زما شعر

امنه فنا

176

زما شعر دې فقط زه یم، او زما وي
زما شعر کې دې، زما د زړه درزا وي
زما شعر کې دې زما روح وتپېږي
زما شعر کې دې زما خپله اروا وي
زما شعر دې وي زما خپلې خبرې
زما شعر کې دې زما احساس رسا وي
زما شعر کې دې زما وي تصویرونه
زما شعر کې دې زما د حسن سا وي
زما شعر کې دې وي زما اندېښنې وېښې
زما شعر کې دې زما د غم غوغا وي
زماشعر دې بس زما په اوښکو لوند وي
زما شعر کې دې زما د درد رڼا وي
زما شعر کې دې یوازې زه موسکۍ یم
زما شعر کې دې زما نرۍ ژړا وي
زما شعر کې دې وي زما خاموشي ناسته
زما شعر کې دې زما شور په نڅا وي
زما شعر دې ټول زما له مینې جوړ وي
زما شعر کې دې زما د عشق دنیا وي
زما شعر کې دې زما جنون جاري وي
زما شعر دې لکه زه سوې صحرا وي
زما شعر کې دې د هېچا سیوری نه وي
زما شعر دې خپله سیوری د طوبی وي
زما شعر کې دې رنګونه ټول زما وي
زما شعر دې زما ښکلې تمنا وي
زما شعر دې پل د چا په پلونو نه ږدي
زما شعر دې ځانته نوې لار پيدا وي
زما شعر دې یو په ما باندې میین وي
زما شعر دې زما مینه کې فنا وي
زما شعر دې ټول په ما باندې راټول وي
زما شعر دې د سپرلي تازه غاټول وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.