د یلدا شپه

آمنه فنا

232

لکه زما زلفې اوږده، د یلدا شپه
لڼډه داچې اوږده، ده، د یلدا شپه

زه به تېره کړم رڼه، د یلدا شپه
زه به غېږ کې کړم ویده، د یلدا شپه

ته پوهېږې تللیه ستا له تګ نه پس
زما له پاره هره شپه، د یلدا شپهٍ

د تودې غېږې ارمان دې اغوندم
یاره ډېره ده سړه، د یلدا شپه

تېر کلونه مې د ژوند شو راته یاد
چې به څنګه تېرېده، د یلدا شپه

زما به ستورو سره سترګې جنګېدې
کرښې کرښې مې لوسته، د یلدا شپه

اوس هم هغه لېونۍ يمه چې وم
اوس به هم کړمه نشه، د یلدا شپه

د حافظ د غزل زیر او بم کې ډوبه
تېروم په زمزمه، د یلدا شپه

زړه مې غواړي شم سندروکې فنا
عجیبه شاعرانه د یلدا شپه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.