!واورې

آمنه فنا

281
یه مستې سپينې واورې
څه په مستۍ را اورې
څه په نڅا را اورې
ته وا واده دې د ورور
چې داسې ړنګه بنګه
په ناز ادا را اورې
یه مستې سپینې واورې!
ته به زړګی نه لرې
ته به میینه نه یې
ته به لالی نه لرې
ته به څه غم نه لرې
ته به څوک کم نه لرې
ستا به نو ژوند لکه زما
محروم محکوم نه وي
چې داسې مسته مسته
او بې پروا را اورې
یه مستې سپینې واورې
ښه ده چې نه پوهېږې
کنه له ډېره غمه
به په هوا ویلې وې
د بې وسۍ په اور به
لکه فنا ویلې وې
یه مستې سپینې واورې
څه په نڅا را اورې
څه په موسکا را اورې
په دې تیاره وطن مې
لکه رڼا را اورې…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.