ته یې موسکۍ شمه له ډاره
یا هم ودرېږم
یا یو قدم په شا شم
زما ډېر مزل په مخکې
هسې نه چې وارخطا شم
ژوند مې ورغوځي له لاسه
ماته ماته شم فنا شم

غواړم بېرته راژوندۍشم
غواړم والوزم مرغۍ شم
وزر ووهم په دنګو دنګو غرونو
ننداره وکړم د ټولو ښايستونو
نغمې ووایم د عشق د کیفیتونو
غواړم بېرته زړه ودان کړم
جوړ په مینه مینه مینه
خپل شیرین افغانستان کړم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.